په آلماني کورنیو کې د افغان مهاجرو ژوند څه ډول دی؟ک.ص۱۳۹۵/۵/۲۶۱۳۹۵ مرداد ۲۶, سهشنبهپه جرمني کې ځینې کورنۍ هغو مهاجرو ته چي تر اتلس کلنۍ کښته وي، په خپلو کورونو کې ځای ورکوي. د کونړ ولايت ۱۷ کلن عصمت الله هم له يوې آلمانۍ کورنۍ سره اوسیږي. د هغه ژوند څرنگه تيريږي؟ مرکه یې دلته اورېدلای شئ:لینک کاپي کولانځور: picture-alliance/dpa/A. Warmuthاعلان[No title]This browser does not support the audio element. اروپا ته مهاجرت د مقدونيا د اغزن دېوالونو تر شا افغان مهاجرد رواني اوونۍ له لومړیو ورځو راهیسي د مقدونيا پولیس افغان مهاجرو ته اجازه نه ورکوي چې تر سرحد ور تیر شي او د اتریش، آلمان او سویدن پر لور خپل سفر ته دوام ورکړي. په زرونو کډوال اوس په سرحدي سیمه کې بند پاته دي.انځور: Reuters/M. Djurica افغان مهاجرو مخکي د سوريې او عراقي مهاجرو په شان لومړيتوب لاره چي د مقدونيا سرحد له لاري اروپايي هيوادونو ته تيرسي. خو له يکشنبې ورځي راهيسي د دوی پرمخ د مقدونيا سرحدونه تړل سوي دي.انځور: Reuters/A. Avramidis دغه کډوال چې فکر یې کاوه له اوبو څخه تر تیریدو وروسته یې د سفر ستونزمنه برخه پای ته رسیدلې ده، د مقدونيا سرحد د تړل کیدو له کبله ډیر خواشینې دي.انځور: Getty Images/AFP/S. Mitrolidis دغه مهاجر له یونان څخه سرحدي سیمو ته لیږدول شوي ول، خو له دې کبله چې ورته د تیریدو اجازه ور نه کړل شوه، نو شمیر یې زرونو کسانو ته رسیدلی دی. پولیس هڅه کوي چې د حالاتو کنترول له لاسه ور نه کړي.انځور: Reuters/A. Avramidis ملګرو ملتونو د مقدونيا حکومت پر دغې پریکړې نیوکي کړي دي او ویلي یې دي چې په ځانګړې توګه ماشومانو ته سرحدونه تړل، هغوی له ګواښ سره مخامخ کوي.انځور: Reuters/M. Djurica ځینو مهاجرو آن هڅه وکړه چې له اغزن سیم څخه تر اوښتو ځان د مقدونيا خاوري ته ورسوي، خو پولیسو د هغوی مخه ونیوله.انځور: Reuters/A. Avramidis د مهاجرو شمیر له ډیریدو سره پولیسو هڅه کړې ده چې پوله په بشپړه توګه وتړي، څو کنترول له لاسه ور نه کړي.انځور: Reuters/M. Djurica دغه مهاجر د سرحد پرانیستلو ته لاره څاره.انځور: Reuters/M. Djurica ناهیلي شویو افغان مهاجرو په اعتراض لاس پورې کړی دی. هغوی د اورګاډي لاره بنده کړه خو پولیسو بیا هغوی وشړل.انځور: Reuters/M. Djurica کله چې په دې سیمه کې د مهاجرو شمیر ډیر شو، نو پولیسو هغوی د ایدومیني ښار ته انتقال کړل.انځور: Dimitris Tosidis افغان مهاجر د ایدومیني ښار په یوه کمپ کې ځای پر ځای شوي دي. هغوی نه غواړي چې په یونان کې د پناه غوښتنه وکړي، نو له همدې کبله دې ته په تمه دي چې سرحد پرانیستل شي او هغوی خپل سفر ته دوام ورکړي.انځور: Dimitris Tosidisانځورونه1 | 10