کله چي د هستيي بټیو او یا د ډبرو د سکرو په مرسته نور د اقلیم ساتني په خاطر انرژي نه تولیدیږي او باید نوې کیدونکې انرژي تقویه سي، نو دغه پریکړه خپل قیمت هم لري. له همدې کبله په آلمان کې د بریښنا بیه لوړه سوې.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitas
اعلان
په آلمان کي د کورونو د بریښنا بیه خپل اوج ته رسیدلې ده او یو کیلوواټ په اوسط ډول تر ۳۰ سنته هم اضافه سوې دې. دا که څه هم د تیر کال عین وخت په مقایسه یو سنت ډیر دی خو کله چي یوه کورنۍ په کال کې په زرونو کیلوواټه بریښنا مصرفوي، بیا نو ورباندي ډیري پیسې راځي.
د گاز بیه هم لوړه سوې
له ۲۰۱۴م کال راهیسې د لومړي ځل له پاره گاز هم گران سوی دی. هغه په متوسط ډول ۴،۵ سنته لوړ سوی او ۶،۳۴ سنتو ته یې بیه رسیدلې ده.
د جاپان د فوکوشیما اټومي فاجعې په نتیجه کي د آلمان دولت پریکړه وکړه چې نور به د هسته يي انرژۍ څخه استفاده نه کوي او په راتلونکو دوو کلونو کي به ورڅخه راکښته کيږي. پر دې سربیره اقلیم ته د ډبرو سکرو د تاوان له کبله هم باید له دې طریقه تولیدیدونکي انرژي څخه هم کار اخیستنه کمه شي. کارپوهان وایي چي دغه اقدامات د بریښنا د بیې د لوړیدو لامل ګرځیدلي دي.
(qn/ms (dpa
په راتلونکې کي به په برقي الوتکو کي پرواز وکړو؟
په الوتکو کې سفر کول چاپیرال ته زیان رسوي. خو آیا امکان لري چې د چاپیريال له پاره هوايي سفرونه بند کړو؟ خو که چیرته برقي الوتکې کامیابه شي، بیا نو بې له فکره هوايي سفرونه امکان لري.
انځور: Wright Electric
کوچنۍ، سپکې او د ګازاتو له تولیده پرته الوتکې
د زرغونې انرژۍ پرمټ پرواز کوونکې الوتکې کاربن دای اوکساید او نایتروجن اکساید په څیر چاپیریال ته مضر نور ګازونه نه تولیدوي. دغه راز الوتکې کوچنۍ، سپکې او ډیري اغیزناکه دي. د سلوانیا الفا الیکترو شرکت په دې برخه کې له وړاندې نه په ۲۰۱۵م کال کې هڅې پیل کړي، هغه مهال چې د دوی الوتکو خپل لومړنۍ پرواز ترسره کړ.
انځور: Pipistrel
بس ته ورته الوتکه
زیاتره ساینسپوهان د سیمه ایزو سفرونو له پاره د بریښنايي الوتکو راتلونکی ښه ویني. اسرائیلي شرکت «اوییشن» په پام کې لري چې ۹ کسیزه الوتکه معرفي کړي. دغه الوتکه به د شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره سفر ظرفیت ولري او ټاکل شوې چې په ۲۰۱۹م کال کې به آسمان ته پورته شي.
انځور: Eviation
له ځمکې پورته، خو ګټور سفر
د ۲۰۱۷م کال په اپریل میاشت کې د آلماني شرکت «لیلیوم» هوايي ټکسي خپل لومړنی کامیاب سفر وکړ. دغه پنځه کسیزه الوتکه له ځمکې څخه په عمودي ډول الوزي او بیرته کښیني او کولی شي چې په یوه ساعت کې ۱۹۰ مایله سفر وکړي. په دې معنی چې په یوه ساعت کي له پاریس څخه لندن ته ځان رسوي. د دې شرکت هدف دا دی چې خلک یوه ورځ وکولی شي، د موبایل د یوه اپلیکشن له لارې د یوې عادې ټیکسي په بیې خپله الوتکه دربست او سفر وکړي.
د بریتانیا د «ایزي جیت» شرکت په پام کې لري چې لا ډیره چاپیریال دوسته الوتکه تولید کړي. دوی د دې کار له پاره د «رایت الکتریک» په نامه له یوه امریکايي شرکت سره لاس یو کړی. هدف دا دی چې داسې یوه الوتکه تولید کړي چې په بشپړه توګه برقي وي او د ۱۵۰ مسافرو د انتقال ظرفیت ولري. دا لا معلومه نه ده چې د دوی لومړۍ الوتکه که به کله معرفي شي.
انځور: Wright Electric
بریښنايي راتلونکی
کارپوهان په دې باور دي چې په راتلونکو ۲۰ کلونو کې موږ د دې ظرفیت او وړتیا ولرو چې بریښنايي الوتکې به الوزوو. په دې برخه کې فعال زیاتره شرکتونه په دې هڅه کې دي چې د ۱۵۵ نه نیولې تر ۶۵۰ مایلونو د سفر ظرفیت لرونکې الوتکې جوړې کړي. څوک پوهیږي چې یوه ورځ به د نړۍ له یوې برخې څخه بلې برخې ته په برقي الوتکو کې سفرونه کوو. هیلې ډیرې دي، خو انتظار په مخ کي دی.