1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

په آلمان کې د افغان مهاجر د عمري بند د سزا حکم نهايي سو

گل غوټۍ پوپل | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ مهر ۲, چهارشنبه

د منهایم په ښارکې د یوه پولیس د وژلو په تور د یوه افغان مهاجر د عمري بند د سزا حکم د چهارشنبې په ورځ نهايي او د تطبیق کیدو وړ وگرځید. هغه په ۲۰۲۴م کال کې د اسلام د منتقدینو پر یوې غونډې د چړې برید کړی وو.

آلمان،شتوتگارټ: په منهایم کې پر یوه پولیس د چړې له وژونکي برید وروسته د حکم صادریدل
په آلمان کې د افغان مهاجر د عمري بند د سزا حکم نهايي سوانځور: Marijan Murat/dpa/picture alliance

سليمان ع. د چړې په برید سره د یوه پولیس په گډون شپږ تنه زخمیان کړي وو. نوموړی تیره اونۍ د یوه پولیس د وژلو او د وژنو د اقدام د څو نورو پیښو په تور د عمري بند په سزا محکوم سو.

قضايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۲۴) اعلان وکړ چې په قضیې کې له دخیلو اړخونو څخه، یوه هم د بیا کتنې غوښتنه ونه کړه او حکم یې منلی دی. په دې ډول د بیا کتنې د غوښتنې له پاره د یوې اونۍ ټاکل سوي وخت په تیریدو سره، د تورن کس د عمري بند د سزا حکم نهایي او د تطبیق وړ وگرځید.

د چړې په مرسته برید

سلیمان، چې ډویچه ویله یې د آلمان د رسنیو د قانون له مخې د هغه بشپړ هوئیت نه خپروي، د ۲۰۲۴ م کال د می پر ۳۱ مه پر هغو کسانو د چړې برید وکړ چې د «پکس اروپا» په نوم د اسلام د منتقدې ډلې په یوې غونډې کې د منهایم د ښار په بازار کې سره راټول سوي وو.

په دغه پیښه کې شپږ تنه زخمیان سول چې پنځه تنه یې د «پکس اروپا» د غونډې گډون کوونکي وو. نوموړي پولیس له دغې پیښې څو ورځې وروسته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

بریدکوونکی چې په هغه وخت کې ۲۵ کلن و، د یوه بل پولیس له خوا د پیښې په ځای کې تر ډزو لاندې راغی او ټپي سو.

په جرم د تورن کس له اعتراف وروسته د عمري بند د حکم صادرول

د آلمان د فدرالي څارنوالۍ په وینا، دا ثابته سوې ده چې تورن کس د نوموړي جرم له ترسره کولو مخکې له کلونو راهیسې، افراطي او د "اسلامي دولت" یا داعش په نوم پیژندل سوې ترهگرې ډلې سره یوځای سوی و.

د څارنوالۍ په وینا، هغه غوښتل چې د «پکس اروپا» له ډلې څخه نه یوازې د اسلام منتقد مایکل ستورڅینبیرگر بلکه د امکان ترحده د اسلام ډیر شمیر منتقدین چې د هغه په نظر «بی‌دینه» کسان دي، ووژني.

تورن کس د محاکمې په ترڅ کې په خپل جرم اعتراف وکړ او پښیماني یې هم څرگنده کړه. نوموړي ددغه برید د انگیزې په اړه، په ۲۰۲۳ م کال کې د غزې د جگړې پیل کیدو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دغې پیښې د هغه ژوند ته بدلون ورکړی دی.

نوموړې پیښې د مهاجرت او د پناه غوښتونکو د اخراج په هکله سخت بحثونه راپوته کړل. تر هغه وروسته له آلمان څخه د مجرمو افغان مهاجرو د اخراج په هکله غوښتنې زیاتې سوې دي.

جرمني کې د چړې مرګوني برید غبرګونونه پارولي

03:07

This browser does not support the video element.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل