1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي يو افغان صاحب منصب په تعليقي بند محکوم سو

۱۳۹۸ مرداد ۴, جمعه

د جنګي جنايتونو په تور محاکمه کې د مونشن لوړې آيالتي محکمې يو افغان صاحب منصب په دوه کاله تعليقي جزا محکوم کړی دی. قاضيانو پر دغه سړي باندې د خطرناکې بدني صدمې او له بين الدول حقوقو څخه د سرغړونې پړه اچولې ده.

Kriegsverbrecher-Prozess gegen ehemaligen afghanischen Offizier
انځور: picture-alliance/dpa/P. Kneffel

د آلمان لويې څارنوالۍ حتي د ربړونې او شکنجې شواهد هم وړاندې کړي ول، خو محکمې دغه نظر تائيد نه کړ. د جمعې د ورځې د تعليقي جزا حکم لا حقوقي اعتبار نه لري.

تورن کس په اوس وخت کې په آزادانه توګه د محکمې له تالار څخه وتلی دی. په هغه باندې وضع شوی تحقيقاتي بند هم په سملاسي توګه لغو اعلان شو. خو د تعليقي مجازاتو معياد درې کاله وټاکل شو.

شپږ کاله پخوا په افغانستان کې دغه عسکر چې هغه مهال ۲۱ کلن وو، د محکمې په نظر د يوه نيول شوي کس سر په يوه لرګين دېوال پورې وهلی وو. يو کال وروسته يې بيا د يوه طالب قوماندان مړی کوم چېرته ځوړند کړی وو.

(N.S/N.Z(dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل