په آلمان کی د کرونا نوي پیښې: کرونا ۴۴ هیوادونو ته رسیدلې
۱۳۹۸ اسفند ۹, جمعه![Deutschland Symbolbild Schutzmaske für Coronavirus](https://static.dw.com/image/52540630_800.webp)
د جرمني د نوردراین ویستفالین ایالت د روغتیا وزارت او د هاینسبیرگ د سيمې چارواکو خبر ورکړی چی په هاینسبیرگ کي د شپې له خوا د کرونا ۱۴ نورې پیښې هم تأیید سوي چی په دې ډول په هاینسبیرگ کي د اخته کسانو شمیر ۲۰ ته جگ سوی. په دغه ویروس ټول نوي اخته سوي کسان په کورونو کی قرانطین سوي. په روغتون کی د هغوی درملنې ته اړتیا نه لیدل کیږي. تقریباً ټول اغیزمن کسان د گانگیلټ د سیمې اوسیدونکي دي او یو یې په آخن کی اوسیږي.
د باډن وورتمبیرگ د ټولنیزو چارو وزارت بیا په دغه ایالت کي نورې څلور پیښې ثبت کړي. د هغوی په خبره درو کسانو یی په مونشن کي د یوې کاري لیدنې کتنې پر وخت له ایټالوي گډون کوونکو سره تماس پیدا کړی وو چی وروسته په ایټالیا کي د هغه تست مثبته نتیجه ورکړې وه.
ایتالیا په اروپا کي تر اوسه د دغه ویروس د پراخیدو لوی هیواد دی. چارواکو د پنجشنبې په ورځ په دغه هیواد کي د مړینې د نورو پنځو پیښو څخه خبر ورکړ، په دې ډول د نوموړي ویروس په نتیجه کي د مړه سوو کسانو شمیر ۱۷ ته جگ سو.
دغه ویروس له ایټالیا څخه نورو اروپایي هیوادو ته هم وغځید: په آلمان، هسپانیې، یونان، بریتانیې، کروشیا، دنمارک او اطریش کی یو یا له یوه څخه ډیر هغه کسان ناروغ سوي چی ایټالیا ته د سفر پر وخت په دغه ویروس اخته سوي دي.
په هسپانیې کي بیا په نوموړي ویروس د اخته کسانو شمیر ۱۷ ته چگ سوی چی ۱۵ پیښې یی د دوشنبې راهیسي ثبت سوي دي. د هغوی په ډله کي څلور ایټالویان هم شامل دي چی د تینیریف ټاپو ته د تفریح له پاره تللي ول. په دغه ټاپو کي د سه شنبې راهیسي څه د پاسه ۷۰۰ سیلانیان په یوه هوټل کي تر قرانطین لاندی دي.
په چین کی د نوو پیښو شمیر راکم سوی دی. د روغتیا نړیوال سازمان د چارشنبې او پنجشنبې په ورځو د دغه ولسي جمهوریت په پرتله، له چین څخه بهر ډیری پیښې ثبټ کړي دي. په پنجشنبه په پیکنگ کي حکومت د مړینی له نورو ۲۹ پیښو څخه خبر ورکړ او په دې ډول په مجموعي ډول په دغه هیواد کي د مړه سوو کسانو شمیر ۲۷۴۴ ته لوړ سوی دی.
د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله، له چین څخه بهر، په دې ترڅ کی په ۴۴ نوروهیوادونو کي په کرونا باندې اخته شاوخوا ۳۴۷۰ تنه ثبت سوي دي. د دغه سازمان مشر تیدروس غوښتنه کوي چی په تیره بیا هغه هیوادونه باید ددغه ویروس په مهارولو کي سمدستي اقدام وکړي چی د دغه ویروس لومړنۍ پیښې پکښي ثبت سوي دي.