په آلمان کي د مسلمانانو د چارو له پاره د قانون غوښتنه
۱۳۹۶ فروردین ۱۰, پنجشنبه
د آلمان د يو حکومتي ګوند سياستوال ينس شپان غوښتي دي چي په دغه هيواد کي بايد د مسلمانانو چارو ته قانون جوړ سي. هغه د اسلامي ټولنو له پاره د اصولو ټاکلو غوښتنه کړې ده.
اعلان
ينس شپان د آلمان د مسيحي ديموکرات ګوند د مشرتابه جرګې غړی دی. دغه آلماني سياستوال غوښتي دي چي په آلمان کي بايد داسي قوانين رامنځ ته سي چي اسلامي ټولنو ته اصول وټاکي.
هغه غوښتي دي چي په دې ترڅ کي بايد د ملا امامانو د روزنې له پاره هم اصول رامنځ ته سي. دغه محافظه پال سياستوال د مسجدونو په تړاو د معلوماتو ثبتولو نظام رامنځ ته کولو غوښتنه هم کړې ده.
ينس شپان ويلي دي چي دا د منلو وړ خبره نه ده چي په آلمان کي د آلماني ژبي ويونکو ملا امامانو د روزني په تړاو اصول او قواعد نه دي موجود. دغه سياستوال غوښتنه کړې ده چي هر هغه څوک چي په مسجدونو کي امامت کوي بايد په دې مکلف کړل سي چي د آلماني ژبي امتحان ورکړي. د هغه په وينا دغه ملايان بايد خپل وعظ په آلماني ژبه وکړي.
د مسيحي ديموکرات ګوند دغه سياستوال ويلي دي چي که د وعظ هغه خبري چي د «د جمعې په ورځ په ډيرو مسجدونو کي کيږي، د يکشنبې په ورځ د کليو په کاتوليکي کلېساؤ کي کيدلای، نو به يې په هکله غوسه ډېره زياته وای، او د زرغون گوند سياستوالو به نيوکي کولای.» دغه سياستوال زياته کړې چي له ديني ډلو او اتحاديو څخه دا هيله کيدلای سي چي هغوی وعظونه او تدريس په لومړي سر کي په آلماني ژبه وړاندي کړي.
پر مسلمانانو ماليې
شپان ويلي دي چي د مسجدونو د ملايانو روزنه دي د ماليې په پيسو تمويل کړل سي. دغه سياستوال منلې ده چي په دې تړاو به جر و بحث ډېر لانجمن وي. د هغه په وينا خو دغه سخت جر و بحث يې تر هغه خوښ دی چي له ترکيې او سعودي عربستان څخه پيسې راځي او د ملايانو په روزنه مصرفيږي.
محافظه پال سياستوال شپان وويل چي له مسلمانانو څخه دي د ملايانو د روزنې له پاره ځانګړي ماليې واخيستل سي. دا ډول ماليې د مسيحانو څخه ترمخه لا اخيستل کيږي چي دغه ماليې له دولت څخه کليساؤ ته ورکول کيږي.
ينس شپان د دې غوښتنه هم کړې ده چي په آلمان کي د موجود مساجدو په تړاو بايد د ثبت يو نظام جوړ کړل سي. هغه وويل: «موږ خبر نه يو چي په آلمان کي څومره مسجدونه موجود دي څوک يې تمويلوي.»
«غلط شريکان»
شپان پر دې هم سخته نيوکه کړې ده چي په آلمان کي هيڅ داسي مرکزي شريک نه سته چي د مسلمانانو د استازي په توګه ورسره خبري وسي. هغه نيوکه وکړه چي هغه اسلامي ټولني چي د آلمان دولت تر اوسه ورسره همکاري کوي، د يو ډېر محافظه پالو مسلمانانو استازيتوب کوي. دغه سياستوال وويل چي دغه ټولني او اتحاديې «صرف د مسلمانانو د يو کوچني اقليت استازيتوب کوي. هغوی غلط شريکان دي.»
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.03.2017):
تر ټولو لوی د مسلمانانو ټاټوبی به وګرځي کوم هيواد؟
تر ۲۰۵۰ پوري به دغه هيواد د نړۍ تر ټولو لوی د مسلمانانو نفوس لرونکی هيواد وګرځي. د امريکايي مرکز (PEW) د يوې څېړنې له مخي به په دغه هيواد کي د مسلمانانو شمېر ۳۱۱ مليونو ته ورسيږي. په هکله يې انځوريز راپور دلته وګورئ:
انځور: AFP/Getty Images/W. Kohsar
زيات مسلمان نفوس لرونکي هيوادونه
دمګړی اندونيزيا تقريبا ۲۰۴ مليونه، پاکستان ۱۷۸ مليونه، هند ۱۷۲ مليونه، بنګله دېش ۱۴۵ مليونه او نايجيريا ۷۵ مليونه، ايران ۷۴ مليونه، ترکيه ۷۴ مليونه، مصر ۷۳ مليونه، الجزاير ۳۴ مليونه، مراکش ۳۲ مليونه، عراق ۳۱ مليونه، سودان ۳۰ مليونه، سعودي ۳۰ مليونه او افغانستان ۲۹ مليونه مسلمانان لري. [ ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: Getty Images/AFP/D. Sarkar
په مستقبل کي تر ټولو زيات
دمګړی د تر ټولو زياتو مسلمانانو ټاټوبی د اندونيزيا هيواد دی. خو د امريکايي فکر خونې (PEW) د يوې څېړني پايلي ښيي چي تر ۲۰۵۰ کال پوري به د هندي مسلمان وګړو شمېر ۳۱۱ مليونو انسانانو ته جګ سي. هغه وخت به د هند مسلمانان د نړۍ د ټولو مسلمانانو ۱۱ فيصده او په دې توګه په يو هيواد کي تر ټولو زياته برخه وي. تر ۲۰۵۰ پوري به په هند کي د هندوانو شمېر ۱۳۰۰ مليونو ته جګ سي.
انځور: Fotolia/Tjui Tjioe
د نفوس زياتېدنه
په هند کي د ماشومانو د زېږېدنې د لوړي شرحي له کبله په دغه هيواد کي د ځوانانو او منځني عمر لرونکو فيصدي زياته ده. د هند د مسلمانانو له نفوس څخه ميديان (رياضي) عمر ۲۲ کاله دی. حال دا چي د هندوانو ۲۶ او د هندي عيسويانو ميديان عمر ۲۸ کاله دی.
انځور: picture-alliance/ANP/R. Vos
اوسط اولادونه
په هند کي هره مسلمانه ښځه اوسط ۳،۲ ماشومان زېږوي، حال دا چي هندو مېرمني اوسط ۲،۵ ماشومان راوړي. د هند په مسيحي ښځو کي هره مېرمنه اوسط ۲،۳ ماشومان زېږوي.
انځور: AP
د نفوس برخه
په هند کي د مسلمانانو په نفوس کي په دوامداره توګه اضافه سوې ده. په ۲۰۱۰ کال په هند کي د مسلمانانو نفوس د ټول هيواد ۱۴،۴ فيصده ؤ. خو اټکل کيږي چي په هند کي به تر ۲۰۵۰ پوري د مسلمانانو د نفوس فيصدي و ۱۸،۴ فيصدو ته جګه سي. خو د هغه باوجوده به په دغه هيواد کي د هرو څلورو وګړو څخه ۳ هندوان وي.
انځور: Sajjad Hussain/AFP/Getty Images
مسيحيان
د (PEW) د څېړني له مخي به په هند کي تر ۲۰۵۰ کال پوري د مسيحيانو فيصدي کمه سي. په داسي حال کي چي دمګړی د هند د نفوس ۲،۵ فيصده مسيحيان دي، تر ۲۰۵۰ پوري به دغه فيصدي و ۲،۳ ته راټيټه سي.
انځور: P. Bronstein/Getty Images
د هندوانو شمېر
د يادي څېړني له مخي اټکل سوی چي تر ۲۰۵۰ کال پوري به په هند کي د هندوانو شمېر دومره زيات سي، چي که د هند، پاکستان، اندونيزيا، نايجيريا او بنګله دېش ټول مسلمان نفوس سره يوځای کړل سي، نو بيا به هم د هندي هندوانو شمېر باندي زيات وي.
انځور: Getty Images/AFP/STR
په لوړه اندازه زياتېدنه
د دغې څېړني له مخي په نړۍ کي د مسلمانانو نفوس د نورو ټولو په پرتله په چټکۍ مخ په زیاتېدو دی. د (PEW) راپور له مخي د نړۍ د نورو انسانانو په پرتله به په راتلونکي کي هم د مسلمانانو شمېر تر ټولو په زيات سرعت مخ په زیاتېدو وي.
انځور: AP
افغانستان
د افغانستان نفوس تقريبا ۲۹ مليونه اټکل کيږي چي ۹۹،۸ يې مسلمانان دي. په دې توګه د افغانستان د مسلمانانو د زيات نفوس لرونکو هيوادونو په ليسټ کي ۱۴ مقام لري. [د دغه انځوريز مطلب معلومات د pewresearch.org له پاڼي څخه د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۴مه نېټه اخيستل سوي. ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]