1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د بهرنیو روغتیا پالونکو شمير لوړ شوی

۱۳۹۷ خرداد ۱۴, دوشنبه

د آلمان روغتیايي سیستم له بهرنیو روغتیا پالونکو پرته پر مخ نه شي تلای. د فدرال آلمان تازه خپرې شوې شمیرې ښيي چې په دې هیواد کې د میشتو بهرنیو روغتیايي پالونکو شمیر له ۲۰۱۳ کال راهیسې څه نا څه دوه برابره لوړ شوی.

Deutschland Pflegekäfte aus dem Ausland
انځور: imago/epd

دغه معلومات «د آلمان له پاره بدیل ګوند» په غوښتنه د دې هیواد د روغتیا وزارت له خوا وړاندي شوي او بیا «پاساور نوین پریسه» ورځپاڼې ترلاسه کړي دي. د خپرو شویو معلوماتو په حواله په ۲۰۱۷ کال کې ۱۲۸ زره بهرني روغتیا پالان په آلمان کې په کار بوخت ول. په دغو کسانو کې نزدې ۶۰۰۰ د محدود کار خاوندان هم شامل ول.

په ۲۰۱۳ کال کې د دغو کسانو شمیر یوازې ۷۴ زره تنه وو چې پوره کار یې کوه او ۵۳۰۰ تنو نورو بیا په دې برخه کې محدود کارونه لرل. د محدود کار خاوندان په آلمان کې هغه دي چې په عمومي ډول یې د کار د قرارداد موده لنډه وي او په میاشت کې تر ۴۵۰ یورو پورې عاید لري.

ویل شوي دي چې د دغو روغتیا پالونکو له ډلې څخه ۶۶ زره د اروپايي ټولنې له نورو هیوادونو، ۱۸ زره یې له بالکان له هیوادونو، ۷۰۰۰ د شرقي اروپا له هیوادونو او ۳۵۰۰ له نورو هیوادونو څخه آلمان ته راغلي دي.

د آلمان له پاره بدیل ګوند د روغتیایي چارو سياستوال شتيفن براندر، په دي هکله «پاساور نوین پریسه» ته ویلي دي: «کله چې بهرني روغتيا پالونکي غواړي آلمان ته راشی نو باید یې پر وړاندې غيري ضروري ستونزی جوړې نه شي.»

هغه زیاته کړې ده چې دا د قناعت وړ خبره نه ده چې کله شرکتونه غواړي بهرني مسلکي کارکوونکي په دې برخه کې وګوماري نو پر وړاندې یې بیروکراتیکې ستونزې راولاړيږي. 

خو براندر په عين وخت کې خبردارې ورکړ چې باید پر بهرنیو کارکوونکو باندې ډيره زياته تکیه و نه شي ځکه په خبره یې دا کيداي شي د دغو کسانو په اصلي هیوادونو کې د مسلکي کارکونکو خلا رامنځ ته کړي او آلمان ته د کډوالو د یوه نوي بهیر د راتلو لامل شي.

دې آلماني سیاستوال ټینګار کړی دی چې د کار د شرایطو له ښو کولو او همداراز د معاشونو له لوړولو سره باید هڅه وشي چې لومړی دغه کارځایونه آلمانیانو ته ورکړل شي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل