"په آلمان کي د استخدام شاخص ټيټي کچې ته رسېدلی"
۱۴۰۳ آذر ۲۹, پنجشنبهد اړوند استخدام شاخص په ډسمبر کې ۹۲ اعشاريه ۴ ته راټیټ شوی دی چې دا د نومبر د ۹۳ اعشاريه ۳ پواینټونو څخه کم دی. دغه شمېرې د پنجشنبې په ورځ د آلمان په مونشن کې د (Ifo) انسټیټیوټ د مدیرانو له سروې څخه څرګندي شوې. د اووم پرله پسې کموالي سره، شاخص د ۲۰۲۰ کال د منځنۍ مودې راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېد کله چې د کورونا بحران په خپل اوج کې و.
د ياد انسټيټيوټ له خوا ترسره شوي نظرپوښتنط مشر کلاوس وولراب، وویل: "په مخ پر ډېرېدونکې توګه د هغو شرکتونو شمېر کميږي چې خپل کارګر زیاتوي". په وينا يې "خو په مقابل کې د هغو شرکتونو شمیر زیات شوی دی چې غواړي د کار ځایونه کم کړي."
په ځانګړې توګه په صنعت کې اقتصادي کړکېچ د کارګرو پلان جوړونې باندې خپل اغیز پریښی دی. په راپور کې راغلي دي: "نږدې ټول سکتورونه د کار ځایونو د کمولو په اړه غور کوي."
د دې وضعیت څخه تر ټولو زیات د فلزاتو سکتور، د موټر جوړوونکي او د هغوی عرضه کوونکي اغیزمن شوي دي. تجارت هم د نوو کارمندانو ګمارلو پر ځای د دندو کمولو پلان لري. د خدمتونو په برخه کې د تیرو څو میاشتو منفي حالت دوام لري.
اړوند: پلټنه: د جرمني د کار بازار هر کال ۲۸۸ زره مهاجرو ته اړتیا لري
د ياد انسټيټيوټ څیړونکو موندلې ده چې "په داسې حال کې چې د توريزم يا ګرځندوی په سکتور کې خلک ګمارل کیږي، د شخصي خدمتونه او د مېلمستون سکتور خپل دندې کموي."
د ساختماني سکتور په اړه ویل شوي چې د کړکېچ سره سره، د ډېرو دندو کمولو کومه نښه نه لیدل کیږي. شرکتونه هڅه کوي خپل کارمندان وساتي. د مخکښو انسټیټیوټونو د وړاندوینو له مخې، د آلمان اقتصاد به په پرله پسې توګه د دوهم ځل لپاره په دې کال کې کمښت تجربه کړي. د ۲۰۲۵ کال لپاره تر ټولو ښه هیله یو کوچنی مثبت بدلون دی. اوس د آلمان د اقتصاد وزارت په تازه میاشتني راپور کې ویل شوي: "د دوامداره اقتصادي بدلون هیڅ څرک نه لیدل کیږي."
د دې لپاره دلیلونه د جغرافیایي سیاسي پرمختګونو په اړه لوړه ناڅرګندتیا، د راتلونکې امریکایي ادارې له خوا د احتمالي تعرفې زیاتوالی چې ډونالډ ټرمپ یې مشري کوي او په آلمان کې راروانې ټاکنې په ګوته شوي دي.