1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي پر بدلمنۍ د بندیز له پاره د پارلمان د غړو هڅي

۱۳۹۹ خرداد ۱, پنجشنبه

د آلمان حکومت د کرونا په خپریدو سره په دغه هیواد کي د بدلمنۍ پر کاروبار بندیز ولګاوه. ددغه ډول خدماتو د وړاندي کولو مرکزونه اوس تړل سوي. اوس د آلمان د پارلمان ځینو استازو د تل له پاره د دغه مرکزونو د بندولو غوښتنه کړې.

BG Deutschland steht still | Bordell
انځور: Getty Images/AFP/J. Schlueter

د کرونا د پراخیدو له امله، په آلمان کي د جنسي خدماتو د مرکزونو مؤقتي تړلو ته په کتو سره، ددغه هیواد د پارلمان ځیني غړي د بدلمنۍ د منع کیدو او په دې برخه کي له کارګرانو سره د یوه بل شغل د پیدا کولو په لار کي، د ملاتړو پروګرامونو غوښتونکي دي.

دغه ډله استازو د ایالتي دولتو مشرانو ته په يوه ليک کې غوښتنه کړې چي د کرونا د بحران پر وخت پر بدلمنۍ باندي بندیز باید لغوه نه سي. دغه استازي وایي چي د هغه د لغوه کیدو سره دا بیره رامنځته کیږي چي د ناروغۍ د خپریدو له پاره نور مرکزونه رامنځته سي.

د اړیکو پر وخت ټولنیز واټن ممکن نه دی

په دغه لیک کي چې د ۱۶ استازو له خوا لاسلیک سوی راغلي: « طبیعي خبره ده چي بدلمني کولای سي د ساري ناروغیو په انتقال کي چټک رول ولوبوي. جنسي اړیکي د ټولینز واټن سره مطابقت نه لري

لاسلیک کوونکو دا یادونه کړې چي د کرونا د خپریدو د دلایلو د پلټني پر وخت، زیاتره وخت خلک له بدلمنو سره د جنسي اړیکو درلودل پټوي.
علاوه پر دې لاسلیک کوونکي غوښتنه کوي چي بدلمني دي په بشپړ ډول منع سي، دا ځکه چي دا کار غیرانساني، د ښځو ضد او ورانوونکی دی او جنسي کارګران زیاتره وخت د هغه کولو ته مجبوره کیږي. په دغه لیک کي راغلي: « دغه ښځي خپلو دلالانو ته تسلیمي دي. ددغو مرکزونو د پرانیستلو له لاري نه، بلکي سړی کولای سي له هغوی سره د مسلکي کورسونو د جوړولو له لاری د معاش په ورکولو سره مالي مرستي وکړي

د آلمان د «ریپربان» په نامه سيمه چې تل به له مشتريانو ډکه وه، اوس د کرونا له وجې خالي دهانځور: picture-alliance/dpa/C. Charisius

د بدلمنۍ مخالفین د آلمان له ایالتي مشرانو څخه غوښتنه کوي چي د سویډن په شان دي مرستندويه پروگرامونه پر لار واچوي. په سویډن کي بدلمني د ښځو په وړاندي د زورزیاتي په نامه منع ده.

په آلمان کي په اوس وخت کي۳۳ زره جنسي کارګران موجود دي چي فعالیتونه یې په رسمي ډول ثبت دي. ویل کیږي چي د هغوی مجموعي شمیر ۴۰۰ زرو ته رسیږي. زیاتره دغه کسان له ختیځي اروپا څخه آلمان ته راغلي دي.

دويچه ويله فارسي

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب