يوولس فغان مهاجر له يوه يخچالي لارۍ راايستل شوي
۱۳۹۸ دی ۲, دوشنبهد آلمان پوليسو د معلوماتو له مخي دغه افغانان چې عمرونه يې د ۱۴ او ۳۱ کلونو ترمنځ دي له صربستان څخه د ترکيې دغه د ميوو لارۍ موټر ته پورته شوي ول.
پوليسو ويلي دي چې د لارۍ موټروان د دغه ايالت په دوناوتال سيمه کي د دمي پرمهال د لارۍ موتر د بار په برخه کي د انسانانو ږغونه اورېدلي او دوی ته يې خبر ورکړی دی. کله چي پوليس راغلي او د لارۍ د بار د برخي دروازه يې خلاصه کړي نو ۱۱ افغان مهاجر يې پکښې موندلي دي.
د پوليسو په خبره ټول مهاجر له تنفوسي ستونزو سره مخامخ ول. پوليسو ويلي دي چې موټر چلونکي په پوره باور سره ډاډ ورکړی چې په لارۍ کې د دغو پناه غوښتونکو په اړه يې خبر نه درلود. دغه لارۍ بلجيم ته روانه وه، او که په آلمان کي پوليس پرې خبر شوي نه وای کيدای شوای د دغه افغانو پناه غوښتونکو سفر د هغوی د ژوند په بيه تمام شوی وای.
وروستۍ ځل په برتانيا کې په يخچالي لارۍ کې د ۳۹ کسانو مړو د پيدا کيدلو خبر په ټوله نړۍ کې د خبرونو سرټکي وگرځېد. د اکتوبر مياشتې پر ۲۳ نيټه لندن ته نږدې ایکسس سيمه کې په يوه يخچال لرونکي لارۍ کې۳۱ نارینه او ۸ ښځي مړي و موندل شوې.
دغه ټول قربانيان د ويتنام بلل شوي او ويلي شوي ول چې داسي ښکاري چي هغوی دي ناقانونه مهاجرت کاوه.