1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د جي ۲۰ کنفرانس او د نړۍ د نظم بحران

۱۳۹۵ بهمن ۲۸, پنجشنبه

د آلمان په بن ښار کې د بیلابیلو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د جي۲۰ په کنفرانس کې سره راټولیږي. آلمان د بحران په وخت کې غواړي یوه قوي اجندا پرمخ یوسي.

Ukraine Krise Panzer in Kiew
انځور: picture-alliance/dpa/R. Pilipey

په ټوله نړۍ کې بې ثباتي او بې امنیتي ترپخوا پراخه شوې. اوس دا ډیر ښه فرصت دی چې د خپلواکو هیوادونه او اجرایوي مشران یې سره راټولیږي او په رسمي ډول معلومات یو له بل سره شریکوي.

د جي ۲۰ کنفرانس مشري د تیرکال د دسمبر له ۱ نیټې څخه د آلمان پر غاړه ده او مخکې له دې چې د روان کال په جولای میاشت کې د آلمان په هامبورګ ښار کې د جي ۲۰ هیوادونو د مشرانو کنفرانس ترسره شي، آلمان به دې جي ۲۰ کنفرانس د وزیرانو کنفرانس یو سلسله نورې ناستې هم رهبري کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، ریکس تیلرسن به د پنجشنبې په ورځ د آلمان په بن ښار کې د ترسره کیدونکي جي ۲۰ کنفرانس کې په نړیواله کچه خپل کار پیل کړي. هغه به د آلمان د پخوانۍ پلازمینې بن ښار ته د خپل هیئت مشري وکړي.

د دې کنفرانس کوربه توب د آلمان د بهرنیو چارو نوی وزیر کوي. د بن ښار د آلمان د پارلمان په پخوانۍ ودانۍ کې د ترسره کیدونکي جي ۲۰ کنفرانس د اجندا هم ډیره پراخه ده.

د کنفرانس په اوږدو کې به ښايي له روسیې او سوریې نیولې بیا تر شمالي کوریا، منځني ختیځ، مکسیکو، ایران او اوکراین پورې موضوع ګانې او همدا راز د اقلیم بدلون، ترهګري او تر ټولو مهمه د داعش پر موضوع هم بحث او خبرې وشي.

دغه کنفرانس به د ترمپ د سپینې ماڼۍ او د مسکو د یوځای کیدو شاهد هم وي. ټاکل شوې چې د کنفرانس په ترڅ کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تیلرسن او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف هم یو له بل سره وویني.

په روانه اونۍ کې د جي ۲۰ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دغه کنفرانس په اروپا کې د درو نورو مهمو پیښو په منځ کې تر ټولو مهمه پیښه ده. په دې کنفرانس کې به ښايي د ترمپ له ادارې څخه وغوښتل چې د نړۍ د اوسني حالت په هکله دې خپل دریځ څرګند کړي.

سربیره پر دې، په روانه اونۍ کې به په بروکسل کې د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیران هم راټول شي او ټاکل شوې چې د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پینس به هم د راتلونکي جمعې په ورځ د آلمان په مونشن ښار کې د ترسره کیدونکي «مونشن امنیتي کنفرانس» په ترڅ کې د امنیتي مسلو په هکله د سپینې ماڼۍ دریځ هم روښانه کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب