د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخي ګوند څخه برګيته فرایهولد، د آلمان له ماليې وزارت څخه په آلمان کې د امريکايي ځواکونو د لګښت په اړه پوښتنه کړې ده. د آلمان د ماليٍې وزارت د دغې پوښتنې په ځواب کې ويلي دي چې په تیرو لسو کالونو کې یې يو ميليارډ يورو مصرف لرلی دی.
په دې ترتيب د آلمان حکومت هر کال په خپله خاوره کې د امريکايي ځواکونو د حضور له پاره په اوسط ډول، ۱۰۰ ميليونه يورو بوديجه ځانګړې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې دغه بوديجه هغې په پرتله چې د امريکا حکومت يې په آلمان کې د خپلو عسکرو له پاره مصروفوي، ډيره لږه ده.
د آلمان حکومت په دغه هېواد کې د ميشتو امريکايي ځواکونو له پاره په تيرو لسو کلونو کې شاوخوا ۶۵۰ ميليونه يورو مصرف کړي دي. دغه پيسې تر ډيره، سرتيرو ته د ساختمانانو پر جوړيدو او په اداره باندې لګيدلي دي. آلمان له دې نه علاوه، ۳۴۰ ميليونه دفاعي جانبي بوديجه هم لرلې ده، لکه هغو امريکايي کارکونکو سره نغدي مرستې چې په آلمان کې يې مرکزونه تړل شوي دي، د هغو پیسو بيرته ورکړه چې امريکا په آلمان کې د خپلو پخوانيو پوځي اډو پر جوړيدو لګولې او داسې نور.
د آلمان له خوا په دغه هيواد کې د ميشتو امريکايي ځواکونو د بوديجې په اړه ناسم تصوير وړاندې کيږي. امريکا په آلمان کې د خپلو ميشتو ۳۵ زره عسکرو له پاره ډيره زياته بوديجه په مصرف رسوي.
د هغه رپوټ په حواله چې د «شپيګل آنلاين» ويب پاڼې له خوا خپور شوی، په آلمان کې د ميشتو امريکايي ځواکونو د ۲۰۲۰م کال له پاره د څه باندې ۷ ميلیارډه يورو مصرف په نظر کې نيول شوی دی. په دې ترتيب، د امريکا بودیجه د هغې بوديجې په پرتله چې آلمان يې په دې برخه کې ځانکړې کوي، ۶۱ برابره لوړه ده.
په آلمان کې د امريکايي ځواکونو لګښت، په نورو هيوادونو کې د ميشتو امريکايي ځواکونو په پرتله لوړ دی. خو امريکا هم په آلمان او نورو اروپايي هيوادونو کې د خپلو ځواکونو له حضور څخه ګټه پورته کوي. امريکا متحده ايالات په افغانستان او عراق کې د خپلو پوځي ماموريتونونو د اکمالاتو يوه برخه، د آلمان په راینلند فالس ايالت کې له خپلې پوځې اډې څخه ترسره کوي.
ترمپ د آلمان په راینلند فاتس ايالت کې د ميشتو امريکايي ځواکونو سره، ۲۷ دسمبر ۲۰۱۸انځور: picture-alliance/dpa/S. Craighead د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ ويلي دي چې تصميم لري، په آلمان کې له ميشتو ۳۵ زره امريکايي ځواکونو څخه ۹۵۰۰ يې يوې بلې سيمې ته وليږي.
ترمپ ادعا کړې چې په آلمان کې د خپلو ځواکونو د حضور او د دغه هيواد د دفاع له پاره ډيره لوړه بوديجه په مصرف رسوي. ترمپ پر دې سربیره، پر آلمان نيوکه کړې چې د ناټو د توافق پر اساس يې پوځې بوديجه په کافي اندازه لوړه کړې نه ده.
د ناټو د تصميم پر اساس، د دغه تړون ټول غړي هيوادونه بايد د خپلو ناخالصو تولیداتو دوه سلنه برخه، دفاعي بوديجې ته ځانګړې کړي. آلمان د پوځي بوديجې د لوړيدو او د ۱/۳۸ سلنې ملي ناخالص تولید د تخصيص سربيره، په دې برخه کې له ټاکل شوې اندازې څخه لږ بوديجه تحويلوي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا په دفاعي او پوځي چارو کې د ملي ناخالص توليداتو شاوخوا درې نيمه سلنه برخه په مصرف رسوي.
د امريکا د پوځي حضور ګټه
په آلمان کې د امريکايي ځواکونو حضور، د دغه هيواد د اقتصاد له پاره هم ګټور دی. د بيلګې په توګه کيدای شي په دې برخه کې په راین فالس ايالت کې د رامشتاین پوځې اډې څه یادونه وشي.
امريکا په دغې پوځې اډه کې خپلو ۱۸۵۰۰ ځواکونو ته هستوګنځايونه ورکړي دي. سربيره پر دې په دغې اډه کې ۱۲۰۰۰ غيرپوځي امريکايانو ته هم د اوسیدو ځایونه ورکړل شوي دي. د دغو افرادو د کورنيو ۲۵۰۰۰ غړي هم په دغه ایالت کې ژوند کوي.
امريکا متحده ايالات دغو کسانو ته په کال کې څه باندې یو ميليارډ او سل ميلیونه يورو د دوی د حقوقو او معاشاتو له پاره ورکوي. د دغو پيسو تر ټولو ډيره برخه يې د آلمان په خاوره کې مصرفيږي. ويل شږي چې په مجموع کې د اقتصادي لحاظه آلمان په خپله خاوره کې د امريکايي ځواکونو له حضور څخه، په کال کې د شاوخوا دوه ميليارډ او ۳۴۸ ميلیونه يورو په اندازه ګټه او توليدات په لاس راوړي.
دويچه ويله ف/ م.ک.ص./ ن.ز
زموږ له آرشيف څخه:
هغه هیوادونه چې د خپلو ملي عوایدو ډیره برخه پر پوځي موخو مصرفوي
د سولې نړیوال څیړنیز انیستیتوت د نوي رپوټ پر بنسټ تیرکال په پوځي لګښتونو کې زیاتوالی راغلی. هند، چین، امریکا، روسیه او سعودي، د هغو هیوادونو په کتار کې شامل دي چې خپل نظامي لګښتونه یي ډیر لوړ کړي دي. انځور: picture-alliance/dpa/Xinhua News Agency/L. Ziheng عمان د هغو هيوادنو په سر کي راځي چي د خپلو ملي عوايدو ډيره برخه ئې پر پوځي مصارفو لگولې ده. عمان تیر کال ۶،۷ میلیارده ډالره پر پوځي مصارفو لګولي دي چې دا یي د جي ډي پي یا ملي ناخالص تولید ۸،۸ سلنه برخه ده. د مجموعي لګښت پر اساس عمان په نړۍ کې ۳۱ ځای لري.
انځور: picture-alliance/dpa سعودي عربستان د خپل ملي ناخالص تولید ۸ سلنه پر دفاعي بودیجې لګوي. دغه هیواد په ۲۰۱۹م کال کې پر پوځي او دفاعي وسایلو ۶۱،۹ میلیارده ډالره مصرف کړي دي چې د پوځي مصارفو له پلوه سعودي عربستان په نړۍ کې پنځم مقام ترلاسه کړی دی.
انځور: Reuters/J. Ernst شمالي افریقایي هیواد الجزایر تیرکال ۱۰،۳۰ میلیارده ډالره پر پوځ او وسلو مصرف کړي دي چې دا د دې هیواد ملي ناخالص تولید یا جي ډي پي ۶ سلنه کیږي. د پوځي مصارفو له پلوه الجزایر په نړۍ کې ۲۳ ځای نیولی.
انځور: picture-alliance/AP کویت په دریم مقام کې مقام کې ځای نیولی دغه هیواد د خپل ملي ناخالص تولید ۵،۶ سلنه پر پوځي او دفاعي برخه مصرفوي. کویت تیرکال ۷،۷ میلیارده ډالره په پوځي برخه لګولي دي او په دې ترتیب سره يې په نړیواله کچه ۲۶ ځای ترلاسه کړی دی.
انځور: picture-alliance/ZumaPress/U.S. Marines تیرکال د اسرائیل پوځي مصارف ۲۰،۵ میلیارده ډالره ول، او په دې برخه کې د ډیرو پيسو مصرفونکو هیوادونو په کتار کې يي ۱۵ مقام ترلاسه کړی دی. اسرائیل د خپل ملي ناخالص تولید ۵،۳ سلنه پر پوځ مصرف کړي دي او په دې حساب یي پنځم مقام ترلاسه کړی دی.
انځور: AFP/H. Bader د ترکیي د ګاونډي هیواد ارمنستان پوځي مصارف د دغه هیواد د جي ډي پي ۴،۹ سلنه برخه ده. خو د دې هیواد مجموعي پوځي لګښت ۶۷۳ میلیارده ډالره کیږي.
انځور: Imago/Itar-Tass اُردن د خپل ملي ناخالص تولید ۴،۹ سلنه برخه پر پوځي مصارفو لګوي چې په دې اساس د نړۍ ۷ نمبر هیواد دی. اردن په نظامي برخه کې د تر ټولو ډیرو پيسو مصرفونکو هیوادونو په کتار کې ۵۷ ځای لري.
انځور: Getty Images/J. Pix لبنان د خپل ملي ناخالص تولید ۴،۲۰ سلنه برخه پر پوځي مصارفو لګوي. دغه هیواد تیرکال ۲،۵ میلیارده ډالره په نظامي برخه کې مصرف کړي دي.
انځور: AP اذربایجان هم ۱،۸ میلیارده ډالره پوځي مصارف درلودل، خو د جي ډي پي د کموالي له امله دغه لګښتونه د ملي ناخالص تولید له ۴ سلنې سره مساوي کیږي.
انځور: REUTERS د سپري د رپوټ پر بنسټ پاکستان تیرکال د خپل ملي ناخالص تولید ۴ سلنه پر پوځي برخه لګولي دي. دغه هیواد په ۲۰۱۹م کال کې ۱۰،۲۶ میلیارده یورو په دې برخه کې مصرف کړي دي. په دې توګه پاکستان د پوځي مصارفو له مخې د نړۍ ۲۴ نمبر هیواد دی.
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem روسیي ۶۵ میلیارده ډالره پوځي مصارف درلودل چې د تر ټولو ډیرو پيسو مصرفونکو هیوادونو په کتار کې یي ۴ ځای نیولی دی. خو دغه مصارف د روسيي د جي ډي پي ۳،۹ سلنه کیږي چې په دې اعتبار د نړۍ ۱۱ نمبر هیواد دی.
انځور: picture-alliance/dpa/I. Pitalev هند د پوځي لګښتونو پر اساس د نړۍ دریم هیواد دی. تیرکال د هند پوځي مصارف ۷۱ میلیارده ډالره وو چې د دغه هیواد د ملي ناخالص تولید ۲،۴۰ سلنه کیږي او په دې حساب دغه هیواد ۳۳ مقام لري.
انځور: Reuters/S. Andrade چین د پوځي مصارفو له پلوه د نړۍ دویم لوی هیواد دی. تیر کال د بیجنګ حکومت په دې برخه کې ۲۶۱ میلیارده ډالره مصرف کړي دي. دا پيسې د چين د جي ډي پي ۱،۹۰ سلنه برخه تشکیلوي او په دې اساس دا د نړۍ ۵۰ نمبر هیواد دی.
انځور: picture-alliance/dpa/Xinhua News Agency/L. Ziheng امریکا په نړۍ کې پر پوځ تر ټولو ډیرې پيسې مصرفوي. تیرکال د امریکا پوځي لګښت ۷۳۲ میلیارده ډالره وو په داسې حال کې چې په ۲۰۱۸م کال کې يي پوځي لګښت ۶۸۲ میلیارده ډالره وو. خو پر دې زیاتوالي سربیره هم دا د امریکا د جي ډي پي ۳،۴۰ سلنه برخه تشکیلوي چې په دې اساس متحده ایالات د نړۍ ۱۴ نمبر هیواد دی.
انځور: picture-alliance/Zuma Press/Planet Pix/S. Craighead