1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي موټر چلوونکو ته د چرسو مقدار وټاکل سو

۱۴۰۳ خرداد ۱۸, جمعه

آلمان د موټر چلوونکو له پاره په هر ملي لیتر وينه کې د ۳ اعشاريه ۵ نانوګرام بنګو د استفادې محدودیت ټاکلی دی. خو ځينې محدودیتونه لا هم موجود دي، له هغې جملې نوي موټر چلوونکي نشي کولی سيګريټی ووهي.

آلمان د موټر چلوونکو له پاره په هر ملي لیتر وينه کې د ۳ اعشاريه ۵ نانوګرام بنګو د استفادې محدودیت ټاکلی دی
آلمان د موټر چلوونکو له پاره په هر ملي لیتر وينه کې د ۳ اعشاريه ۵ نانوګرام بنګو د استفادې محدودیت ټاکلی دیانځور: Christian Mang/REUTERS

د بوندیستاګ یا د آلمان مرکزي پارلمان د چرسو اړوند رسمي ټولنو ته د موټر چلوونکو له پاره د چرسو د استفادې نهايي حد معرفي کړی دی. د چرسو د استفادې نهايي حد یا مقدار د موټرچلونکو د هر یو ملی لیټر وينې په سر درې نیم نانوګرامه ټاکل شوی دی.

داسې ښکاري چې دغه ټاکل شوی حد، د ۱۰۰ ملي ليتر وينې پر سر د ۲۰ ملي ګرامه الکولو معادل وي کوم چې په آلمان کې قانوني دی.

دغه اقدام د آلمان د ترانسپورت وزارت له لوري يوه مجرب پلاوي ته تر سپارښتنې وروسته شوی دی.

خو موټر چلوونکي نشي کولی هم چرس او هم الکول دواړه وڅښي. کوم موټر چلوونکي چې له چرسو استفاده کوي، پر هغوی د الکولو څښاک مطلق ممنوع دي، هغه په دې دليل چې د دوو مخدره موادو د ګډې استفادې له کبله د رامنځ ته کېدونکو خطرونو مخه نيول شوې وي. همدارنګه د نوو موټرچلونکو له پاره د چرسو څکول ممنوع دي.

د آلمان محافظه پال اپوزیسیون (سي ډي او) بیا د موټرچلونکو له پاره د بنګ یا چرسو د استفادي د بشپړ ممنوعیت غوښتنه کړې او ويلي ېې دي چې دا دې پر خپل حال پاته وي، خو دغه غوښتنه ېې رد شوې ده.

د آلمان د قانون مطابق خلک کولی شي تر درو بوټو پورې چرس په کور کې وکريانځور: Emmanuele Contini/NurPhoto/picture alliance

د موټر چلونې پر قوانیو علاوه، د پارلمان غړو د آلمان په ایالتونو کې د بنګو د پالنې رسمي ټولنو ته د لا ډېرو اختیاراتو ورکړې ته هم رايې ورکړي دي. دغه ټولنې د جولای له لومړۍ د بنګو د کرکېلې او عرضې خدمات وړاندې کوي.

تر کلونو بحثونو وروسته، د صدراعظم اولاف شولڅ په مشرۍ د آلمان ائتلافي حکومت، په فبروري میاشت کې د بنګو د استفادې قانون پاس کړ چې له مخې ېې بالغ آلمانان کولی شي د قانون مطابق ټاکلی مقدار بنګ له ځانه سره ولري، وڅکوي او په کورونو کې ېې بوټی وکري. خو د دې باوجود په دې برخه کې شدید مقررات لا هم عملي کيږي.

د قانون له مخې چې د اپريل له لومړۍ نېټې اجرايي شوی، ځوانان کولی شي تر ۲۵ ګرامه پورې چرس له ځانه سره بهر وګرځوي او تر ۵۰ ګرامو پورې په کور کې وساتي. دوی دغه راز کولی شي تر درو بوټو پورې چرس په کور کې وکري.

  mks/nz/mf/jsi (AFP, dpa)

له آرشیف څخه (13.05.2020):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب