1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

 په آلمان کي د شکمنو ښی اړخو افراطيونو پرضد عمليات

۱۳۹۸ اسفند ۱۳, سه‌شنبه

د آلمان پوليسو د سه شنبه په ورځ د هغو ۱۲ تنو شکمنو کسانو کورونه تلاشي کړل چي پر مهاجرو او خارجيانو باندي د بريدونو له پاره، د يوې ښی اړخي افراطي ډلې په جوړولو تورن دي.

Deutschland NRW Symbolfoto Polizei Razzia
انځور: Imago Images/B. Horn

پوليسو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چي د سه شنبه د ورځي په عملياتو کي د شلسويگ هولشتاين، نيدرزاکسن او هسن په ايالتونو کي د   شکمنو کسانو کورونه تلاشي سوي دي. دغه شکمن کسان د ۱۹ او ۵۷  کلونو ترمنځ عمرونه لري.

يو بل رپوټ بيا ښيي چي تير کال د آلمان د وسله والو ځواکونو څو تنه سرتيري او کارکوونکي «افراطي» درجه بندي سوي دي.

چارواکو ويلي دي چي ددغو ۱۲ تنو شکمنو کسانو پر وړاندي دا گومان موجود دی چي له نورو څو تنو سره يي د ۲۰۱۹م کال په جولای مياشت کي د باد زيگبرگ په ښار کي د «آريان سيرکل جرمني» په نامه ډله جوړه کړې.

دغه کسان ښی اړخه مفکوره لري او په ښکاره ډول يي ددغې ډلې ملاتړ کړی دی او د هغوی له سمبولونو او شعارونو سره يي عکسونه اخيستي دي.

چارواکو ويلي دي چي د نوموړي ډلې له جوړولو څخه ددغو کسانو هدف داوو چي د خارجيانو ضد انگيزې په لرلو سره، په جسمي او مالي زيانونو لاس پوري کړي او همدارنگه داسي کارونه وکړي چي د وسلو د کنترول د قانون له مخي جرم بلل کيږي. البته په اوس وخت کي د کومي ټاکلي توطئې د جوړولو په هکله معلومات نه سته.

د فلنسبورگ د څارنوالۍ وياند ويلي دي چي په دغو تلاشيو کي د اطلاعاتو د ضبطولو د پام وړ شمير دستگاوي په لاس ورغلي دي. سربيره پر دې د بيهوښۍ دواوي او داسي نور مواد پيدا سوي چي د وسلو د کنترول د قانون له مخي ورته اجازه نه ورکول کيږي.

 

چارواکو ويلي دي چي ددغو شکمنو کسانو څخه ځينو يي په تيرو وختونو کي هم د وسلو د کنترول له قانون څخه په سرغړوني او خارجيانو ضد جرمونو باندي مرتکب سوي دي.

ددغو عملياتو هدف، د يوې مجرمي ډلې د جوړولو او د هغې د افرادو د نقش په اړه د شواهدو راټولول په گوته سوي.

دهاناو له برید څخه د روغ وتلی کس د سترگو لیدلی حال

01:40

This browser does not support the video element.

د آلمان په پوځ کي افراطيان؟

په يوه بل رپوټ کي بيا راغلي دي چي د آلمان د پوځ د جاسوسۍ ضد سازمان تيرکال د وسله والو ځواکونو ۱۴ سرتيري او کارکوونکي د »افراطي« تر عنوان لاندي درجه بندي کړي.

د آلمان د پوځ د جاسوسۍ ضد سازمان، په خپل لومړني کلني رپوټ کي چي د آلمان فدرالي پارلمان ته يي وړاندي کړی دی، ويلي دي چي د آلمان د فدرال پوځ د غړو دغه اته تنه د «ښی اړخه افراطيانو« په ډله کي طبقه بندي سوي دي.

په دغه رپوټ کي چي يوه کاپي يي د آلمان رسنيو ته وړاندي سوې ده، راغلي دي چي ددغو کسانو نور څلور تنه بيا »اسلامپاله« بلل سوي دي او دوه تنه نور يي بيا د هغو پاڅونونو غړي ول چي د آلمان دولت او قوانين په رسميت نه پيژني.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل