آلماني رسنې امیر نجار زاده، چې څو کاله مخکې له افغانستان څخه آلمان ته راغلي دي، د مونشن د ښار د جمعې ورځې د پیښې اتل بولي.
د «فوکوس» انلاین مجلې په حواله دغه ۲۰ کلن افغان ځوان په المپیا سوداګریز مرکز کې د «مونا» پلورنځای د ساتونکي په توګه کار کوي. هغه د ډزو له اوریدو سره شاوخوا ۲۰۰ وارخطا شوي کسان د دغه پلورنځي په تاکاوۍ کې ځای پر ځای کړل او د هغوی ساتنه یې وکړه.
د «تاتس» ورځپاڼې د امیر په حواله لیکلي دي: «په یو وارې د ۱۵۰ یا ۲۰۰ په شاوخوا کې وارخطا کسان پلورنځي ته راننوتل.»
د دغو کسانو په ډله کې درې ماشومان هم شامل وو چې ژړل یې او خپلې مور ګانې یې ورکې کړې وې. د تاتس په حواله امیر ویلي دي: «ما دغه ماشومان او نور ټول کسان زیر زمیني ته بوتلل او ورته مې اوبه راوړې.»
تر دې وروسته امیر له پلورنځي ووت چې پولیسو ته اطلاع ورکړي. امیر وایي: «هلته مې په وینو ککړ دوه کسان ولیدل. هغوی ته مې اوبه راوړې چې ځانونه له وینو پاک کړي.»
د هغو کسانو په ډله کې چې امیر ورسره مرسته کړې ده یوه حامله میرمن هم شامله وه. د «شتوتګارتر څایتونګ» ورځپاڼې په حواله امیر ویلي دي: «دا حامله میرمن داسې لړزیده چې زه ویریدم چې ماشوم به یې سقط شي. زما خپله میرمنه هم حامله ده.»
امیر درې کاله وړاندې آلمان ته راغلی دی او اوس په مونشن ښار کې اوسیږي. هغه وایي کله چې پوه شو چې د مونشن ښار برید کوونکی نه افغان او نه هم مهاجر دی، نو یو څه آرامه شو. هغه رسنیو ته ویلي دي: «ما په آلمان کې هر هغه څه چې غوښتل تر لاسه کړي دي. اوس غواړم هغه جبران کړم.»
نور مطالب دلته ولولئ:
انځورونه: د آلمان په مونيخ یا مونشن ښار کي وسله وال بريد
په مونشن کي د احتمالي ۳ وسله والو په ډزو کي لږ تر لږه ۷ انسانان وژل سوي دي. د جمعې په ورځ په ماښام د اولمپیا مارکېټ ته نژدې او بيا د هغه دننه ډزو مرګ ژوبله رامنځ ته کړه. د دغه بريد په تړاو انځوريز راپور دلته کتلای سئ:
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balkد آلمان د صدراعظمې انګېلا مېرکل په دفتر کي د مونشن د بريد په تړاو بېړنۍ غونډه راوبلل سوه.
انځور: Reuters/dedinac/M. Müllerد پوليسو وياند مارکوس دا گلوریا مارتینز د مونشن د بريد په تړاو خبريالانو ته معلومات ورکول.
انځور: picture-alliance/dpa/L. Schulzeد خبرونو له مخي لومړۍ ډزي د مونيخ يا مونشن ښار په منځ کي واورېدل سوې..
انځور: Reuters/dedinac/M. Müllerد دغه بريد په تړاو په لومړي سر کي د ۶ او وروسته د ۸ انسانانو د وژل کېدو خبرونه ورکول سول.
انځور: Reuters/dedinac/M. Müllerپوليسو په لوړ شمېر سره د اولمپيا سر پټي مارکېټ شاوخوا سيمه محاصره کړه.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebertد پوليسو د ملاتړ له پاره د بريد په سيمه کي څرخي الوتکي هم ګرځېدلې.
انځور: DW/J. Ospina-Valenciaبريدګر د ډزو وروسته و اولمپيا کارکېټ دننه ته په تښتېدلو بريالي سول.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppeپوليسو د تښتېدلو بريدګرو د موندلو له پاره و سيمي ته ورتلونکي ټولي لاري بندي کړې.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebertد مونشن د مرکزي برخي فضا د امبولانسونو، پوليسو د موټرو او څرخي الوتکو شور نيولې وه.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balkپوليس د اورګاډو د لويو تمځايونو تر څنګ د ښار نورو حساسو ځايونو ته د امنيت نيونې په مقصد ورسېدل.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balkپوليسو د بريد له سيمي څخه د خلکو په خوندي ځايونو ته انتقالولو کي مرسته وکړه.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppeد بريد شاهدانو په لومړي سر کي وويل چي درې وسله وال يې وليدل.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balkپوليسو په لومړي سر کي دغه بريد يو «وسله وال بريد» وباله. خو وروسته يې وويل چي کيدلای سي چي دغه يو «ترهګر بريد» وي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebertد جمعې په ورځ د ماښام د شپږو بجو څخه مخکي د مونيخ په مرکز کي ډزي واورېدل سوې.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebertپوليسو د مونشن له اوسېدونکو وغوښتل چي په خپلو کورونو کي دننه پاته سي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Hörhagerد مونيخ دننه د هر ډول عمومي ترانسپورت تګ راتګ بند کړل سو.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Hörhagerپوليسو له مځکي او هوا څخه وضعه څارله.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balkپوليسو په مونيخ کي له انسانانو وغوښتل چي و بازارونو او ښار نورو برخو ته له تګ څخه دي صرف نظر وکړي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Widmann