1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي پر ښی اړخه افراطي مجلې بنديز ولګېد

۱۴۰۳ تیر ۲۶, سه‌شنبه

د جرمني د کورنیو چارو وزیري نانسي فیزر، د «کمپکت» پر ښی اړخه افراطي مجلې بندیز ولگاوه. په آلمان کي د ډېرو گوندونو استازو د دا ډول اقدام څخه هرکلی کړی، خو د AfD ښی اړخه گوند له خوا له سختو نیوکو سره مخامخ سوی دی.

Polizei geht gegen rechtsextremes Magazin «Compact» vor
انځور: Sven Kaeuler/dpa/tnn/dpa/picture alliance

د جرمني د کورنیو چارو وزیري نانسي فیزر ، د سې شنبې په ورځ ( ۲۰۲۴ م کال د جولای ۱۶) څرگنده کړه: «دغه مجله د یهودانو، د خارجي ریښې لرونکو کسانو او زموږ د پارلماني ډیموکراسۍ په وړاندي د نه بیانولو وړ کرکه راپاروي.»

د هغې دغه اقدام د تقریباً ټولو گوندونو له خوا تصویب سو. یوازي د AfD ښی اړخه گوند له خوا ورباندي انتقاد وسو.

فیزر، ټینگار وکړ چي دغه ډول بندیز ښيي چي «آلمان د هغو فکري پاروونکو په وړاندي هم اقدام کوي چي د پناه غوښتونکو او مهاجرو  پر وړاندي د کرکې او نفرت اور ته لمن وهي او غواړي زموږ پر دیموکراتیک حکومت برلاسي سي».

هغې د ښی اړخو افراطي کړیو پر وړاندي له یوه سخت گوزار څخه خبره وکړه. د کورنیو چارو د وزارت په حواله د سهار له خوا په براندنبورگ، هیسن، زاکسن او زاکسان انهالت کي د «کمپکت» مجلې تجارتي مرکزونه او همدارنگه د هغې د مخکښو کارکوونکو، مشرتابه او کلیدي ونډه لرونکو  آپارتمانونه تلاشي سول. 

کمپکت مجله د یورگین ایلزیسر په مشرتوب په ۲۰۲۱ کال کي لا د آلمان د اساسي قانون د ساتنی ادارې له خوا د یوې مطلق افراطي، توکمپاله او له اقلیتونو سره د دښمنۍ په توگه درجه بندي سوې وه. د هغې دفتر د براندنبورگ په فالکن زې، کي دی، چیري چی ایلزیسر هم اوسیږي.   

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله، د دغي کمپنۍ اصلي تولید د کمپکت په نوم مجله ده چي له ۲۰۱۰ م کال راهیسي په میاشت کي یو وار خپریږي او ۴۰ زره کاپي لري، او د آنلاین ویدیو چینل کمپکټ ټي وي چي په یوتیوب کي ۳۴۵ زره مشترکين لري او په مجموعي ډول یې تقریباً ۲۹۰۰ ویدیوگاني خپرې کړي دي. سربیره پردې دغه شرکت په آنلایني شبکو کي هم فعال دی او یو آنلایني پلورنځی پرمخ بیايي چي پکښي، کالي، پلاکاټونه، پیالې او مډالونه خرڅیږي.

د ډیریو گوندونو استازو د دې اقدام هرکلی کړی دی. د جرمني په پارلمان کي د زرغون گوند مشر کونستانتین فون نوتڅ د «راینیشه پوست» ورځپاڼي ته ویلي دي: «کمپکت، د افراطي ښي اړخو مرکزي خوله ده. په هغې کي له کلونو راهیسې، غیر انساني مواد خپریږي، د یهودو ضد داستانونو ته لمن وهل کیږي او د کرملین له خوا پروپاګند ته وده ورکول کیږي.»

هغه په دې باور دی چي د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو د قانون هغه پوښتنې چې د یوې ورځپاڼې د بندولو په هدف رامنځته کیږي، په ډیر دقت سره څیړلي او سنجولي دي.

ښی اړخه  گوند AfD (د آلمان له پاره بديل ) بیا نوموړي بندیز ته د «مطبوعاتو د آزادۍ پر وړاندي د یوه سخت گوزار په سترگه گوري.» د دغه گوند مشرانو الیس وایدل او تینو چروپالا، په گډه سره څرگنده کړې ده: «د يوه مطبوعاتي ارگان بندول د خبرو اترو او د نظر د تنوع ردولو په معنی دي.»

نوموړو مشرانو پر فیزر باندي تور ولګاوه چې«د انتقادي راپور د ورکولو د مخنیوي له پاره» له خپل واک څخه ناوړه ګټه اخلي.

د اروپا ټاکنې؛ آسيايي مهاجر خپل راتلونکې ته انديښمن دي

04:38

This browser does not support the video element.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل