په آلمان کي مهاجر په کومو څانگو کي په کار بوخت دي؟
۱۳۹۸ آبان ۲, پنجشنبه
په ۲۰۱۸م کال کي په آلمان کي د هغو هيوادونو د پناه غوښتونکو يو اشاريه اته سلنه د پالني په برخه کي په کار بوخت دي چي تر ټولو زيات خلک ترې مهاجر کيږي. خو په مسلکي زده کړو اخته کسان نه دي پکښي شامل.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul
اعلان
د آلمان د ويلت په نامه ورځپاڼي د حکومت په حواله راپور کي راغلي دي چي د تيرکال په جون مياشت کي، له افغانستان، اريتيريا، عراق، ايران، نايجيريا، پاکستان، سوماليا او سوريي څخه راغلي ، ۲۱۸ زره ۸۹۴ کسان، چي په اجتماعي بيمې مکلف دي، په دغو کارونو اخته دي.
له هغو څخه ۱۸۵۳ په روغتيايي څانگو لکه عاجله څانگه او يا هم د کوچنيانو د زيږيدو په برخه کي کارونه کړي دي. دوه ۲۷۴۷ تنو بيا د زړو کسانو د پالني په برخه کي کارونه کړي.
د دغو ارقامو له مخي، په ۲۰۱۸م کال کي ۳۸ سلنه کسان، په روغتيايي څانگو او ۱۴ سلنه د زړو کسانو د پالني په څانگه کي په کار گومارل سوي. له ۲۶ زره ۵۷۸ کسانو څخه چي په تيرو کلونو کي يي مسلکي زده کړي کړي، ۹۴۴ يي د ناروغانو او ۹۴۰ تنه يي د زړو کسانو د پالني په برخه کي په مسلکي زده کړو بوخت ول.
د نوموړي ورځپاڼي په حواله، دا چي له دغو مهاجرو څخه څومره يي قبول سوي او يا هم له څه وخت راهيسي په آلمان کي ژوند کوي، په هکله يي څه نه دي ويل سوي.
د دې کار دليل دا دی چي د مهاجرو او پناه غوښتونکو له پاره د آلمان ادارې يا (Bamf) تر اوسه پوري د دغه هيواد د کار ادارې ته د دغو مهاجرو د هويت په اړه ارقام نه دي وړاندي کړي.
د آلمان حکومت خبر ورکوي چي داسي کوم ځانگړي پلان تر لاس لاندي نه لري چي له مخي يي د پناه غوښتني مستحق کسان دي، په مخ پر زياتيدونکي ډول په خاص ډول روغتيايي څانگو کي په کار وگوماري.
د آلمان له پاره د بديل گوند AfD د روغتيايي چارو سياسي وياند ديتليف شپانگين بيرگ وايي چي »آلماني سياستوال تل دا فکر کوي چي راغلي مهاجر به کاري قوه ډيره او خاليگاوي به ډکي کړي، خو دغه شميري ښيي چي تر اوسه يي کومه اغيزه نه ده ښودلې.
هيربيرت بروکر چي د کار د بازار او پلټنو په انستيتوت کي د مهاجرت، مدغم کيدو او د کار د نړيوال بازار په هکله پلټنو مشر دی، د ښځينه او نارينه کارگرانو مساوي ويش ته په اشارې سره وايي چي په آلمان کي يوازي يو اشاريه ۷ سلنه نارينه مهاجر د ناروغانو او زړو کسانو په پالني بوخت دي.
د هغه په خبره تر ټولو مهمه خبره داده چي مسلکي کسان په دغه ډول کارونو وگومارل سي.
یونان ته هر کال په زرهاو مهاجر راځي چي نوې ژوند پیل کړي. د دویچه ویله خبریالي له یو څو تنو دغو مهاجرو سره لیدلي او له هغوی څخه یې له اروپایي ټولنې څخه د خپلو هیلو او اندیښنو په هکله پوښتنې کړي.
انځور: DW/Marianna Karakoulaki
«د همجنسبازه او دوه جنسه مهاجرو له پاره هیڅ ژوند نسته»
پیدرو یو هنرمند دی. هغه له لبنان څخه تښتیدلی دا ځکه چي هلته همجنسبازان، دوه جنسه او په ایدز اخته کسان نور ځان ډاډمن نه احساسوي. هغه وایي چي «په یونان کي هم حالت له دې نه ښه نه دی». هغه د خپل راتلونکي په هکله اندیښمن دی او وایي: «که په یونان کي پناه هم تر لاسه کړم نو ښه ژوند به ونه لرم. دلته هیڅ کار نسته او ژبه یې هم ډیره سخته ده.»
انځور: DW/Marianna Karakoulaki
د نورو له پاره مبارزه
مناره په ۲۰۱۶م کال کي له سوریې څخه راتښتیدلې ده. هغه یوناني ژبه زده کوي او د «یووالی اوس» په نامه اینجو له پاره د ترجمانې په حیث کار کوي. هغې دویچه ویله ته ویلي: «په یونان کي باید ته په خپله د ځان او کورنۍ غم وخورې. کله چی زه د یوناني کوچنیانو د راتلونکي په اړه فکر کوم نو د هغو له پاره هیڅ ډول هیله مندي نه وینم. نو د ځان په هکله هم د کوم ښه راتلونکي انتظار نه کوم.»
انځور: DW/Marianna Karakoulaki
د ناسیونالیزم او اقلیمي کړکیچ پر وړاندی مبارزه
فویووس له ۱۹۸۰ کال څخه په یونان کي دی.هغه د اسد له رژیم څخه تښتیدلی او د حقوقو تحصیل یی کړې . اوس د «الکیونه» په نوم د مهاجرو د مرکز له پاره د ترجمان په توګه کار کوي. هغه ځان په تیسالونیکي کي د محلې انتخاباتو له پاره هم کاندید کړی وو. د هغه په خبره د اروپا له پاره مهمې ننګونې مخ په زیاتیدونکي ډول ناسیونالیزم او اقلیمی کړکیچ دی. هغه وایي چي غربت او بدبختي د ناسیونالیزم د رامنځته کیدو سبب ګرځي.
انځور: DW/Marianna Karakoulaki
د ټولو له پاره یوه اروپا
صهیب ۱۸ میاشتي مخکې په عراق کي د کردانو له سیمی څخه راتښتیدلی. د مهاجرو په ډله کي د داوطلب مرستندویه په توګه، هغه اوس غواړي له هغه چاسره لومړی مرسته وکړي چي له ده سره یې هم کړې ده. دی وایي: «تر دویمي نړیوالې جګړې وروسته، ډیرو کسانو په داوطلبانه ډول د اروپا د بیا رغولو له پاره کار وکړ. زما پیغام اروپایی مشرانو ته دا دی: د ټولو له پاره یوه اروپا رامنځ ته کړی.»
انځور: DW/Marianna Karakoulaki
دا ټول د څه له پاره؟
افغانه فهیمه له ۲۰۰۴ کال راهیسي په یونان کي ژوند کوي. دا هم د «الکیونه» په نامه مهاجرو د مرکز له پاره د ترجمانې په توګه کار کوي. د هغې لویه اندیښنه د فاشیزم په هکله ده. هغه وايي: «د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د یونان په حکومت کي فاشیستان قوي سوي دي. له همدې کبله موږ آتن پریښود. په اروپا کی د افراطي ښي اړخو له امله ، حالت ورځ تر بلی بدتریږي. دا هرڅه بې معنی دي»
انځور: DW/Marianna Karakoulaki
نامطمینه راتلونکې
په مستعار نامه «مالاز» له ۲۰۱۶ کال راهیسي د خپلی کورنۍ سره په یونان کي ژوند کوي. د هغه زامنو ډیر ژر ژبه زده کړه له همدې کبله یی پریکړه وکړه چي په یونان کي پاته سي. هغه دویچه ویلی ته وویل: «زه د ښي اړخه افراطیانو له قوي کیدو څخه بیره لرم. په یونان کي حالت سخت دی. که اروپایی ټولنه غواړم چي له مهاجرو سره مرسته وکړي، نو باید د کار پیدا کولو او زده کړو په برخه کي یو څه وکړي.»
انځور: DW/Marianna Karakoulaki
اروپایي ټولنه هیڅ مرسته نه کوي
باقر په یوه وړکتون کي د مرستندویه په توګه کار کوي. هغه له ۲۰۱۵ کال راهیسي په یونان کي دی او مجبور دی چي د اروپایی ټولني د مهاجرو د سیاست له مخې هلته پاته سي. هغه وايي: «د دې ځای خلک کار او آپارتمان ته ضرورت لري. خو په خپله یونانیان هم کوم کار نه لري. نو زموږ سره به څه کیږي؟» که څه هم باقرخوشبینه دی خو بیا هم فکر نه کوي چی اروپایی ټولنه به له مهاجرو سره مرسته وکړي.
انځور: DW/Marianna Karakoulaki
د اروپا ټولنې له ګواښ سره مخامخې دي
مجتبی له څه د پاسه درو کلونو راهیسي په یونان کي دی. هغه مکتب ته ځي او غواړي یو فوټبالر او یا هم د غاښو ډاکټر سي. هغه هم فاشیزم ته د یوې ستونزي په سترګه ګوري. دی وایی: «ښي اړه ګوندونه مخ په قوي کیدو دي او دا کار د ټولنو له پاره ښه نه دی. افراطي ښي اړخه به د اروپا حیثیت له منځه یوسي.»