په تیرې جولای میاشت کې د آلمان په وورتسبورګ ښار کې په تبر سره د یو مهاجر تر برید وروسته، کم عمره مهاجرینو ته اوس ډیره پاملرنه کيږي او د آلمان حکومت د کم عمره مهاجرینو شمیر اعلان کړی دی.
انځور: picture alliance/dpa/F. Kästle
اعلان
د آلمان د فدرالي حکومت د معلوماتو په اساس اوس مهال په دې هیواد کې ۵۱۰۶۸ کم عمره مهاجرین پرته له کورنۍ ژوند کوي. د فونکه رسنۍ په حواله د آلمان د زرغون ګوند په غوښتنه د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت اوس دغه شمیرې اعلان کړي دي.
د کم عمر او پرته له کورنۍ مهاجر هغه چاته ویل کیږي چې عمر یې له ۱۸ کلونو څخه کم وي او آلمان ته پرته له کورنۍ او یا هم سرپرست څخه راغلی وي.
د ملگرو ملتونو سازمان د کډوالو ادارې د رپوټ پر بنسټ د هغو کډوالو ۳۶ سلنه ماشومان دي، چې د سوریې، عراق او افغانستان څخه د ترکیې او یونان ترمنځ د سمندر په خطرناکه لاره ځان اروپا ته د رسولو کوښښ کوي. له دغو لارو څخه د تیریدونکو کډوالو تر ۶۰ سلنه ډیر یې ښځې او ماشومان دي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Tzortzinis
د هوا په يخېدو سره د مهاجر ماشومانو په رنځ او کړاو کې هم ډېرښت راغلی دی. د کډوالو بحران مهاجرو ته د رسیدگۍ په برخه کې اروپا هم بې وسه کړې ده. د مرستندویه سازمانونو بودیجه هم کفایت نه کوي. دغه سازمانونه د بالکان په مسیر کې د سرحدونو د بندیدو په صورت کې د یوه بشري ناورین خبره کوي.
انځور: Getty Images/AFP/E. Barukcic
په هغو هیوادونو کې چې جگړه روانه ده د ماشومانو ژوند په خطر کې دی. شاید فقر هم د دوی ژوند ته گواښ پيښ کړي، خو د مهاجرت په مسیر کې هم د دوی ژوند له ستونزو سره مخامخ کیږي. په اوبو کې تر ډوبیدو او له یخنې څخه پر مړه کیدو سربیره، له کورنۍ څخه جلا کیدل او ورکیدل هم د ماشومانو ژوند تهدیدوي.
انځور: picture-alliance/dpa/Vassil Donev
په دې وروستیو کې د آلمان د جنایې چارو ادارې اعلان کړی دی چې شاوخوا ۵۰۰۰ زره کم سنه ماشوم مهاجر د روان میلادي کال په پیل کې د یوې لنډي مودې له پاره یا قسماً په موقتي ډول ورک شوي دي. د دغو ورک شوو مهاجرو ډېر ئې له ۱۴ تر ۱۸ کلونو پوري سن لري.
انځور: Getty Images/AFP/A. Nimani
مخکې تر دې «یورو پول» یا د اروپایې اتحادیې پولیسو اعلان کړی وو چې په تیرو دوو کلونو کې نژدې ۱۰ زره کم سنه ماشومان چې یوازي راغلي ول اروپا ته تر رسیدو وروسته لادرکه شوي دي. قانوني سن ته د نه رسیدلو ماشوم مهاجرو د هجوم له کبله اروپایې هیوادونه تر ۱۸ کلنۍ د کښته سن درلودونکي ماشومانو له پاره د استوگنځای له کمشت سره مخامخ دي.