په ټول آلمان کي په ۴۶۷ داسې ښی اړخو افرطیانو پسې لټون روان دی چې د نیولو امر یې صادر شوی دی. دا خبره د "Neue Osnabrücker Zeitung" آلمانۍ ورځپاڼې د کیڼ اړخي فراکسیون د پوښتنې په ځواب کې د آلمان حکومت په حواله کړې ده.
د آلمان د حکومت په حواله د دغو مجرمينو د دستګیرۍ حکم له دې امله نه عملي کیږي چې دوی ځانونه پټ کړي او امنیتي ځواکونه یې په درک معلومولو کې پاته راغلي دي.
په رپوټ کې زیاته شوې ده چې له دې ډلې اضافه له هر څلورم کس نه چې لټون ورپسې روان دی پر زورزیاتي تورن دی. ۱۰۸ تنه د سیاسي جرایمو او ۹۹ یې د زورزیاتي د یو یا څو جرمونو د ترسره کولو له کبله د امنیتي ادارو تر تعقیب لاندې او لټون ورپسې روان دی.
چارواکي په دې باور دي چې شکمن کسان به په راتلونکي کې هم، ورته جرمونه لکه د ښی اړخو افراطیانو احتجاجي مارشونه او کنسرتونه ترسره کړي.
د کډوالو پر استوګنځایونو لا زیات بریدونه
د ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ په تیرو څلورو کلونو کې د هغه نوي نازیانو شمیر لوړ شوی دی چې لټون ورپسې روان دی. یعنې دغه شمیر له ۲۵۳ نارینه او ښځو څخه ۴۶۷ ته لوړ شوی دی. د دې یو دليل هم د مهاجرت کړکيچ دی چې په پایله کې یې ښی اړخی افراطیت د انګیزې له مخې د بیلګې په توګه د پناه غوښتونکو پر کمپونو او استوګنځایونو د بریدونو کچه لوړ شوی ده.
د لینکن یا چپیانو پارلماني استازي اولا یلپکه چې دغه پوښتنه یې کړې وه د «نوین اوسنا بروکه» ورځپاڼې ته وویل: «بالاخره امنیتي چارواکي باید داسې اقدام وکړي چې په اساس یې تښتیدلي نازیان ژر تر ژره ونيول شي».
واقعیت دا دی چې په لسونو نوي نازیان توانیدلي دي چې له ۲۰۱۷م کال او حتی تر هغې هم له ډیري مودې راهیسې ځان پټ کړي او ونه نیول شي. یلپکه زیاته کړه: «په دې اړه احسایې د خبرداري ورکولو یوه نخښه ده چې دغه نازیان زورزیاتي کوونکي او جنایتکاره دي او همداسې پاتيږي».
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
د مهاجرو د جرمونو پر ضد د ښی اړخو غبرګون
له یوې خوا په آلمان کې د مهاجرو د جرمونو خبره کیږي، بل لور ته په دې هیواد کې د ښي اړخو له خوا د بهرنیانو ضد احساسات هم مخ پر ډیریدو دي. نور تفصيل په انځوریز رپوت کې لوستلای شئ.