1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«په آلمان کی به ښايي د کرونا څو ډوله واکسين شتون ولري»

۱۳۹۹ شهریور ۲۷, پنجشنبه

د روبرت کوخ د واکسینونو دایمی کميسون وړاندوینه کړې چې په آلمان کی به په احتمالی ډول د کووید - ۱۹ په وړاندي بیلا بیل واکسینونه شتون ولري. خو دا چې دغه واکسينونو ته به څه وخت لاس ر سی پيدا شي، لا تر اوسه روښانه نه ده.

Symbolbild | Lateinamerika - Coronavirus - Impfung Astrazeneca
انځور: picture-alliance/empics/D. Cheskin

د روبرت کوخ د واکسينونود دایمی کميسون رئيسې زبینه ويکر ويلی: «د سارس کووي ـ ۲ احتمالي کانديدو واکسينونو ته په پام سره ډير احتمال شته چې په آلمان کي په پاې کې د څو واکسينو جوړولو اجازه ورکړل شي. «

ویکر د چهارشنبې په ورځ د فونکه رسنیزې ډلې ته ويلي چې د دغه واکسينو د اجازې ورکولو له پاره د دي اړتیا شته چې وليدل شی په ټولنه کې کوم خلک ډير په دې ويروس اخته کيږې.

ډاکټره ويکر د کرونا ویروس په تړواو وایي چې تر ټولو ډير طبي کارکونکي، د اوږدې مودې ناروغان او زاړه کسان پرې ژر اخته کيږې او دوي په ټولنه کي تر تولو زیات له دې ويروس څخه په اغیزمنو کسانو کې شميرل کیږې. هغې زیاته کړه، چې ياد کميسون په سږني پسرلي کي کاري ډلې جوړې کړې،تر څو د دغه واکسینونو په هکله خپل نظر وړاندې کړي او د کرونا وبا په مهارولو کي ونډه واخلي.

اړونده موضوع:ټولي نړۍ ته به د کرونا واکسين انتقال څرنگه وي؟

د آلمان د روغتیا وزیر ينس شپان او د دغه هیواد د څیړني او پرمختګ وزيري انیا کارلیچک د څرګندونو له مخې، د آلمان حکومت تمه لري، چې د راتلونکي کال په لومړنيو مياشتو کې کم تر کمه د ټولنی يوه برخه خلک به د کرونا واکسنونو ته لاس رسې ولري. خو ډير خلک به بيا په احتمالي ډول د راتلونکي کال په نيمايي کي د کرونا واکسين تر لاسه کړاې شي.

اړونده موضوع:پوتین: روسیې د کرونا ضد لومړی واکسین جوړ کړ

د نړۍ روغتيا سازمان سرچينو د معلوماتو له مخې په اوس وخت کي په ټوليزه توګه د واکسينونو د پراختیا ۱۷۰ پروژې د تاثير لرونکو درملو د جوړولو هڅه کوي. له همدي کبله په اوس وخت کې د واکسنونو ۲۶ ازمايشې پروژې تر لاس لاندې دي ،چې د انسان پر روغتيا او سلامتیا يې اغیز تر څيړنې لاندې نیولې او دغه بهیر لا روان دې.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب