د آلمان له «مسیحي دیموکرات اتحاد» ګوند څخه د زارلنډ ایالت لومړۍ وزیره میرمن انګریت کرمپ کارنباور، د ټولې اروپا په کچه د بی وزلۍ اړوند د یوې څیړنې په هکله خپل نظر څرګند کړی دی.
په دې رپوټ کې راغلي دي چې په آلمان کې شاوخوا ۱۵،۵ ملیونه انسانان په فقر او یا د فقر کرښې ته نږدې ژوند کوي. میرمن کارنباور ویلي دي: «مونږ نه باید له دې مسئلې څخه ځان وباسو چې زمونږ ماشومان په یوه څنډه کې ژوند کوي».
د آلمان د مسیحي دیموکرات ګوند دغې سیاستوالې په آلمان کې د فقر یا بی وزلۍ مسئله ټولنیز بم بللی، او په ټولنه کې یې د لا زیاتو برابرو فرصتونو رامنځته کولو غوښتنه کړې.
۵۶ کلنه میرمن انګریت کرمپ کارنباور چې د انګلا میرکل د مسیحي دیموکرات ګوند د مشرتابه له پاره نومانده ده، د خپلې کاندیداتورۍ په هکله څه ونه ویل. ویل کیږي چې نوموړې د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل یوه باوري سیاستواله ده.
میرکل ویلي دي چې په ګوندي ټاکنو کې به چې پتیل شوې د روان میلادي کال د دسمبر په میاشت کې ترسره شي، نور ځان د ګوند د مشرۍ له پاره نه کاندیدوي.
په غیر مساویانه توگه د مالي امکاناتو ویش په پاکستان کې د شتمن او بیوزلو تر منځ د واټن د ډیریدو سبب گرځیدلې دی. چارواکي او بډای خلک ورځ تر بلې هوسا کیږي او د بیوزلو ستونزې مخ پر ډیریدو دي.
انځور: DWپه اسلام آباد کې د «سنټارس» په نوم دغه تجارتي کمپلکس په درې نیم سوه ميلیونه ډالره لگښت جوړ شوی دی. د نوي ډیزاین په دې کمپلکس کې د مختلفو جامو دوکانونه او د ژر تیاریدونکو امریکا خوړو(فاسټ فوډ) کاروبار په ډیر بریالیتوب سره پر مخ روان دی.
انځور: DWد اسلام آباد د ائي الیون په سکټر کې د خامه کورونو یو کلی چې هیڅ نوم نه لري، هیڅ ډامبر سړک او درملتون نه لري، د اوبو او بریښنا سیستم هم نه لري. له خټو څخه په جوړو دغو کورونو کې بې له غربت او محرومیت څخه بل هیڅ څه نه لیدل کیږي. د دې کلي اکثره اوسیدونکي د پاکستان د قبائلي سیمو پښتانه دي چې د کار او مزدورۍ له پاره هلته تللي دي.
انځور: DWدا په سنټارس کلمپلکس کې د یوې عادي ورځې تر پیلیدو لږ دمخه حالت دی. د مشتریانو راتگ پيلیدونکی دی. داسې ښکاري چې دا د پاکستان نه، بلکې د کوم اروپایې هیواد د خريدارۍ یا تجارتي مرکز دی.
انځور: DWد آئې الیون سکټر په دغو خټينو کورونو کې اوسیدونکي هم تمه لري چې د ژوند لومړنیو اسانتیاو ته لاسرسې پيدا کړي. خو دا کار ځکه نه شي کیدای چې له اړونده دولتي ادارو سره دغه کلی په قانوني توگه ثبت او راجستر نه دی.
انځور: DWسنټارس کمپلکس د سوونو کسانو له پاره د کار زمینه برابره کړې ده. په زرونو پيرودونکي او مستحلکین په دغه تجارتي مرکز کې خریداري کوي. څوک چې پيسې لري د هغوی له پاره هیڅ شې هم گران نه وي او څوک چې پيسې نه لري هغوی دغو ودانیو ته حتی گوري هم نه.
انځور: DWمشران یا سپين ږیري چې نور نو د کار کولو وړتیا نه لري، ځوانان چې بې روزگاره دي او ماشومان چې زده کړي ورته یوازې یو خیال دی ټول په دې کلي کې کښته پورته گرځي او ځان یې په یو شي نه یو شي مصروف کړی دی.
انځور: DWد سنټارس په تجارتي مرکز کې په یو پوړ کی شخصي ښوونځی، کالج او نوري تعلیمي ادارې موجودې دي. په دغو شخصي تعلیمي ادارو کې د ځینو زده کونکو کلنې فیس نږدې ۴۰۰ زره کلدارو ته رسیږي.
انځور: DWد دې کلي ماشومان ښوونځي ته نه ځي. هلکان په لوبو او ساتیرۍ خپل وخت تیروي او نجونې د کور په کارونو کې له خپلو مېندو سره مرسته کوي.
انځور: DWد میترو په نامه د آلماني شرکت د عمده فروشۍ مارکیټ یوه څانگه په اسلام آباد کې هم موجوده ده. د دغه مارکیټ (مترو) او له خټینو کورونو څخه د جوړ شوي کلي تر منځ یوازي څو دقیقې پياده مزل دی، خو داسې معلومیږي چې د یاد مارکیټ مشتریان او د دې کلي اوسیدونکي د دوو بیلابیلو نړیو اوسیدونکي وي.
انځور: DWدغي نجلۍ خپله کوچنۍ خور په غیږ کې نیولې ده. د زده کړې، روغتیا او له هر ډول ټولنیز ملاتړ څخه د بې برخې نسل د ماشومانو دا حال دی، نو د راتلونکو نسلونو وضعیت به څرنگه وي؟
انځور: DWپر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: