«په آلمان کي ښی اړخه اتباع دیموکراسۍ ته خطر دي»
۱۴۰۱ آذر ۲۲, سهشنبه![Razzia gegen Reichsbürger-Szene | Deutschland](https://static.dw.com/image/64032611_800.webp)
اعلان
د يوه راپور پر اساس په آلمان کي د يوې تروريستي ډلي پر وړاندي د تلاښۍ پرمهال تر آټکل زياتي وسلې تر لاسه شوي دي. د «ویلټ» ورځپاڼي د راپور له مخي، په ټوله کې ۹۳ وسلې ضبط شوي دي. د«يوو گوو» د نظر پوښتني څېړنيز انستیتیوت له خوا په ترسره شوي سروي کي جوته شوي چې د آلمان شاوخوا نیمایي نفوس په دې باور دی چې په اصطلاح «رايش اتباع» دیموکراسۍ ته جدي ګواښ دی. له پوښتل شویو کسانو شاوخوا ۳۰ سلنه يې دغه خطر نه ویني.