په آلمان کي د بې سرپرسته مهاجر ځوانانو شمېر زيات سوی
۱۴۰۲ خرداد ۱۱, پنجشنبه
په آلمان کي له ۲۰۲۱م کال راهیسي د هغو کوچنیانو او تنکي ځوانانو شمیر یو وار بیا ډیر سوی دی چی پرته له والدینو دغه هيواد ته ځانونه رارسولي دي. د هغوی زیاتره یې افغانان او د سوريې دي.
اعلان
له نورو هيوادونو څخه له والدینو پرته د کم سنه کسانو د راتگ په هکله د جرمني د فامیلي چارو وزارت په رپوټ کي چي د آلمان د کابینې له خوا د چهارشنبې په ورځ خپور سوی، راغلي دي چي د ۲۰۲۲م کال له اکتوبر میاشتي راهیسي شاوخوا ۲۵ زره داسي تنکي ځوان مهاجر په آلمان کي اوسیږي چی پرته له والدینو راغلي دي. د هغوی له پاره د کوچنیانو او تنکي ځوانانو سره مرستندویه ټولني مؤظفي سوي دي.
په رپوټ کي زیاته سوې ده چي د ۲۰۲۱م کال د مني او ۲۰۲۲م کال د مني ترمنځ د هغوی شمیر څه ناڅه ۴۰ سلنه لوړ سوی دی. په ۲۰۲۱م کال کي ډېر کسان له افغانستان، سوریې او سومالیا څخه راغلي دي.
د ۲۰۲۲م کال تر اکتوبر مياشتي پوري یوازي آلمان ته څه ناڅه ۴۰۰۰ اوکرایني ماشومان او تنکي ځوانان راغلل. په رپوټ کي راغلي دي چي د هغوی د ځای پر ځای کولو او پالني له پاره چارواکي او ایالتونه له سختو ستونزو سره مخامخ سوي دي. د هغوی په مخ کي یو بل چیلينج بیا د مسلکي کسانو کمښت دی. له دغو تنکیو ځوانانو او کوچنیانو څخه ۹۱ سلنه یې هلکان او ۹ سلنه یې نجوني او ځواني ښځي دي.
د جرمني د فامیلي چارو وزیري لیزا پاوز ټینگار کړی دی چي په آلمان کي د دغو ځوانانو تود هرکلی سوی دی او حکومت ځانګړې پاملرنه ورته کوي. هغه دا د خبردارۍ نښه بولي چی مخ پر زیاتیدونکي توگه تنکي ځوانان پرته له والدینو څخه له خطرناکو لارو آلمان ته راځي.
نوموړی رپوټ د ځوانانو د هغو استوگنځایونو، مسلکي ټولنو او تاسیساتو پر ارقامو ولاړ دی چی بې سرپرسته کوچنیان او تنکي ځوانان پکښي ژوند کوي. دغه رپوټ له ۲۰۱۵م کال راهیسي هرکال خپریږي.