1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

په آلمان او اروپا کې د کرونا وبا مثبتې اغيزې

۱۳۹۹ مرداد ۲۰, دوشنبه

کرونا وبا وښوده چې د تغير وړ ده او کيدای شي چې په چټکۍ عملي شي. کرونا وبا په آلمان کې د سياسي، اقتصادي او ټولنيزو تغيراتو بهير چټک کړی دی. اروپايي اتحاديې هم وښوده چې کولی شي په بحراني حالاتو کې يو ګډ دريځ ونيسي.

Italien Mailand | Lockerung der Corona-Regeln
انځور: Getty Images/AFP/M. Medina

د کرونا وبا په خپريدو سره نه يوازې د نړۍ په ميليونونو انسانان په دغې ناروغۍ اخته شول او په سونو زړو کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ، بلکې اقتصادي ستونزې او بي اوزګارۍ يې هم زياتې کړې. خو د ډيرو په باور دغې ناروغۍ ځينې مثبت تحولایت هم له ځانه سره درلودلي دي.

آلمانی فیلسوف، مارکوس ګابريل وايي: «دغې وبا وښوده چې موږ کولای شو د غير اقتصادي اولويتونو علاوه، نور اولويتونه هم ولرو.»

په اضافي لګښتونو کې کمښت

هغه له شپيګل مجلې سره په مرکه کې په آلمان کې د ښونځيو رخصتولو، د ټولنيز واټن مراعاتولو او نورو ټولنيزو محدوديتونو ته په اشارې وويل: «موږ له اخلاقي نظره، ډير ښه کار کړی دی چې روغتيا ته مو د اقتصادي ګټو پر ځای اهميت ورکړ. هغه هم پرته له دې چې پر لګښتونو يې فکر وشي.»

اما دغو محدوديتونو او د خلکو په شخصي چارو کې حکومتي مداخلو ترڅنګ يو څه پوښتنې هم راولاړې کړې دي.

خو په آلمان کې د کرونا ويروس خپريدو، د اضافي مصارفو دود راکم کړی او د اقتصاد د نړيوال کيدو پر بهير نيوکې يې هم ډيرې کړي دي. دغې وبا د واکسين په جوړيدو کې نړيوالې همکاري هم زیاتې کړې او تر ټولو مهمه دا چې د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو د فرهنګي او روزنيزو پروګرامونو او د ډير عمر ناروغانو د مراقبت کولو له پاره لا ډيرې پيسې تخصيص کړي.

د سوداګريزو سفرونو ځای به ويډيويي کنفرانسونه ونیسي او د دفتر پر ځای به خلک په کور کې کار کويانځور: imago images/F. Sorge

د بيلګې په توګه د آلمان حکومت د هغو کارمندانو حقوق ډير کړل چې د ډير عمر درلودونکو کسانو د مراقبت په څانګه کې کار کوي.

«د يوې ټولنې انسانيت په سختو حالاتو کې معلوميږي»  

آلمانی کارپوه، يوهان هينريش کلاوزن وايي: «زموږ په ټولنه کې له ژوند څخه ملاتړ کول، ډير د ارزښت وړ کار دی او دا موږ ته ډاډ او زړورتيا رابخښي.»

کلاوزن چې د آلمان د پروتستان کلیسا فرهنګي استازی دی، زياتوي چې د يوې ټولنې انسانيت په سختو شرايطو کې ماشومانو، سپين ږیرو او سپين سرو سره د هغې د چلن له مخې معلوميږي.

کلاوزن له دويچه ويله سره په مرکه کې په ځانګړې توګه د آلمان حکومت د يو ميليارد يورو مرسته ډير ګټور اقدام وباله کوم چې د فرهنګي پروګرامونو له پاره يې مرسته کړي دي.

کرونايي محدويتونه د دې سبب شوي چې د آلمان په اقتصاد کې له ديجټل فرصتونو څخه استفاده ډيره شي.

کلاوزن وايي د ټولنې انسانيت په سختو شرايطو کې ماشومانو، سپين ږیرو او سپين سرو سره د هغې له چلن څخه معلوميږيانځور: picture-alliance/AP Images/M. Meissner

د آلمان مشهور تحقیقاتي انستيتوت (Ifo) له لوري يوې ترسره شوې نظرسنجي ښودلې، چې ډير شرکتونه غواړي په اوږدمهاله کې په خپلو کارونو کې له دیجيتلي فرصتونو څخه استفاده وکړي. لکه آنلاين کنفرانسونه او یا هم له کور څخه کار کول.

له کوره د کار کولو قانون

د هامبورګ پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد، توماس شترابهار په خپلې يوې مقاله کې چې په آلماني ورځپاڼه «دې ويلت» کې خپره شوې، د اقتصاد په ډګر کې يې د يو ستر تحول د رامنځ ته کيدو وړاندوينه کړې. د هغه په باور، د کرونا وبا تر ختیمدو وروسته به د نړيوال کيدو ځای، د ديجيتل سيستم ونیسي.

شترابهار د بيلګې په توګه زياتوي چې د سوداګريزو سفرونو ځای به ويډيويي کنفرانسونه ونیسي او د دفتر پر ځای به خلک په کور کې کار کوي.

د آلمان د کار وزير، هوبرتوس هايل، په حاضر وخت کې د داسې يوې قانوني طرحې په جوړولو بوخت دی چې تر څو له کور څخه د کارکولو حق قانوني شي. د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند دغه سیاستوال د هغو سياستوالانو له ډلې څخه دی چې د کرونا وبا پر مهال په ډير قاطعیت سره عمل کړی دی. د بيلګې په توګه هغه د غوښې د توليد شرکتونو او د هغوی د تولیداتو په اړه ډير جدي دريځ غوره کړی دی.

دويچه وله ا/م.ک.ص./ن.ز.

د کرونا پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب