د آلمان د ریلگاډو ملي شرکت (ډویچه بان) د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د مارچ ۹) رپوټ ورکړی دی چي په ۲۰۲۴م کال کي یې د ریلگاډو د ځنډ او یا کنسل کیدو له امله، خپلو مشتریانو ته شاوخوا ۱۹۷ میلیونه یورو جبران خساره ورکړې ده.
دغه شرکت ویلي دي چي د هغوی د لیري واټن د ریلگاډو یو پر دریمه برخه کي په ۲۰۲۴م کال کي ځنډ راغلی دی. نوموړي شرکت هغه وخت خپل ریلگاډي د ناوخته یا په ځنډ سره رسیدو په کتگوري کي درجه بندي کوي چي له ټاکل سوي وخت څخه ۵ دقیقې او ۵۹ ثانیې ناوخته خپل هدف ته ورسیږي.
په ايتاليا کې د اروپا لومړی په بطرۍ چلېدونکی رېل
04:06
This browser does not support the video element.
په دې ډول، تیرکال د ډویچه بان ریلگاډي ۳۷،۵ سلنه په ځنډ سره خپل هدف ته رسیدلي دي چي په دغه شرکت کي، په وروستیو ۲۱ کلنو کي د وخت پیژندنې تر ټولو خرابه اندازه گیري ده.
د دغه شرکت ویاند د «بیلډ» آلمانۍ ورځپاڼي ته وویل: «که ریلگاډي وځنډیږي او زموږ مسافر د جبران خسارې شرایط ولري، موږ یې پرته له جروبحث څخه ورکوو او اوږدمهاله ځنډونه د لالوړو جبران خسارې د ورکولو سبب کیږي.»
دویچه بان ویلي دي چي تیرکال یې د جبران خسارې، ۶،۹ میلیونه ادعاگاني ور رسېدلي دي. دغه شرکت په ۲۰۲۳م کال کي د جبران خسارې ۵،۶ میلیونه ادعاوي ترلاسه کړي او ۱۳۲،۸ میلیونه یورو یې دعواکوونکو ته ورکړي وې.
د آلمان د ریلگاډو د پټلیو سیسټم په وروستیو کلونو کي مسافر ناامیده کړي دي، دا ځکه چي ریلونه تل له ځنډ، بیروبار او کنسل کیدو سره مخامخ کیږي.
د دویچه بان ویاند ویلي دي: «دویچه بان په پام کي لري چي خپل د اوږده واټن د وخت پیژندني خدمات د ۲۰۲۷م کال تر پایه له ۷۵ څخه ۸۰ سلني ته لوړ کړي.»
زړې او ترفشار لاندي زیربناوي
بله ستونزه چي د دویچه بان مشتریان ورسره مخامخ دي داده چي د ریلگاډو د پټلۍ ډیره برخه تل د ساتنې او څارنې او یا هم جوړیدو له امله تړل کیږي.
د دویچه بان په وینا، په ۲۰۲۴م کال کي د ریلگاډو ډېر ځنډ له دې امله رامنځته سوی، چي د پټلیو زیربناوي زړې او د ترانسپورتي بیروبار تر فشار لاندي دي.
دغه شرکت په اوس وخت کي تر ۲۰۳۰م کاله پوري، له بیروباره ډکو ۴۱ لارو د بیارغونې له پاره یوه ستره طرحه ترلاسه لاندي لري.
سربیره پردې دویچه بان مخکي له دې د کار په بازار کي ستونزي هم د ریلگاډو د ځنډ عوامل بللي دي. نوموړي شرکت ویلي دي چي د پرسونلو په تامینولو کي له ستونزو سره مخامخ دی.
په نړۍ کي د ریلگاډو تمځايونه څومره ډاډمن دي؟
د هغه ۸ کلن هلک ترمړیني وروسته چي د یوه ریلگاډي مخي ته ټیل وهل سو، اوس آلمان د ریلگاډو په تمځايونو کي د امنیتي تدابیرو په اړه بحثونه کوي. دا چي د نړۍ نور ستیشنونه څومره ډاډمن دي په دغو انځورونو کي به ورته ځیر سو!
انځور: AFP/B. Mehri
روسیه: د مسافرو د ساتني له پاره ډبل دیوالونه
د مسکو او سانت پیترزبورگ په مترو ستیشنونو کي د امنیتي تدابیرو خاص ډول لیدل کیږي. د ریلگاډو پټلۍ په ځانگړو دیوالونو بندي سوي او یوازي د مسافرو له پاره لار سته چی ورڅخه تیر سي. د ریلگاډو دروازې یوازي هغه وخت خلاصیدای سي چی ریل ودریږي. دغه ډول تړل سوي ستیشنونه ددې مخنیوی کوي چي انسانان دي پټلیو ته ولویږي.
انځور: Imago Images/C. von der Laage
بریتانیا: د ټکټ کنترول او محافظتی هنداري
د دغه هیواد په ډیرو ستیشنونو او متروگانو کي سړی یوازي هغه وخت د ریلگاډو قطار ته داخلیدای سي چی ټکټ ولري. د مترو په ځینو ستیشنونو لکه د لندن په Canary Wharf کي، لويي هنداري، منتظر مسافر او د ریلگاډو پټلۍ سره بیلوي. یوازي د ریلگاډي په دریدو سره یی دروازې خلاصیږي.
انځور: picture-alliance/empics/M. Walter
جاپان: په مخ پر زیاتیدونکي ډول امنیتي تدابیر
د جاپان د ریلگاډو د ستیشنونو ډیره برخه، زیاتره وخت له خلکو ډکه وي خو انسانان تل په منظمو قطارو کي ولاړ وي. له بلي خوا د ځان وژني داسي پیښې هم رامنځته کیږي چی یو څوک ځان د یوه ریلگاډي مخي ته اچوي. له همدې کبله تل هڅه کیږي چي په ستیشنونو کي امنیتي تدابیر لا پسې ډیر سي.
انځور: Getty Images/AFP/K. Nogi
چین: جگي ښیښه يي دروازې
دا د پیکنگ مترو ته د ورننوتو لار ده چي د لویو مغازو د خولي دروازو ته ورته ده. د ورځي په رسمي وخت کي د چین په گڼ میشتو سیمو کي د مترو ستیشنونه تر اندازې ډک وي. له همدې کبله قطارونه د ښیښه يي دروازو په وسیله له پټلیو بیل کړل سوي دي.
انځور: Imago Images/View Stock
تایلند: د ښیښو مخي ته په زغم سره انتظار
د تایلند د ریلگاډو په ستیشنونو کي بیا نظم او دسپلین حاکم دی. مسافر په منظمو قطارونو کي یو د بل شاته په نوبت سره ولاړ دي. که کوم څوک عجله کوي، نو هغه ښايي له کوم بل هیواد څخه راغلی سيلاني وي. پر پټلیو باندي د خلکو له لویدو څخه د مخنیوي له پاره، هلته هم ښیښه يي دروازې ولاړي دي چي د ریلگاډي د دریدو پر وخت پرانیستل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Sator
هالنډ: موانع او څارونکي
په هالند کي متروگانو ته ننوتل یوازي د یوه ځانگړي کارت یا ټکټ په درلودلو او هغه هم، له موانعو سره په تیریدو سره ممکن وي. په رسمي وخت کي په لویو ستیشنونو لکه دنهاگ کي له ژیړو واسکټونو سره امنیتي پرسونل هم په فعالیت بوخت وي. هغوی دې ته پام کوي چی څوک پټلیو ته ځان نژدې نه کړي.
انځور: Imago Images/Hollandse Hoogte/B. van Dam
هسپانيا: ریلگاډی باید ودریږي
په هسپانيا کي بیا د لیري او نژدې واټن مترو گانو او تیزرفتاره ریلگاډو ته د ورتگ له پاره یوازي هغه کسان اجازه لري چی مخکي له مخکي یی ټکټ اخیستی وي. او د ریلگاډو قطار ته هغه وخت سړی ورنژدې کیدای سي چي ریلگاډی ولاړ وي او گیټونه خلاص وي.