1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د مهاجرت شاليد لرونکو شمېر زيات سوی دی

۱۴۰۱ فروردین ۲۳, سه‌شنبه

په آلمان کي د هغو انسانانو شمېر زيات سوی دی چي د مهاجرت شاليد لري. د دغه هيواد ځانگړي فدرالي ادارې په دې تړاو يو راپور خپور کړی دی.

Deutschland Menschen mit Migrationshintergrund
انځور: picture-alliance/Eventpress

د احصائيو له پاره د آلمان فدرالي ادارې په خپل راپور کي ويلي دي چي په ۲۰۲۱م کال په آلمان کي ۲۲،۳ ميليونه داسي انسانان مقيم ول، چي د مهاجرت شاليد يې لاره. په دې توگه سره د آلمان د ټول نفوس ۲۷،۲ فيصده برخه يادي ډلې تشکيلوله.
 

د آلمان په ويسبادن کي مستقري يادي فدرالي ادارې د مايکرو نفوس شمېرنې د پايلو پر اساس د مهاجرت شاليد لرونکو ياد اعمار خپاره کړي دي. د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اپريل۱۲) خپور سوي دغه راپور کي راغلي دي چي په ۲۰۲۱م کال د مخکني کال په پرتله په آلمان کي د مهاجرت د شاليد لرونکو انسانانو شمير تر مخکني کال تقريباً دوه فيصده زيات وو.

د مهاجرت شاليد لرونکو کسانو کي هغه څوک شميرل کيږي چي په آلمان کي نه وي زېږېدلی، يا يې له والدينو څخه يو کس بهرنی تابعيت ولري، يا وروسته يې تابعيت ترلاسه کړی وي او يا له بهر څخه په فرزندۍ اخيستل سوی وي. په دغه ډله کي هغه آلمانان هم شميرل کيږي چي په نورو هيوادونو کي زېږېدلي وي او وروسته آلمان ته راسي او دلته مقيم سي.

د راپور پر اساس په ۲۰۲۱م کال کي په آلمان کي له ژوند کوونکو مهاجرت شاليد لرونکو څخه تر نيمي برخي زياتو يې د آلمان تابعيت لاره. د مهاجرت يا کډوالۍ د شاليد لرونکو څخه ۴۷ سلنه يې داسي کسان ول چي له آلمان پرته يې د بل کوم هيواد تابعيت لاره.

له يادو ۲۲،۳ ميليونو انسانانو څخه ۴۳ سلنه يې داسي کسان دي چي پخپله يې آلمان ته کډه راکړې يا ورته رامهاجر سوي ول. له ټولې يادي ډلې څخه ۴۳ سلنه يې هغه کسان ول چي د آلمان تابعيت لرونکي ول.

له دغې ډلي څخه تقريبا دوه پر دريمه برخه له نورو اروپايي هيوادونو څخه ياد سوي دي. دويمه لويه ډله د هغو کسانو وه چي له آسيا سره يې تړاو لاره.

په ۲۰۲۱م کال په آلمان کي له اوسېدونکو د کډوالۍ شاليد لرونکو څخه ۱،۱ ميليونه هغه کسان ول چي له افريقا څخه ول. په راپور کي راغلي دي چي په آلمان کي د اوسېدونکو کډوالۍ شاليد لرونکو کي تر ټولو لويي ډلې د ترکانو، پولنډيانو، روسانو، قزاقانو او سوريايانو وې. اټکل سوی دی چي د اوکراين د بحران له کبله به ښايي په آينده کي په آلمان کي د اوکراينيانو شمير هم زیات سي.

په راپور کي راغلي دي چي په آلمان کي ژوند کوونکو د مهاجرت يا کډوالۍ شاليد لرونکو څخه ۴۹ سلنه يې هغه کسان دي چي تر يوې څخه د زياتو ژبو سره رالوی سوي دي او په کور کي د آلماني ژبي علاوه لږ تر لږه په يوه بله ژبه خبري کوي. حال دا چي هغه آلمانان چي د کډوالۍ يا مهاجرت شاليد نه لري، صرف دوه سلنه يې داسي دي چي په کور کي د آلماني علاوه بله ژبه هم وايي.

آ./ا.ا./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب