1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «آلماني امامانو» لومړنۍ ډله له لوړو زدکړو فارغه شوه

۱۴۰۲ مهر ۹, یکشنبه

۲۶ تنو د آلمان د اوسنابروک له «اسلامي کالج» څخه خپل د امامت د فارغ التحصيلۍ سندونه په لاس راوړل. دوی په اسلامي کالج کې دوه کاله زدکړې کړي او اوس د کار موندنې په لټه کې دي. په آلمان کې د امامانو کار څرنګه دی؟

Deutschland Osnabrück | Islamkolleg Deutschland | Abschlussfeier für die ersten Absolventen
انځور: Friso Gentsch/dpa/picture alliance

د آلمان پخوانی ولسمشر، کریستیان وولف، چې د اسلامي کالج مشري پر غاړه لري له ېوې تاريخې ورځې څخه خبرې وکړې. هغه وويل: «د لومړي ځل له پاره د جماعت امامانو په آلماني ژبه زده کړې کړي، هغه څه چې مخکې هيڅ کله نه وو شوي.»

اسلامي کالج د ۲۰۱۹م کال په وروستيو کې د آلمان د نیدرزاکسن ایالت په اوسنابروک ښار کې تاسیس شو او لومړنيو متقضایانو  په کې د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې خپلې زدکړې پيل کړې. 

د آلمان روزل شوي امامان د کار په لټه کې

هغوی باید په اسلامي کالج کې د زدکړو له پاره په آلمان کې د اسلامي الهیاتو سند له ځانه سره ولري. د اسلامي کالج بودجه د کورنيو چارو وزارت له خوا ورکول کيږي.

په آلمان کې د امامانو د کار څرنګوالی تر اوسه ظاهرا سخت ښکاري. خو وولف ډاډ څرګند کړ چې د کار موندنې په برخه کې د فارغ شوو محصلينو اوسنۍ ستونزې کېدای شي په راتلونکو کلونو کې حل شي. فارغ شوي امامان کولی شي په آلماني بنسټونو او ادارو او حتی د آلمان په پوځ کې په کار وګمارل شي.

د آرشیف انځور - په آلمان کې د امامانو د کار څرنګوالی تر اوسه ظاهرا سخت ښکاري، خو د اسلامي کالج مشر وولف ډاډ څرګند کړ چې په راتلونکو کلونو کې به حل شيانځور: Mesut Zeyrek/AA/picture alliance

د «آلمان د مسلمانانو د مرکزي شورا» رئيس، ایمان مازيک، د امامانو د لومړۍ ډلې پر فراغت د خوښۍ په څرګندولو سره وويل چې په شرایطو برابرو امامانو ته چې د يو«روشن فکره» اسلام استازي وي، شدیده اړتیا ده.

د آلمان د مسلمانانو مرکزي شورا د دغه اسلامي کالج د موسسو غړو څخه يو غړی دی.

خو مازيک وايي چې دولت اجازه نه لري چې د مذهبي کارکوونکو مالي لګښتونه په مستقیم یا غیرمستقیم توګه تامين کړي.

په اوسنابروک کې د اسلامي الهیاتو استاد، بولنت اوچار، د مازیک برخلاف په دې باور دی چې دولت هم خپل مسئولیتونه لري. هغه وايي څرنګه چې په آلمان کې د نورو ادیانو مالي ملاتړ د دولت له خوا کيږي، دغه کار باید د مسلمانانو له پاره هم د امکان وړ وي.

د آلمان سیاسي مسئولینو له پاره هم دغه امر ډېر مهم دی چې اسلامي کالج د آلمان د کورنيو چارو وزارت او د نیدرزاکسن ایالت له خوا مالي ملاتړ ترلاسه کړي.

دويچه ویله ف/م.ک.ص./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب