د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې د محکمې د ویاند له قوله لیکلي دي چې د افغانستان درې مهاجر له شپږو میاشتو څخه تر ۱۳ میاشتو پورې د ځوانانو د جزایي قانون له مخې په تعلیقي بند محکوم شوې دي. اصلي تورن کس چې یو ایرانی مهاجر دی د ځوانانو د جزایي قانون له مخې د دوو کلونو او اوو میاشتو په بند محکوم شوی دی.
اصلي تورن کس تر مخه هم د محکمې له لورې درې وارې محکوم شوی وو چې په دغه نوې سزا کې شاملي دي. پر دې سربیره محکمې حکم کړی چې دغه ځوانان دې د روزنې په یوه خاص ځای یا دارالتادیب کې وساتل شي. د ۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې په پای کې دغو څلورو کسانو له الکولو او مخدره موادو استفاده کړې وه.
دغه پيښه د ټول آلمان په کچه د توجه وړ ګرځیدلې وه او په عین وخت کې یې په آسانۍ سره د مجرمو پناه غوښتونکو د اخراج په هکله سیاسي بحثونه راپارولي وو. د ۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې په ۲۹ نېټه دغو تورنو کسانو په امبېرګ کې خلکو سره فزیکي شخړه کړې وه او ځورولې یې وو. په ټوله کې ۲۱ کسان له فزیکي حملو او سپکاوي سره مخامخ شوي ول چې ۱۵ کسانو یې ټپونه لیدلي وو. د ډیرو کسانو تپونه سطحي وو.
زموږ له آرشیف څخه:
د مهاجرو د جرمونو پر ضد د ښی اړخو غبرګون
له یوې خوا په آلمان کې د مهاجرو د جرمونو خبره کیږي، بل لور ته په دې هیواد کې د ښي اړخو له خوا د بهرنیانو ضد احساسات هم مخ پر ډیریدو دي. نور تفصيل په انځوریز رپوت کې لوستلای شئ.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitasد یوه آلماني وژل کیدل او د مظاهرو پیل
د آلمان په کيمنيڅ کې ښی اړخو ډلو هغه وخت د مظاهرو لړۍ پیل کړه، چې یو آلمانی ووژل شو. د دغه آلماني په د قتل په تور بيا دوه مهاجر ونيول شول.
انځور: Jan Woitas/dpa/picture allianceکله چې د روانې میاشتې پر ۷ نیټه په ښی اړخو ډلو پوري اړوندو کسانو مظاهرې وکړې، د کيمنيڅ ښاریانو بیا د دغو مظاهره کوونکو پر ضد سړکونو ته راووتل.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitasد همدې مظاهرو پر مهال د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د مهاجرو په مخالفت کې یوه تنقیدي وینا وکړه. هغه ویلي ول چې مهاجرت د ټولو ستونزو مور ده. زیهوفر په کيمنيڅ کې د ښي اړخو پر مظاهرو نیوکه هم ونه کړه.
انځور: Imago/Sven Simon/F. Hoermannد میا وي. قاتل ته د اعدام سزا
د سپټمبر پر دریمه نیټه د آلمان په سویل لویدیځ ښار لنداو کې محکمې عبدل (دی) په نوم یو افغان پناه غوښتونکي ته د یوې پنځلس کلنۍ آلمانۍ میا (وي) د وژنې په جرم اته نیم کاله بند سزا واوروله. د میا (وې) تر وژنې وروسته هم د هغې په ښار کانډل کې هم د مهاجرو ضد مظاهرې شوي وې.
انځور: DW/A. Prangeد تیرې اونۍ په پای کې د آلمان په درام شتد کې محکمې یو بل افغان ته د ۷ کاله بند سزا واوروله. نوموړی افغان پناه غوښتونکی په دې تورن وو چې خپله ۱۷ کلنه ملګرې یې په چاقو ډیره سخته ټپي کړې وه.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Steinکوتن کې د یوه آلماني وژنه
په کيمنيڅ کې جنجال لا پای ته نه وو رسیدلی چې د دوو افغان پناه غوښتونکو او یو ۲۲ کلن آلماني تر منځ فزیکي شخړه رامنځته شوه او په پای کې آلمانی مړ شو. دې پيښې یو وار بیا غوغا رامنځته کړه. د کورنیو چارو ایالتي وزیر هولګر شتالک نیخت، پر خلکو غږ وکړ چې آرام پاته شي.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Heinد سیمه ایز پولیسو په حواله د «کیمنتڅ پرو» ډلې د ټولنیزو رسنیو له لارې خلک مظاهرو ته وربللي ول. د اټکلونو له مخې په دغو مظاهرو کې ۲۵ زره کسانو برخه اخیستې وه چې په دوی کې له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې ښی اړخو هم ګډون کړی وو.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow