په آلمان کي د پناغوښتونکو د نه خوړلو اعتصاب
۱۳۹۲ تیر ۶, پنجشنبهد آلمان د مونشن ښار د «غوايو په بازار» کي اوس هم نزدې ۴۹ تنو پناغوښتونکو خپل د نه خوړلو او څښلو اعتصاب ته دوام ورکوي. د دغو کسانو په ډله کې اکثره ئې د ايران، افغانستان، ايتوپيا، سوريې او سيراليون هيوادونو وگړي دي.
دغو پناغوښتونکو له تيري شنبې ورځي راهيسي د نه خوړلو اعتصاب پيل کړی دئ او د چهارشنبې د ورځي له ماښام راهيسي ئې څښل هم بند کړي دي.
اعتصاب کوونکي وايي چي تر هغه وخته پوري به خپل د نه خوړلو او څښلو اعتصاب مات نه کړي چې د کډوالو د قانون د ۱۶ مادې له مخي یې د سياسي پناغوښتنې درخواست نه وي منل سوې. په مونشن کي اعتصاب کوونکي د کډوالو د کمپ پر شرايطو او دغه راز د کډوالو د اجباري اقامت پر قانون باندي نيوکي کوي.
د تيرکال په مارچ مياشت کي د آلمان د بايرن ايالت په وورتسبورگ ښار کي هم یو شمیر پناغوښتونکو څو واري اعتصاب کړی وو. تر هغه وروسته دغه اعتراضونه ټول آلمان ته وغځېدل. له هغه وخت راهيسي د آلمان د څو ښارونو د کډوالو په کمپونو کي اعتراضونه شوي دي.
تر دې مخکې د بايرن ايالت د ټولنيزو چارو وزيري کريستينه هادرتاور، له معترضينو څخه غوښتي وو چي خپل اعتصاب پای ته ورسوي. دغي آلمانۍ وزيري ویلي وو: «آلمان یو قانوني هیواد دی. دلته څوک نه سي کولای چي د نه خوړلو اعتصاب له لاري سياستوال تر فشار لاندي راولي او يو څه په لاس راوړي.»
د چهارشنبې په ورځ په هغه گردي مېز کي چي د کډوالو استازو، د ټولنيزو چارو وزيري او د کورنيو چارو وزارت استازو په کې گډون کړی وو له دغي پيښي سره د چلند پر څرنگوالي باندي خبري وسوې.
د آلمان د کډوالو چارو ادارې اعلان کړی دی چي د اعتراض کوونکو سياسي پناغوښتنې به په دوو اوونيو کي وڅیړي. دا په داسي حال کي ده چې دغي اداري دا خبره هم روښانه کړې ده چې دا ژمنه نه شي کولای چې ټولو پناه غوښتونکو ته به مثبت ځواب ورکړي.
له بلې خوا د مونشن چارواکو ويلي دي، چي تلاښ به وکړي چي د اعتصاب کوونکو په وضعيت کي ښه والی راسي. ويل کيږي چي دغه سيمي ته چي سياسي پناغوښتونکو پکښې د نه خوړلو او څښلو اعتصاب کړی دئ څو تنه ډاکټران هم لېږل سوي دي.