1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

په آلمان کي د ميلياردونو ډالرو په ارزښت کوکاينو ضبط

۱۴۰۳ خرداد ۲۵, جمعه

آلماني چارواکو ويلي دي چي د ميلياردونو يورو په ارزښت يې په لسونو ټنه کوکاين ضبط کړي دي.

په هامبورګ کي نيول سوي کوکاين
انځور له ارشيف څخه: په آلمان کي نيول سوي کوکاينانځور: Zollfahndungsamt Frankfurt/Main/dpa/picture alliance

له پلان سوو جرايمو سره د آلمان د مبارزې مرکزي ادارې او د دوسلدورف څارنوالۍ د جمعې په ورځ اعلان کړی دی چي «د څو ميلياردو ډالرو په ارزښت يې په لسونو ټنه کوکاين ضبط کړي دي».

چارواکو ويلي دي چي د کوکاينو دغه مقدار چي تر اوسه پوري يې سارۍ نه لاره تيرکال په هامبورګ بندر کي ضبط سوي ول، خو له رسنيو سره يې په اړه معلومات د جمعې په ورځ شريک کړل.

دا په آلمان کي د کوکاينو د کشف او ضبط تر ټولو ډېر مقدار دی. د آلمان د نورد راين ويستفالن ايالت د عدليې وزارت ويلي دي چي دا تقريباً ۳۵ ټنه کوکاين دي.

د دې موضوع په اړه تر مياشتو پوښتنو ګرويږنو وروسته، د آلمان په نورد راين ويستفالن، بايرن، براندنبورګ، هامبورګ، هسن او نيدرزاکسن ايالتونو کي تلاشۍ شوي او د ۷ کسانو د نيولو حکم صادر سوی دی.

هامبورګ بندري ښار اروپا ته د کوکاينو د راوړلو په ستر مرکز بدل سوی دی. هامبورګ په آلمان کي تر ټولو ستر او په اروپا کي دريم ستر بندر بلل کيږي چي د ورځي ۲۳ زره کانتينره ورته راځي او ترې وځي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب