په آلمان کي د پناه غوښتنې مراحل څه ډول دي؟
۱۳۹۵ بهمن ۱, جمعه
د پناه غوښتنې مراحل په آلمان کي کوم دي؟
په آلمان کي د پناه غوښتنې پروسه څنګه وي؟ د پناه غوښتنې پروسه کومي مرحلې لري؟ چا ته پناه ورکول کيږي؟ د دغو او نورو مهمو پوښتنو جوابونه په دغه انځوريز راپور کي ولولئ:
مهاجرت او د آلمان اساسي قانون
د آلمان د اساسي قانون د مادې ۱۶ الف (Art. 16a Grundgesetz) له مخي هغه کسان په آلمان کي د پناه ترلاسه کولو حق لري چي د خپل سياسي آند له کبله په خپل هيواد کي تر تعقيب لاندي وي. پناه خوښتونکي کولای سي چي په رسمي توګه د پناه غوښتني پروسې ته داخل سي. د پناه غوښتنې بيلي مرحلې په ځانګړي قانون (AsylVfG) کي تنظيم سوي دي. د دغې پروسې په تړاو څو مهم ټکي په راتلونکو انځورونو کي ولولئ:
۱ ـ آلمان ته راتګ ـ لومړۍ سرپناه
پناه غوښټونکی د آلمان سرحد ته د رارسېدو سره سم چارواکو ته وايي چي «د پناه غوښتنه» کوي. هغه د «پناه غوښتونکو له پاره لومړني» کمپ ته لېږدول کيږي. پناه غوښتونکی هلته ثبتيږي او ځای پر ځای کيږي. زياتره وختونه دغه ځای په جګو کټارو يو تړلی ځای وي چي پوليس، طبي کسان، کانتين او داسي کوټې يا اطاقونه لري چي زيات مهاجر پکښي ځای پر ځای کيږي. په ټول آلمان کي د دا ډول ځايونو يا لومړي کمپونو شمېر تقريبا ۲۰ دی.
۱ ـ آلمان ته راتګ ـ ثبتېدنه
په عمومي توګه مهاجر تر حد اکثر ۳ مياشتو پوري د ثبتېدنې او لومړۍ سرپناه له پاره په لومړي کمپ کي ځای پر ځای کيږي. د هغه وروسته پناه غوښتونکي د آلمان پر فدرالي ايالتونو او ښارونو د مهاجرو د ويش د ځانګړي او منظمې پروسې او معلومي سهميې په ترڅ کي په ټول آلمان کي ويشل کيږي.
۲ ـ د پناه رسمي غوښتنه
د ثبتونې او لومړۍ سرپناه و کمپ ته نژدې عموما د آلمان د پناه غوښتنې او کډوالۍ د فدرالي ادارې (BAMF) يوه باندنۍ څانګه هم واقع وي، چيري چي د پناه رسمي غوښتنه کيدلای سي. په دې ترڅ کي پناه غوښتونکو ته د (Aufenthaltsgestattung) په نوم د پاته کېدو عبوري اقامه ورکول کيږي، تر څو چي د پناه غوښتنې د دوسيې فيصله راځي.
۳ ـ انټرويو يا سماعت ـ دلايل
د آلمان د قانون له مخي د پناه غوښتنې مرکه، سماعت يا انټرويو د پناه غوښتنې او کډوالۍ د فدرالي ادارې د مسؤل چارواکي او د يو ژباړونکي په حضور کي تر سره کيږي. د دغه مرکې مقصد د هجرت لاملونه معلومول وي. پناه غوښتونکی په دغه مرکه کي څرګندونې کوي چي ولي مهاجر سوی او دا چي د څه ډول تعقيب او ګواښ څخه مهاجر سوی دی.
۳ ـ انټرويو يا سماعت ـ اسناد
د پناه غوښتنې د انټرويو په ترڅ کي پناه غوښتونکی خپل شته اسناد او د پناه غوښتنې له پاره مهم کاغذات هم وړاندي کوي. هغه مسؤل چارواکی چي دغه مرکه کوي هغه بيا د خپلو معلوماتي منابعو پر اساس د پناه غوښتونکي د پناه پر غوښتنه فيصله کوي. دغه فيصله او د فيصلې استدلال بيا په ليکلې توګه و پناه غوښتونکي ته لېږدول کيږي.
۴ ـ قبولي ـ درې کلنه اقامه
که پناه غوښتونکی قبولي تر لاسه کړي نو بيا ورته حد اکثر د ۳ کالو له پاره د (Aufenthaltserlaubnis) په نوم اقامه ورکول کيږي. قبول سوی دغه کس د آلمان په ټولو سيمو کي د ژينيف د کانوېنسيون په ړنا کي يو شمېر حقونه لري چي پکښي د کار کولو حق، مسلکي او يو شمېر ټولنيزو مرستو آسانتياوي شامله دي.
۴ ـ قبولي ـ دايمي اقامه
د قبولۍ د درو کالو پوره کېدو وروسته قبول سوي پناه غوښتونکي ته د (Niederlassungserlaubnis) په نوم دايمي اقامه هغه وخت ورکول کيږي چي د کډوالۍ فدرالي اداره د دې پخلی وکړي چي د دغه کس د قبولۍ د بېرته اخيستلو له پاره هيڅ دلايل موجود نه دي.
۵ ـ ردېدنه يا منفي جواب ـ د هيواد وضعه
که د پناه غوښتنه په دې دليل رد سي چي د مثبت جواب يا قبلولو له پاره يې اړين دلايل نسته او يا دا چي دلايل به نه وي، نو بيا اړونده چارواکی د پناه غوښتونکي د اصلي ټاټوبي هيواد وضعه ارزيابي کوي. دغه چارواکی ګوري چي ايا دغه هيواد ته د پناه غوښتونکي بېرته لېږد توجيه کيدلای سي که څنګه.
۵ ـ ردېدنه يا منفي جواب ـ د ديپورت توجيه
د ردېدنې په صورت کي مسؤل چارواکی ګوري چي و خپل هيواد ته د بېرته لېږد په صورت کي خو به رد سوي پناه غوښتونکي ته ګواښونه نه وي ورپېښ. ديپورت يوازي په هغه صورت کي توجيه کيدلای سي چي د بېرته لېږد په صورت کي په اصلي هيواد کي رد سوی پناه غوښتونکی د شکنجې، د اعدام د سزا، د غېر انساني چلن، د تذليل کوونکې سزا يا چلن او په همدې شان د بدن، ژوند او آزادۍ له پاره د يو شمېر نورو ورته ګواښونو سره نه وي مخامخ.
۵ ـ ردېدنه يا منفي جواب ـ د ديپورت ګواښ
که مسؤل چارواکی دې نتيجې ته ورسيږي چي د بېرته لېږد په صورت کي رد سوي پناه غوښتونکي ته په خپل هيواد کي ياد ګواښونه نه پيښيږي، نو بيا د پناه غوښتنې د ردېدو فيصله صادروي. که پناه غوښتونکی تر هغه وخته د (Aufenthaltstitel ) اقامه ونه لري، نو ورڅخه غوښتنه کيږي چي آلمان پرېږدي. پناه غوښتونکی په دې ترڅ کي په ديپورت (Abschiebung) هم ګواښل کيږي.
۶ ـ د ردېدنې پر ضد د حقوقي دعوی امکان
پناه غوښتونکی د ردېدنې په صورت کي دا امکان لري چي و اړونده د اداري چارو محکمې (Verwaltungsgericht) ته مراجعه وکړي. په آلمان کي د رد سوو تقريبا ۸۰ فيصده مهاجر له دغه امکان څخه ګټه اخلي او د ردېدنې پر ضد په يادو محکمو کي حقوقي دعوی کوي.
۶ ـ د ردېدنې پر ضد د حقوقي دعوی امکان ـ استدلال
مهاجر د ردېدو په صورت کي د فیصلې تر لاسه کولو وروسته امکان لري چي په اداري محکمه دغې پرېکړي پر ضد حقوقي دعوی وکړي. پناه غوښتونکی په دغه دعوی کي استدلال کوي چي دی په لوی احتمال په بې دليله توګه رد سوی دی. پناه غوښتونکی د دې تر څنګ په دغه دعوی کي غوښتنه کوي چي د ديپورت کېدنې د عملي کېدو پروسه دي وځنډول سي. اړونده محکمه د پناه غوښتونکي د دغې حقوقي دعوی په هکله په عاجله توګه عبوري فيصله کوي.
۶ ـ د ردېدنې پر ضد د حقوقي دعوی امکان ـ دوې اونۍ
مهاجر د ردېدو د فيصله ترلاسه کولو وروسته دوې اونۍ وخت لري چي پر ضد يې په محکمه کي دعوی وکړي. په داسي صورت کي تر هغه وخت پوري دغه پناه غوښتونکی نه سي ديپورت کيدلای تر څو چي يې د حقوقي دعوی فيصله حتمي سوې نه وي. که محکمه د پناه غوښتنې ردېدنه تائيد کړي، نو دغه رد سوی پناه غوښتونکی مکلف دی چي له آلمان څخه ووزي. که هغه دغه مکلفيت پر ځای نه کړي نو هغه د چارواکو له خوا خپل هيواد ته لېږدول (ديپورت) کيږي.
۶ ـ د ردېدنې پر ضد د حقوقي دعوی امکان ـ ممانعت
که محکمه د پناه غوښتونکي د حقوقي دعوی په ترڅ کي دې نتيجې ته ورسيږي چي د پناه غوښتنې ردېدنه يې پر ځای نه ده، او يا دې نتيجې ته ورسيږي چي پناه غوښتونکی خپل هيواد ته د ورپېښ ګواښونو له کبله بايد ونه لېږدول سي، نو بيا د کډوالو او پناه غوښتونکو اداره په دې مکلفه کوي چي د دغه کس پناه غوښتنه قبوله کړي او يا دا چي د هغه د ديپورت کېدو د ممانعت فيصله وکړي.
منبع او يادونه
د دغه راپور معلومات د پناه غوښتونکو له پاره د ملګرو ملتونو د سازمان د آلمانۍ څانګي له وېب پاڼي څخه (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۰مه نېټه) اخيستل سوي دي. دغه مطلب په هيڅ توګه د بشپړتيا يا کاملتوب ادعا نه لري او د وکيل يا حقوق پوه د حقوقي مشورې ځای نه سي نيولای. پر دغه موضوع نور معلومات د پنا غوښتونکو او کډوالو له پاره د آلمان د ادارې پر پاڼه BAMF.de موندلای سئ.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (12.03.2016):
ژوند د مهاجرو په کمپ کي
د آلمان ږغ د نړۍ په بيلو برخو کي د مهاجرو کمپونو ته لنډه کتنه کوي. دا په داسي حال کي چې د مهاجرو بحران په نړيواله توګه ادامه لري.
فرانسه کې د مهاجرو لمړنۍ کمپ
مهاجر تر فرانسې هم ورسیدل. دا د فرانسې په شمال کې د ګرنتي ساینته (Grande-Synth) نومې سیمه کې د مهاجرو لمړنی کمپ دی. دغه کمپ د مارچ میاشت په سر کې پرانیستل شو چې د پلان له مخې له ۲۰۰ څخه تر ۳۷۵ تنه کسانو لپاره په کې د لرګو کابینونه یا کوټې جوړې شوي دي.
له نویو هیلو سره
درې کلنه تینا یوه عراقي کوردۍ مهاجره ده، تینا د فرانسې په ګرنتي ساینته کمپ کې اوسیږي. په دغه کمپ کې د نارینه ۴۷ تنه ماشومان او ۶۰ تنه ښځې په یو نامناسب حالت کې ژوند کوي. له لرګیو څخه جوړ دغه کمپ کې میشت ډیری مهاجر عراقي کردان دي.
د یوې امیدواره راتلونکې لپاره
یوه کلیواله ښوونکې مهاجرو ته د تدریس پر مهال. دا د سویلي الجریا په تیندوف سیمه کې د بوجدور کمپ ښوونځی دی. په دغې صحرایی سیمه کې د مهاجرو پنځه کمپونو شتون لري، چې شاوخوا ۱۶۵۰۰۰ مهاجر په کې ژوند کوي. د کمپ پر یوه دیوال لیکل شوي: که مبارزه همدا وي نو راتلونکې زمونږ ده.
په صحرايي سیمو کې د مهاجرو په کمپونه کې ژوند
په السمرا کمپ کې یو مهاجر د خپل نړیدلي کور د بیارغولو په حال کې. د دغه مهاجر کور تیر اکتوبر میاشت کې د راوتلو سیلابونو له امله ویجاړ شوی وو. د السمرا کمپ اوسیدونکي شپې د رڼا په موخه د موټرو له بطریو څخه کار اخلي.
د انتظار سختې شیبې
یوه مهاجره نجلۍ چې د مقدونیې او یونان تر منځ بنده پاتې ده له خپلې کیږدۍ څخه په دې تمه څار کوي چې کله به یې پر مخ لاره خلاصیږي. دا د یونان د ایډیوماني سیمه ده، چې ډیر مهاجر په کې اروپا د تلو په نیت تم دي.
ورځنۍ بوختیاوي
د یونان په ایډیوماني سیمه کې د بند پاتې شویو مهاجرو ماشومان د ساعتیرۍ او وخت تیرولو په موخه لوبې کوي. له بلخوا ډاکترانو کمپ کې د ناسم وضعیت د شتون له کبله د ناروغیو د خپریدا خبرداری ورکړی. د ایډیوماني سیمه ته له آتن او د یونان له ټاپو ګانو څخه په زرګونه مهاجر راوړل شوي دي.
د مثبت بدلون په هیله
د ترکیې په سوروچ سیمه کې د مهاجرو یو کمپ. په دغه کمپ کې نژدې۲ اعشاریه ۷ میلیونه سوري مهاجر میشت دي. ترکیه کې لا هم سوري کډوال د کار کولو اجازه نلري. نارینه مهاجر له بیکارۍ ناهیلي بریښي، خو یوې ښې راتلونکې ته په انتظار کې دي.
تعلیم او ستونزمن چاپیریال
افغان مهاجر ماشومان د پاکستان په کلبات کمپ کې د ښوونځي په یوه ټولګي کې د درس ویلو پر وخت. ملګرو ملتونو پر پاکستان غږ کړی چې دغه هیواد کې میشت دونیم میلیون افغان مهاجرو ته دې د تعلیم اسانتیاوی برابرې کړي.
له ستومانتیا ډګ ژوند
د سوډان شمال په واد سیمه کې ستړي ستومانه اریتریایی کډوال له ډیرو مزلولونو وروسته په درانه خوب کې. اریتریا یو افریقایي هیواد دی.
ماشومانو ته د لوبو یوازنی سامان
یو سوري مهاجر ماشوم د اردن په مفروق نومي کمپ کې د موټر له یو ټایر سره د لوبو کولو په حال کې. دغه کمپ په ۲۰۱۲ کال کې وروسته له هغې چې سوریه کې تاوتریخوالو زور واخیست جوړ شو. اوسمهال په دغه کمپ کې څه د پاسه ۸۳۰۰۰ کډوال ژوند کوي. سوریه کې جګړې په ۲۰۱۱م کال کې پیل شوي.