په آلمان کي تر ۱۳ ميلیونه ډېر کسان د فقر له خطر سره مخ دي
۱۴۰۴ بهمن ۱۴, سهشنبه
د آلماند فدرالي احصايي دفتر له خوا د سې شنبې په ورځ نوی خپور سوی راپور په ډاګه کوي چي په دغه هيواد کي ۱۳،۳ ميليونه کسان د فقر له خطر سره مخ دي.
دا د آلمان د نفوس ۱۶،۱ سلنه برخه ده او په ۲۰۲۴م کال کي د ۱۵،۵ سلني څخه زیاتوالی په ګوته کوي.
دغه شمېرې د اروپايي ټولني د عايد او ژوند د شرايطو د احصايي (EU-SILC) څخه اخيستل سوي دي. اروپايي اتحاديه «د فقر له خطر سره مخ» هغه تعريفوي چي د منځني عايد تر ۶۰ سلني کم عايد سره ژوند کوي- هغه اندازه چي د کورنۍ د عايد پر اساس نفوس پر نيمايي ويشي.
په آلمان کي د یوازي ژوند کوونکو له پاره د خالص عاید حد په میاشت کي ۱۴۴۶ یورو وو. د یوې کورنۍ له پاره چي دوه لویان او دوه ماشومان لري چي ۱۴ کلنۍ ته لا نه وي رسېدلي، دغه اندازه ۳۰۳۶ یورو وه.
د نفوس ځيني ډلي تر نورو زيات د فقر له خطر سره مخ دي:
-
هغه خلک چي يوازي ژوند کوي- ۳۰،۹ سلنه
-
هغه خلک چي کورنۍ يې بشپړه نه وي (يوازي مور يا يوازي پلار له اولاد سره)- ۲۸،۷ سلنه
-
بې روزګاره خلک-۶۴،۹ سلنه
-
هغه کسان چي بې کاره دي- ۳۳،۸ سلنه
-
تقاعد سوي کسان- ۱۹،۱ سلنه
هیڅ یوه میتودولوژي نه سي کولای په هیڅ هیواد کي د بې وزلۍ او خطر د کچي دقیق انځور ورکړي، ځکه چي د خلکو ځانګړي شرایط توپیر لري.
د اروپايي اتحادیې-SILC د هغو خلکو شمیر هم بررسي کوي چي د فقر او ټولنیز محروميت له ګواښ سره مخ دي او همدارنګه هغه کورنۍ چي د پام وړ مادي او ټولنیز محرومیت څخه اغېزمني سوي، او هغه کورنۍ چې د کار ټیټه کچه لري.
د دې میتودولوژۍ پر بنسټ، په ۲۰۲۵م کال کي په جرمني کي ۱۷،۶ میلیونه خلک د بې وزلۍ او ټولنیز محروميت له ګواښ سره مخ ول، چي د نفوس ۲۱،۲ سلني سره برابر دي. په هرصورت، دا د تیر کال په پرتله تقریباً هماغسي باقي پاته ده.