کارپوهانو له اوږدې مودې راهيسې د افريقايي خوگ تبې د رامنځته کیدو په اړه خبرداری ورکړی وو. اوس د آلمان په براندنبورگ ایالت کې د خوگانو د تبې ناروغۍ یوه پېښه تائيد شوې ده. آیا دغه ناروغي د انسانانو له پاره هم خطرناکه ده؟
انځور: picture-alliance/blickwinkel/S. Meyers
اعلان
د آلمان د خوراک او زارعت وزارت د چهار شنبې په ورځ (د سبتمبر ۹ نيټه) ويلي ول چې په براندنبورگ ايالت کې یې د افريقايي خوگ تبې يوه شکمنه پېښه موندلې ده او په دې اړه یې څيړنې پيل کړي دي.
خو اوس دغه شکمنه پېښه تائيد شوې ده او ويل شوي چې د گاونډي هېواد پولند يوه سيمه هم اغیزمنه شوې ده. د آلمان او پولند پر پوله د شپري نايسه په سيمه کې يو مړ وحشي خوگ موندل شوی وو. د وحشي او کورنيو خوگانو له پاره خطرناکه دا وبا بيا د انسانانو له پاره خطرناکه نه ده.
د وزارت له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د دغه ژوي څخه نمونې اخيستل شوې وې او په لابراتوار کې آزمويل شوي دي.
د روان ميلادي کال په سر کې هم د پولند په گريتر پولند وایووديشپ ایالت کې په يوه فارم کې د افرايقايي خوگ تبې د يوې پېښې تر پيدا کيدو وروسته د خوگانو ۴۵۰ فارمونه تړل شوي ول.
زموږ له آرشيف څخه:
بېله دغو ۸ ژويو پر مځکه ژوند ناممکن دی ـ انځوريز راپور
د مځکي پر کُره د هر ژوندي اورګانيزم رول او کردار معلوم دی. خو که د مځکې پر کُره د ژوند د بقا خبره سي، نو ورته دغه اته ژوي د نورو ټولو ژويو په پرتله ډېر مهم او حتمي دي:
انځور: Alex Wild/University of Texas at Austin
۸ مقام ـ مرجان
مرجان ته د سمندرونو ځنګلونه هم ويل کيږي. دا ځکه چي مرجان بالکل هغه شان د سمندرونو دننه د ژوند په بقا کي څو مهم کرادارونه ادا کوي لکه د مځکي پر سر چي ځنګلونه او ونې يې په غاړه لري. ساينسپوهان اټکل کوي چي د سمندر دننه د ژويو څلورمه برخه په مرجان کي ژوند کوي. که مرجان نه وي نو زيات سمندري ژوی به هم نه وي.
انځور: picture-alliance/AAP/James Cook University
۷ مقام ـ بيزوګاني / پريمات
شادو/بيزو يا پريمات حيوانان د انسان د بيولوژي سره ډېره نژدې بيولوژي لري. هغوی په تروپيک ځنګلونو کي د ژويو او بيلابېلوالي له پاره ډېر مهم دي. هغوی د دغو ځنګلونو له پاره د يو ډول «باغوان» وظيفه پر ځای کوي ځکه چي د دوی په مرسته تخم له يو ځای څخه بل ځای ته انتقاليږي او د تنوع سبب کيږي. د ځنګلونو د ژوندي پاته کېده له پاره د دغو ژويو ژوندي پاته کېدل سخت ضروري دي.
انځور: DW
۶ مقام ـ د باران چينجی
د باران چينجي د مځکي او خاوري د بيولوژيکي جوړښت له پاره دومره مهم دي چي ورته د «چاپيريالي نظام انجينير» خطاب هم کيږي. دغه ژوی مځکه پستوي او پکښي اورګانيک (عضوي) مواد هضموي او د خاوري د زرخيزه کېدو لامل کيږي. دغه چينجيان په خاوره کي د ډيرو ژويو د ژوند د حلقې له پاره زښت مهم دي. خو دغه ژوي د مځکي د مالګين کيدو له کبله د ګواښ سره مخ دي.
انځور: picture alliance/blickwinkel/J. Fieber
۵ مقام ـ شوپرک/ښاپيرک
د يو شمېر مهمو ميوه ورکوونکو او نورو ونو له پاره شوپرکان حياتي رول لوبوي. دا ځکه چي دغه ژوی نه يوازي له يو ځای څخه و بل ځای ته د تخمونو او د بوټو د مثمره کېدو لامل ګرځي بلکه دغه حيوانان و ونو او ځنګلونو ته د یو شمېر مضرو حشراتو خوراک کوي. د ښاپيرک يا شورپرک په مرسته يو شمېر بوټي ژوندي پاته دي. په مناسب شمېر د شوپرکانو شتون د زياتو زهرجنو حشره ضد موادو ګټور بديل دی.
انځور: picture-alliance/Bildagentur-online/Weber
۴ مقام ـ فیتوپلانکتون
فيتوپلانکتون د اوبو دننه يو ډول مايکرو سکوپي شينګيا ده چي پر مځکه د ژوند له پاره زښت مهم او اړين بلل کيږي. تر ټولو مهم کردار يې دا دی، چي پر مځکه د شته آکسيجن دوه پر دريمه برخه د همدغو ارګانيزمونو په مرسته جوړيږي. بېله دغو ارګانيزمونو به پر مځکه د اکسيجن کمښت رامنځ ته سي. د دې تر څنګ فيتوپلانکتون د يو شمير ژويو د ژوندي پاته کېدو له پاره مهم دي.
انځور: picture-alliance/dpa/P.Degginger
۳ مقام ـ مرخېړۍ/ پوڅکۍ
مرخېړۍ نه له حيواناتو او نه له نباتاتو، نه له مايکرو آزګانيمزمونو او نه له پروتو څون څخه دي. هغوی ته پر مځکه د «پنځم ډول ژوندي څيزونو» خطاب کيږي. بېله مرخېړيو به ښايي انسانان هيڅ وجود نه لرلای. مرخېړۍ هم په هوا، هم پر مځکه او هم په اوبو کي موندل کيږي. هغوی د مځکي د اصلي خوراک د ريسايکل کېدو لامل دي. په مرخيړيو کي زيات اقسام مضر مواد هم په ځان کي لري.
انځور: picture-alliance/blickwinkel/McPhoto
۲ مقام ـ مېږيان
مېږيان پر مځکه د ژوند له پاره زښت مهم دي. دغه ژوی د قطبينو په استثنی د مځکي د کُرې په ټولو سترو وچو کي موندل کيږي. مېږيان پر مځکه د نبتاتو او بوټو د تخمونو د تقسيم او د مځکي د زرخيزۍ له پاره زښت مهم دي. په نړۍ کي دمګړی له روانو څېړنو څخه يې زياتي پر دې هم تمرکز لري چي د کُرې د تودوښي زياتېدل پر مېږيانو څه ډول اغېز لري.
انځور: CC BY-SA 2.0/Geoff Gallice
۱ مقام ـ مچۍ
دا کومه پټه خبره نه ده چي مچۍ له مهم ترينو ژويو څخه يوه ده. د رويل جيوګرافيکل سوسايټي په نوم ادارې له همدې کبله مچۍ د نړۍ تر ټولو مهم ژوی بللی دی. د بوټو د مثمر کېدو او ګرده آفشاني او په همدې توګه د بوټو د ژوند د حلقو د طبيعي توازن له پاره د مچيو رول په بېسارې توګه مهم دی. انسانان چي له کومو بوټو څخه غذا ترلاسه کوي، ۷۰ سلنه برخه يې په مچيو پوري مربوطه ده.