په آلمان کې د بنګو بوټي د قانوني کولو طرحه
۱۴۰۲ فروردین ۲۵, جمعهد آلمان فدرالي حکومت غواړي چي د يوې ټاکلي اندازې بنګو بوټی او په ځينو مواردو کي د چرسو استعمال قانوني کړي. د آلمان د روغتیا وزیر کارل لاوترباخ او د کرهڼې وزیر جیم اوزدیمیر له خوا له وړاندې شوي پلانونو سره سم، لویان به وکولای شي په راتلونکي کې په شخصي ډول د بنګ ځانګړي مقدار وکري.
په دې اړه اړوند مطلب: د بنګو بوټي د ډبرو په زمانه کې هم کرل کيده
پتېيل شوې ده چې د بنګو بوټي غوټۍ يا په اروپا کي چي ماريجوانا ورته ويل کيږي، د په اصطلاح سوشال کلبونو له خوا و پلورل شي. هغه څوک چي غواړي ماريجوانا يا بنګ استعمال کړي بايد د ياد کلب غړيتوب ولري.د دغو کلبونو غړي کولای شي په ورځ کې تر ۲۵ ګرامه او په میاشت کې تر ۵۰ ګرامه پورې ماريجوانا واخلي. د دغو کلبونو د غړو د شخصي کښت له پاره، په میاشت کې تر ۷ ځلي د تخمونو کرل یا ۵ قلمو ته اجازه ورکول کیږي.
خرڅلاو به يې لومړی چيري وي؟
د ایتلافي حکومت په قرارداد کې د سوسیال دیموکراتانو، زرغون او لیبرال ګوندونو موافقه کړې وه چې «د لویانو له پاره چې په تفریحي توګه چرس کاروي، په جواز لرونکو پلورنځیو کې» اجازه ورکړي.د روغتیا وزیر لاوترباخ مخکې تر دې په مني موسم کې په دې اړه وړاندیزونه کړي ول. په ورته حال کې له پیل څخه داسې اندېښنې موجودې وې چې کیدای شي دا پلانونه د نړیوالو او اروپايي اتحادیې د قوانینو نقض کولو له امله ناکام شي. اوس تمه ده دا خرڅلاو په دوو مرحلو او په پیل کې د ملاتړ او علمي مشورې سره په نمونيي سیمو کې وازمویل شي.
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
د دواړو وزارتونو د خبرپاڼو له مخې چې په دې برخه کې د اروپايي ټولنې له کمېسیون سره تر بحثونو وروسته هوکړه شوې ده. د قانوني جزئیاتو له نويو مقرراتو څخه وروسته، د انفرادي کرنې او د اتحادیو په برخه کې د قانون لومړۍ لایحې له پاره وړاندیزلیک باید په همدې آپریل میاشت کې وړاندې شي.
اړوند مطلب:د انسان پر مغز او بدن د چرسو اغیزې
«نور باید هیڅوک له قاچاقبرانو څخه پېر او پلور و نه کړي»
د روغتیا او د کرهڼې وزیرانو د دې قانوني طرحې دفاع وکړه او د دولت پر استدلالونه یې په دې برخه کې چې د تور بازار او قاچاق مخه ونیول شي، ټینګار وکړ. د کرهڼې وزیر جم اوزدمیر په دې اړه وویل: «نور باید هیڅوک پرته له دې چې پوه شي څه ترلاسه کوي، له دلالانو څخه ونه پېري.»
د روغتیا وزیر کارل لاوترباخ د لویانو له پاره د بنګو بټی يا ماريجوانا عرضه کول «په بشپړه توګه له شفاف مقدار سره... د ځوانانو د مخنیوي اقدامونو په تړاو» خبرې وکړې. هغه وویل چې د بنګو بوټي په برخه کې له پخواني پالیسۍ سره موافق نه وو.
زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ
ماريجوانا یا په عامه اصطلاح «ګراس» په آلمان کې له ۲۰۱۷م کال راهيسي د روغتیا پالانو له نسخې سره د لاسرسي وړ دي. د روغتیا وزارت په وینا، په ۲۰۲۲م کال کې څلور ميلیونه آلمانانو ماريجوانا يا چرس استعمال کړي دي.