د آلمان د صدراعظمې انگلا ميرکل د محافظه پال گوند او د مارتين شولڅ په مشرتوب د سوسيال ديموکراتانو ترمنځ د يوه ائتلافي حکومت د جوړولو خبرې د دوشنبې په شپه په داسې حال کې پای ته ورسيدې چې ټول اړخونه به بیا هم د فيبروري میاشتې تر څلورمې نيټې پورې د نوي حکومت د رامنځته کولو له پاره هلې ځلې کوي. په پارلمان کې د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال د گوندي ائتلاف مشر ميشايل گروس بويمر، وويل: «کار او بحثونه دوام کوي، خو نه تر دې ناوخته ساعتونو پورې.»
نوموړي د دواړو اړخونو له خوا د گډې بيانېې په توگه وويل: «ټول اړخونه دې ته ليوال ول چې د اړوندې مسلې حل وموندل شي.»
د رپوټونو په حواله د سوسيال ديموکرات گوند غوښتنه دا وه چې د محدود محافظت د وضعيت سره د مخامخ مهاجرو د کورنۍ د بيا يوځای کيدو په اړه د څيړنیزو مذاکراتو پر توافق له نوي سره خبرې وشي.
مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال گوندونه غواړي د دې مخه ونيسي چې ډير مهاجر خپلې کورنۍ آلمان ته راوغواړي. په دې کې ښځه او يا ميړه او همدا راز کم سنه ماشومانو او يا د کم سنه ماشومانو ميندې او پلرونه شامل دي.
دا مسله اوس د دريو گوندونو د «کارپوهانو» ډلې ته سپارل شوې ده. په دغه ډله کې د دريو سرو گوندونو استازي شامل دي چې د شنبې او يکشنې په ورځو یې هم پر دې همدې مسله بحثونه درلودل.
گروس بويمر تيره جمعه، د فيبروري څلورمه نيټه د يوه مهلت په توگه وټاکله او ویې ويل چې خبرې اترې به په ۱۸ کاري ډلو کې ترسره شي.
د اختلاف اصلي ټکي
د رپوټونو په حواله د يکشنبې د شپې په خبرو اترو کې شاملو ۱۵ مخکښو استازو چې ميرکل، شولڅ او د بايرن ايالت د مسيحي سوسيال گوند استازي پکښې شامل ول، شپږ ساعته غونډه کې د بهرني سياست، د پراختيايي مرستو پر همکارۍ، دفاع او بشري حقونو پر موضوعاتو خبرې وکړې.
د مهاجرو د سياست ترڅنگ د مخالفت نور اصلي ټکي د کار تگلاره او د روغتيا بيمه وه. په دغه برخو کې د بدلون غوښتنه په بون ښار کې د آلمان د سوسيال ديموکرات گوند د هغه کنگرې پر وخت شوې وه چې د گوند مشر مارټين شولڅ ته یې په ډير کم اکثريت سره د ائتلافي خبرو اترو د دوام اختيار ورکړې وو.
که چيرې دا ځل هم د يوه ائتلافي حکومت د رامنځته کولو خبرې اترې له ناکامۍ سره مخامخ شي نو دا به انگلا ميرکل د يوه اقليتي حکومت د رامنځته کولو او يا د نويو ټاکنو له گواښ سره مخامخ کړي. د تير کال د سبتمبر په ټاکنو کې مسيحي ديموکرات او سوسيال ديموکرات گوندونو نسبتاً کمې رای اخيستې وې. د ټاکنو د نتايجو تر اعلانيدو څو اوونۍ وروسته د يوه ائتلافي حکومت د رامنځته کولو په موخه د ميرکل د محافظه پال گوند او د اپوزیسيون د آزاد ديموکرات او زرغون گوند ترمنځ څيړنیزې خبرې اترې له ناکامۍ سره مخامخ شوې وې.
ipj/aw (AFP,Reuters,dpa) (B.S/M.S
زموږ له آرشیف څخه:
تيرکال د کوم هیواد څومره پناه غوښتونکي آلمان ته راغلي؟
تيرکال آلمان ته د مهاجرو په راتګ کې څرګند کمښت لیدل کیږي. په ۲۰۱۷م کال کې ۱۸۰ زره، په ۲۰۱۶م کال کې ۲۸۰ زره او په ۲۰۱۵م کال کې شا او خوا یو میلیون کسان د پناه په لټه کې آلمان ته راغلي دي. انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis په ۲۰۱۷م کال کې هم آلمان ته تر ټولو زیات مهاجر له کورنۍ جګړې سره لاس او ګرایوان هیواد سوریې څخه راغلي دي. د آلمان د کډوالو او مهاجرو د فدرالي ادارې د معلوماتو له مخې تيرکال د سوریې تر پنځوسو زرو زیاتو وګړو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده. کابو ۹۲ سلنه سوریایانو ته پناه ورکړل شوې ده.
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis آلمان ته د راغلي پناه غوښتونکو په نوملړ کې عراق بیا دوهم ځای لري او په ۲۰۱۷م کال کې تر۲۳۶۰۰ زیاتو عراقیانو آلماني چارواکو ته د پناه غوښتنې عریضې وړاندي کړي دي. په دغه ترڅ کې تر۵۶ سلنه زیات عراقیان د پناه مستحق ګڼل شوي دي.
په ۲۰۱۷م کال کې آلمان ته د راغلو افغانانو شمیر تر هغې د تیرکال په پرتله اته سلنه کم وو، خو بیا هم افغانان دریمه لویه ډله ده چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنه کړې ده. تر ۱۸۰۰۰ زیاتو افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده. په آلمان کې د افغانانو د پناه غوښتنې د قبلیدو سلنه آن تر پنځوسو هم ټیټه ده او شا او خوا ۴۴ سلنې ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen د افریقایي هیواد اریتریا تر لسو زرو زیاتو وګړو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده.
انځور: picture alliance/dpa/U. Zucchi په ۲۰۱۷م کال کې له ایران څخه شا او خوا نهه زرو کسانو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده. په آلمان کې د هغوی د پناه غوښتنې د قبلیدو فیصدي د پنځوسو په شا او خوا کې ده.
انځور: DW/R. Shirmohammadi په ترکیه کې د ناکامې کودتا تر هڅې وروسته د دغه هیواد حکومت په پوځ او نورو دولتي ادارو کې ډېر کسان له دندو ګوښه کړل. تر هغې وروسته کابو اته نیم زرو ترکانو په آلمان کې د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي. هغوی ته د پناه ورکولو سلنه ۲۸ ته رسیږي.
انځور: Imago/Chromeorange/M. Schroeder افریقایي هیواد نایجیریا څخه هم تیر کال ۸۳۰۰ پناه غوښتونکي آلمان ته راغلي دي. خو یوازې د ۱۷ سلنه نایجیریايي مهاجرو د پناه غوښتنه منل شوې ده.
انځور: A.T. Schaefer آلمان ته د راغلو مهاجرو په نوملړ کې اووم ځای هم افریقایي هیواد سومالیا خپل کړی دی. په تیر میلادي کې تر اووه نیم زره زیات سومالیایي وګړي د پناه په لټه کې آلمان ته رسیدلي دي. د نورو افریقایي هیوادونو په پرتله د سومالیا د وګړو د قبلیدو چانس زیات وو.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Skolimowska په ۲۰۱۷م کال کې له روسیې سره تړاو درلودونکي شپږ زره کسان د پناه په لټه کې آلمان ته رسیدلي، خو د هغوی د قبلیدو سلنه شا او خوا نهو ته رسیږي.
انځور: Dimitriy Chunosov ۱۰۔ هغه کسان چې هویت یې نه دی معلوم په ۲۰۱۷م کال کې لسم ځای هغو پناه غوښتونکو خپل کړی چې آلماني چارواکو ته د هغوی د اصلي هویت په هکله معلومات نه شته. د آلمان د کډوالو او مهاجرو چارو فدرالي ادرې په وینا د دغه ډول کسانو شمیر څلور نیم زره کسانو ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck له ۲۰۱۱م کال وروسته د لومړي ځل له پاره پاکستان د هغو لسو مخکښو هیوادونو په نوملړ کې نه راته چې وګړو یې په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده. په ۲۰۱۷م کال کې شا او خوا څلور نیم زره پاکستانیانو آلماني چارواکو ته د پناه غوښتنلیکونه وړاندي کړي دي.
انځور: Privat