په آلمان کي د هغو کم سنو پناه غوښتونکو شمېر ۲۴۰۰۰ زره دی، چي بېله کوم سرپرست څخه دغه هيواد ته راغلي دي. په دغو کي په زرهاؤ افغانان هم شامله دي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Kästle
اعلان
په ۲۰۱۵ کال په آلمان کي تقريبا ۱۴۴۰۰ بې سرپرسته کمسنو د پناه غوښتنه وکړه. دا معلومات د آلمان له حکومت څخه د پوښتل سوي يو جواب په ترڅ کي رابرسېره سوي دي. د آلمان د پارلمان بُنډسټاګ په وينا دغه پوښتنه د آلمان د زرغون ګوند له خوا له حکومته سوې وه.
د زرغون ګوند د پوښتل سوي سوال په جواب کي ويل سوي چي د افغانستان څخه ۴۷۰۰، له سوريې ۴۰۰۰ او له ايريتريا څخه ۱۳۵۰ کمس لرونکي او بې سرپرسته يوازي مهاجر آلمان ته راغلي دي.
د آلمان حکومت د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اګست لومړۍ نېټه) په خپرو سوو معلوماتو کي زياته کړې ده چي په بشپړه توګه دمګړی ۲۶۰۰۰ کمسن او بې سرپرست راغلي مهاجر د خپلي پناه غوښتني د جواب په انتظار دي.
د دغي پوښتني جواب چي په ۲۰۱۶ کال کي څومره شمېر کمسنو مهاجرو د پناه غوښتنه کړې وه، د آلمان حکومت يې د جولای په لسمه لا معلومات ورکړي ول. هغه وخت د مهاجرت او پناه غوښتني له پاره د آلمان ځانګړي ادارې ويلي ول چي د کمسنو مهاجرو له خوا ۷۸۱۹ د پناه غوښتني په ۲۰۱۶ کال سوي دي.
ويل سوي چي د ۲۰۱۶ کال په لومړيو شپږو مياشتو کي د کمسنو او بې سرپرستو مهاجرو له خوا په ټوليزه توګه ۱۷۹۰۰ د پڼاه غوښتني سوي دي، زياته سوې چي په دې ترڅ کي د افغان ماشوم او بې سرپرستو مهاجرو شمېر ۷۵۰۰، د سوريې ۶۱۰۰ او د عراقيانو شمېر ۱۴۰۰ دی.