په آلمان کي په زرونو بهرنيان ديپورت له ګواښ سره مخامخ دي
۱۳۹۵ مهر ۱۶, جمعه
په آلمان کي تر۲۸۰ زره زيات بهرنيان د پوليسو د تلاښ په کمپيوتري ليست کي شامل دي. دغه خارجيان د نيول کېدو او اکثره يې د ديپورت له ګواښ سره مخامخ دي.
انځور: picture-alliance/dpa
اعلان
د HR-Info په نوم آلمانۍ راډيو يو راپور خپور کړی دی چي له مخي يې په آلمان کي د سپتمبر مياشتي په لومړۍ نېټه د پوليسو په کمپيوتر کي ۲۸۰ زره خارجيان مطلوب ول. د دغه راپور له مخي ياد شمېر بهرنيان اکثره د دې له پاره مطلوب دي چي پوليس يې ونيسي او هغوی له آلمان څخه اخراج يا ديپورت کړي. يادي راډيو د خپل دغه راپور منبع د آلمان د ځانګړي فدرالي جنايي ادارې معلومات بللي دي.
د دغه راپور له مخي سږ کال په داسي حال کي ۲۸۰ زره بهرنيان پوليسو ته مطلوب دي چي په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵م کالونو کي د داسي بهرنيانو شمېر ۱۲۰ زره وو چي د آلمان د ويزې د قانون څخه د سرغړونې له کبله مطلوب ول. په دې توګه سره نو د تيرو کلونو په پرتله سږ کال و پوليسو ته د مطلوبو بهرنيانو په شمېر کي ۱۴۰سلنه زياتوالی راغلی دی. يادي راډيو دغه راپور د جمعې په ورځ (۲۰۱۶ کال د اکتوبر ۷مه نېټه) خپور کړی دی.
ځيني تر مخه لا اخراج سوي
د آلمان د قانون له مخي هغه بهرنيان د پوليسو له خوا د مطلوبو کسانو په ليست کي داخليږي چي بايد له آلمان څخه ووزي خو پوليس هغوی نه سي موندلای. خو د اړوند آلماني جنايي ادارې وياندي، يادي راډيو ته ويلي دي چي د ۲۸۰ زرو مطلوبو کسانو څخه يو شمېر نيول سوي او له آلمان څخه ديپورت يا اخراج کړل سوي دي. خو دا چي کوم شمېر بهرنيان له آلمان څخه اخراج سوي دي، په هکله يې وياندي معلومات نه دي ورکړي.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي دي چي ټول ۲۸۰ زره مطلوب بهرنيان د ديپورت کولو په مقصد نه دي مطلوب. د هغه په وينا د پوليسو په سيستم کي د هغوی درجېدل د بهرنيانو له پاره د آلمان د ځانګړي قانون سره تړاؤ لري چي د يو شمېر لاملونو څخه يو هم د ديپورت له پاره ده. دغه وياند ويلي چي له همدې کبله دغه ۲۸۰ زره کسان ټول په آلمان کي نه دي موجود. وياند زياته کړې چي ګڼ شمېر د ديپورت په انتظار بهرنيان د دولدونګ په نوم سند لري.
د HR-Info راډيو سره په خبرو کي يو شمېر کارپوهانو اټکل کړی چي له ۲۸۰ زرو مطلوبو بهرنيانو څخه اکثريت هغه مهاجر دي چي ځانونه يې د ديپورت څخه د بچولو له پاره پټ کړي دي.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت او په همدې توګه جنايي فدرالي ادارې دغې راډيو ته داسي معلومات نه دي وړاندي کړي چي په آلمان کي په مجموعي توګه کوم شمېر بهرنيان په غېرقانوني توګه پاته دي.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (14.04.2016):
له یونان څخه تر ټولو زیات پاکستانیان دیپورت شوي
د اروپايي اتحادیې او ترکیې تر منځ د شوي تړون له مخې له یونان څخه ترکیې ته د استول شوو ۳۲۶ مهاجرو له ډله څخه ۲۰۱ پاکستانیان دي. پر خطرناکه لاره د خپلو سپما شوو پیسو تر مصرفولو وروسته اوس هغوی بیرته ترکیې ته استول کیږي.
۳۸ کلن اعجاز چې مزدور کار دی او د کورنۍ یوازینی نفقه پیدا کوونکی دی وايي چې خپل کور یې وپلوره، څو اروپا ته د سفر لگښت پوره کړی شي. هغه وایي: «زه ډیر غریب سړی یم.» د هغه دا خوب چې له بې وزلۍ څخه به خپله کورنۍ راباسي له منځه تللی دی. هغه وایي: «ترکیې تر استولو بهتره ده چې مړ شم.»
انځور: Jodi Hilton
په ویره کې ژوند کول
یو مهاجر له پولیسو څخه په لیسبوس کې نسبتا خوندي کمپ ته بیرته ورتښتي. مهاجرو ته د کمپ شا او خوا پاتې کیدو سپارښتنه شوې او پولیس یې د شپې له خوا د بندر او ښار نورو برخو ته د ننوتلو مخه نیسي.
انځور: Jodi Hilton
وړیا خواړه
مهاجر په کمپ کې د ماښام ډوډۍ د تر لاسه کولو له پاره په کتار کې ولاړ دي، چیرې چې هغوی له فعالانو سره په گډه اوسیږي او کار کوي. دغه کمپ د مراتبو د لړۍ پرته سیستم له مخې چلیږي چیرې چې ټول خلک آزاد او برابر گڼل کیږي او د گروپي ډلو د غونډو په ترڅ کې پریکړې کیږي.
انځور: Jodi Hilton
سړې شپې
پاکستاني مهاجر ماښام مهال د اور تر څنگ ځانونه گرموي. زیاترو مهاجرو ویل چې دوی په ترکیه کې د پیسو له پاره یرغمل نیول شوي وو. په دغه ډله کې یو تن حسن هم دی چې وایي په ترکیه کې څو وارې د ترور کیدو د هڅو وروسته بیرته پاکستان ته وتښتید. هغه وایي: «ترکیه یو خوندي هیواد نه دی.»