1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کی د خطر رامنځته کوونکو اسلامپالو شمیر راکم سوی

۱۳۹۹ مرداد ۱۸, شنبه

په آلمان کی د کال له پیل راهیسي د هغو اسلامپالو شمیر راکم سوی چی د خطرپیښوونکو په توگه طبقه بندي سوي. یو له دغو اسلامپالو څخه افغانستان ته هم استول سوی.

Enea B. Gerichtssaal Düsseldorf
د آلمان د دوسلدورف د محکمې مخی ته یو افراطي اسلامپالانځور: Reuters

لکه څنگه چي د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي د دغه هیواد د پولیسو چارواکو د روان کال د جولای له پیل څخه په ټول هیواد کي په اصطلاح د خطررامنځته کوونکو اسلامپالو ۶۲۹ ارقام ثبت کړي دي. نیم کال مخکې په دغه هیواد کي ۶۷۷ خطرناکه اسلامپاله موجود ول. د پولیسو په نظر هغه کسان خطرناک بلل کیږي چي د سیاسي انگیزې په لرلو یې کوم جرم کړی وي، لکه ترهگري برید. خو هغه کس چي د خطرپیښوونکي په توگه طبقه بندي سوی وي، په دې معنی نه ده چی هغه به د یوه دایمي گواښ په حیث پاته سي، بلکه تل یې په هکله پلټني کیږي چی نوموړی شخص اوس هم د یوه خطر پیښوونکي په شان چلند کوي او که څنگه.
د ۲۰۱۵ م او ۲۰۱۸ مو کلونو په منځ کي د اسلامپالو له خوا گواښونه په دوامداره ډول زیات سوي ول. دا چي نن ورځ ولي په آلمان کي د خطرپیښوونکو اسلامپالو شمیر راکم سوی ، د کارپوهانو په خبره دلیل یې په دې کي نغښتی چي له یوې خوا په سوریه او عراق کي د داعش ترهگري شبکې نظامي ماته خوړلې او دغي ډلي نور د ځینو سلفیانو له پاره خپل جذابیت له لاسه ورکړی او د بلې خوا هغو اسلامپالو چي پخوا پیژندل سوي ول، اوس خپل فعالیتونه بند کړي دي. همدارنگه د غیر آلماني اتباعو بیرته استول هم د خطرپیښوونکو اسلامپالو د شمیر په کموالي کي نقش لوبوي.

د آلمان د داخله وزارت د اعلان پراساس سږکال ۲۴ تنه اسلام پاله له دغه هیواد څخه ایستل سوي چي ۱۲ تنه یې د خطرپیښوونکو په توگه طبقه بندي سوي ول. د رپوټونو له مخي دغه اسلامپاله مصر، افغانستان، گرجستان، روسیې، تاجکستان، تونس، الجزایر او عراق ته استول سوي. څلور تنه اسلامپاله بیا ترکیې ته اخراج سوي او درې تنه لبنان ته. همدارنگه فدرالي پولیس په مجموع کي پنځه اسلامپاله ایټالیا، پولنډ، سویډن او هالند ته هم انتقال کړي دي. سربیره پر دې شمالي مقدونیې، سوریې، ترکیې او عراق ته هم »د دواطلبانه کنترول سوي اخراج« تر نامه لاندې د یو یو کس اخراجیدل ترسره سوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب