د دې مرکز د معلوماتو له مخې، د پوهنتون شاوخوا ۷۰ فارغین به د دیني مشرانو په توګه د دوو کلونو په موده کې ورزول شي. دغو کسانو تر دې وړاندې په ترکیه کې شرعیات لوستي دي او په آلمان کې یې رسمي آزموینې هم تیرې کړي دي.
تر اوسه پورې په آلمان کې د کلیساوو برعکس دغو اسلامي ټولنو د دې وړتیا نه درلوده چې خپل مذهبي مشران د آلمان په داخل کې وروزي. بل لوري ته له څو کلونو راهیسې، په آلماني پوهنتونونو کې د اسلامي زده کړو آسانتیاوې هم برابرې شوي دي خو بیا هم تر دې دمه پورې به مذهبي مشران له بهرنیو هیوادونو څخه آلمان ته رابلل کیدل.
پر دیتیب سازمان چې د ترکیې له حکومت سره نیږدې اړیکي لري، تر دې وړاندې سختې نیوکې کیدې. پر دغه مذهبي سازمان تورونه پورې کړل شوي چې په آلمان کې د ترکیې د حکومت د اغیز ډیرولو له پاره کار کوي او دا چې په آلمان کې د ترکي الاصله آلمانانو د ادغام پر وړاندې خنډونه جوړوي.
په ۲۰۱۶م کال کې د ترکیې تر ناکامې کودتا وروسته، په آلمان کې میشت د دیتیب اړوند ګڼ شمیر امامان د آلمان د استخباراتي سازمان تر څار لاندې ساتل کیدل. د آلمان سیاستوال له اوږدې مودې راهیسې پر دیتیب سازمان فشارونه واردوي څو له مالي، ساختاري او سیاسي اړخه له ترکیې څخه خپل ځان جلا کړي.
زموږ له آرشیف څخه:
په آلمان کې د پرانیستل شوي ستر جومات انځورونه او معلومات!
دغه ستر جومات د آلمان په کولن ښار کې رغول شوی او نن د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په لاس پرانیستل شو. په کولن ښار کې د اردوغان پر ضد لاریونونه هم شوي. د جومات تاریخ، جوړیدل او په زړه پورې انځورونو دلته کلتی شئ.
دغه ستر جومات او اسلامي مرکز د شاوخوا ۱۲۰۰ کسانو د ځایولو ظرفیت لري. په دې جومات کې یو ستر اسلامي کتابتون هم موجود دی.
انځور: Picture alliance/dpa/M. Becker
په ۲۰۱۱م کال کي چي د جومات ۳۷ متره لوړه گبنده او دوه ۵۵ متره هسک منارونه جوړ شول په پلان کي وه چي د جوړيدو چاري یې تر ۲۰۱۲م کاله پوري پای ته ورسيږي. خو وروسته بیا د معمارۍ پر شرکت باندي د ځينو تورونو له کبله يې چاري وځنډېدلې.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Ossinegr
دغه مسجد پر ۱۶۵۰۰ متره مربع مځکه جوړ سوی دی او په کې يو کتابتون، د زده کړو او سمينارونو ځای، د دوکانونو له پاره ساحه، د خدماتو چمتو کوونکو له پاره دفترونه او د موتر درولو له پاره تر مځکي لاندي ستر پارکينگ جوړ سوي دي.
انځور: DW/F.Görner
دغه جومات د «دیتیب» په نامه د دیني چارو په برخه کې د اسلامي - ترکي ټولنې تر چتر لاندې دی. تر دې وروسته به د دغې ټولنې مرکز هم په دې جومات کې وي.
انځور: picture-alliance/AA/M. Zeyrek
«دیتیب» یا په دینې چارو کې د ترکیې – اسلامي ټولنه، په آلمان کې د جوماتونو تر ټولو ستره ټولنه شمیرل کیږي. د کولن د ستر جومات سربیره، په آلمان کې شاوخوا ۹۰۰ جوماتونو د دغې رسمي ټولنې تر چتر لاندې دي او شاوخوا ۸۰۰ زره غړي لري. په آلمان کې پر دغې ټولنې او جومات باندې انتقادونه شوي.