په آلمان کي د هر سوریایي مهاجر د ارزوني غوښتنه
۱۳۹۴ آذر ۳۰, دوشنبهد سوریې، عراق او لیبیا په ډېرو ښارونو کې ځيني دولتي ادارې تروريستي ډلي «اسلامي دولت» تر خپل کنترول لاندي راوستلي دي. د «ويلت ام زونټاگ» په نوم آلمانۍ ورځپاڼي د لوېدیځو استخباراتي کړیو په حواله رپوټ ورکړی دی چې «اسلامي دولت» ډلي د سپینو یا خالي پاسپورتونو تر څنگ د دغو اسنادو د چاپ ماشینونه هم لوټ کړي دي.
انسګار هیفیلنګ، د آلمان پارلمان د کورنیو چارو کمېسیون مشر، خبریالانو ته وویل چې اروپا د مهاجرو د ثبت له پاره یو چټک سیستم ته اړتیا لري. چارواکي همداراز باید ژر تر ژره د سوریايي مهاجرو انفرادي ارزونه مطرح کړي.
هیفیلنګ چې د صدراعظمي انګلا میرکل د مسیحي ديموکرات ګوند غړی دی وايي: «که چیري اسناد ډیره مرسته نه کوي نو له پناه غوښتونکي سره د انفرادي خبرو پر مهال کیدای شي تناقضاتو ته مو پام شي».
اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته موندلای سئ
د سوسیال ديموکرات ګوند غړي بورکهارد لیشکا، هم وايي چې د هغو کسانو انفرادي ارزونه اړینه ده چې د سوریې له جګړې څخه تښتي. ورځپاڼي هغه رپوټ ته په اشاره سره چې پکښې ویل شوي دي چې داعش په زرونو سوریايي، عراقي او لیبیايي پاسپورت غلا کړي دي وویل: «اروپايي امنیتي سازمانانونه باید اړیکې سره ټینګې کړي او د غلا شوو سوریایي پاسپورتو شمیرې سره شریکې کړي.»
داسې اټکل هم کیږي چې ترهګرو د شناختکاردونو د چاپولو ماشن هم غلا ګړی وي.
د پاسپورت د شمېرو له مخي وړاندي شوی ليست
په پاريس کې د نوامبر میاشتي د ۱۳ نیټې د پيښو دوه تنه عاملین په سوریایې پاسپورت سره د اوکتوبر میاشتي په پیل کې د یونان له لاري اروپایې اتحادیې ته داخل شوي ول.
ویل کیږي چې دغو ترهگرو به له هغو پاسپورتونو څخه کار اخیستی وي چې داعش د سوریې په «رقعه» ښار کې غلا کړي ول. پولیسو په دې وروستیو کې د اتریش په زالسبورگ، کې د کډوالو په یو کمپ کې دوه شکمن کسان نیولي دي. ویل کیږي چې دغه دواړه کسان د سوریې د «رقعه» له پاسپورتونو سره اروپا ته راغلي دي.
د اروپایي اتحادیې د سرحد ساتني سازمان یا فرنټکس هم خبرداری ورکوي چې دا پاسپورتونه کولای شي د دې اتحادیې امنیت ته ګواښ پېښ کړي.