د آلمان امنيتي چارواکي وايي چې په دغه هيواد کې داسې اسلام پاله افراطيان ډير دي چې کولای شي يو تروريستي ګواښ وي.
د پوليسو او امنيتي ادارو (د اساسي قانون ساتونکې اداره) په آند، شاوخوا ۲۲۲۰ کسان، افراطي اسلام پاله د تعصباتو په لرلو تروريزم ته معتقد دي. يو کال مخکې د دغو کسانو شمير شاوخوا ۱۷۰۰ اټکل کيده.
د آلمان د داخلي امنيت د ادارې مشر، هانس ګئورګ ماسن، د «اسلامپاله تروريزم» د خطر کچې لوړيدو ته په کتو وايي چې دغه اداره په پام کې لري تر څو افراطي اسلامپاله فعالان مخکې له مخکې تر خپل څار لاندې ونيسي.
د هغه په وينا، د «خطرناکو» افرادو سربيره، کوم چې تروريستي کړنو ته چمتوالی لري، هغه کسان چې په دغه برخه کې فعال دي هم تر نظارت لاندې نيول کيږي.
د امنتي ادارې مشر وايي چې د «افراطي اسلامپالو» د شمير لوړيدل، کيدای شي د دغې ادارې د لا ډيرو او کره اطلاعاتو د لرلو پايله وي.
په لومړي ځل په آلمان کې د شاوخوا ۱۱۲۰۰ کسانو چې د سلفي ډلو پلويان دي، د مشخصاتو په اړه يو کره نوملړ چمتو شوی دی. ترلاسه شويو اطلاعاتو څخه داسې ښکاري چې د سلفي ډلو ۲۷ سلنه پلويان د ۲۵ کلونو څخه ښکته او ۳۸ سلنه نور بيا د ۲۶ او ۳۵ کلونو تر منځ عمرونه لري.
د آلمان د امنيتي ادارې په وينا، په سلفيانو کې يوازې ۱۲ سلنه يې ښځې تشکليوي. د همدې آمارو له مخې، ۹۰ سلنه افراطي افراد، مهاجرتي ريښې لري.
که څه هم يو شمير سلفيان تاوتريخوالو لور ته ميلان لري، خو له دې سره سره دغه ډله د مستقيمو تروريستي ګواښونو له بابته خطرناکه نه ده.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
په آلمان کي د افراطي مسلمانانو له خوا د «شریعت پولیسو» جوړول
په آلمان کې یو شمیر سلفي مسلمانانو داسي کمیسان اغوستي ول چې ورباندې د Sharia Police یا د شریعت پولیس عبارت لیکل شوی وو. هغوی د آلمان په اوپرتال ښار کې گرځیدل او په خپله خبره یې ځوانان اسلام ته دعوتول.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebookیو شمیر افراطي سلفي مسلمانانو د آلمان په اوپرتال ښار کې د شپې له خوا تگ راتگ کاوه او په خپله خبره يې ځوانان اسلام ته رابلل. هغوی د نارنجي رنگ کمیسانو په اغوستلو سره ځان پولیسو ته ورته کاوه. دا کار د آلمان د پولیسو له پاره د منلو وړ نه وو.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebookد هغوی پر کمیسانو باندي د Sharia Police عبارت لیکل شوی وو. هغوی د شپې له خوا ځوانان درول او د اسلام په اړه يې معلومات ورکول.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebookد بېلگې په توگه دغه کسان د شپې له خوا ځوانان دروي او ورته دیسکو ته د نه تلو سپارښتنه کوي. پر دې سربیره دغه سلفیان پلورنځایونو ته ننوتلي ول او پیریدونکو ته یې په خپله خبره اسلامي قوانین تشریح کړي ول.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebookدغو کسانو د خپلو فعالیتونو په اړه په انترنت کې یوه لنډه ویدیو خپره کړې ده. دغه افراطي وگړي د ۱۹ او ۳۳ کلونو تر منځ عمر لري.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebookدغې ډلې د خپلو فعالیتونو انځورونه هم خپاره کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/O. Bergد آلمان د اوپرتال پولیسو د ښار په مرکز کې خپل حضور ډیر کړی دی او پر خلکو یې غږ کړی دی چې د شکمنو کسانو د لیدو په صورت کې پولیسو ته خبر ورکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/ W.Steinbergد اوپرتال د پولیسو مشر ویلي دي: «په آلمان کې واک یوازي د دولت په لاس کې دی. د خلکو ویرول او هڅول د تحمل وړ نه دي.»
انځور: picture-alliance/dpa/B.Roesslerد آلمان د کورنیو چارو وزیز توماس دمزیر، هم په دې اړه غبرگون ښوولی وو. هغه ویلي ول: «د آلمان په خاوره کې شریعت د منلو وړ نه دی. هیڅوک د دې حق نه لري چې د آلمان د پولیسو له نوم څخه ناوړه گټه پورته کړي.»
انځور: picture-alliance/dpa/B.Roesslerپه عین حال کې آلماني سیاستوالو پر دې باندي ټینگار کړی دی چې د قانون پلي کول یوازي د حکومت په واک کې دي.
انځور: picture-alliance/dpa/B.Roesslerد اوپرتال ښار په آلمان کې د سلفیانو مرکز بلل کیږي. د آلمان په نورد راین ویستفالن ایالت کې د سلفیانو شمیر ۱۸۰۰ تنو ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/dpaسلفیانو هغه مهال اعلان کړی وو چې د اوپرتال په څیر عملیات به د آلمان په نورو ښارونو کې هم ترسره کړي.
انځور: picture-alliance/dpaد آلمان د اساسي قانون د ملاتړ فدرالې ادارې مشر گئورگ ماسن، له بیلد ورځپاڼي سره په مرکه کې ویلي ول چې سلفیان له ځانه سره د داسي شعارونو د لېږدولو حق نه لري چې د نورو پر وړاندې نفرت خپور کړي.
انځور: picture-alliance/dpaویل کیږي چې آلماني پولیس له ډیري مودې راهیسې سلفیان تر نظر لاندي لري.
انځور: picture-alliance/dpa/ W.Steinbergله بلي خوا یو شمیر افراطي آلماني مسلمانان لا وختي سوریې ته د تندلارو اسلامپالو ډلو تر څنگ د جگړې په موخه تللي دي.
انځور: dapdپه آلمان کې اوس د هغو کسانو د برخلیک په اړه خبري رواني دي چې د سوریې له جگړې څخه بیرته دې هیواد ته راستنیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/B.Roessler