آلماني پولیسو د خپلې لور د وژلو په تور شکمن پاکستانی نیولی
۱۳۹۶ آبان ۸, دوشنبهدغه پيښه د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۲۳مه نیټه) د آلمان په شمالي ښار هامبورګ کې رامنځ ته شوې وه. د آلماني پوليسو په حواله د سهيل آ. او د هغه د ميرمن لبنا تر منځ شخړه رامنځ ته شوې وه چې تر هغې وروسته لبنا د پيښې د رپوټ ورکولو په موخه د پوليسو ادارې ته تللې وه.
د دويچه ويله اردو څانګې په حواله کله چې لبنا له پوليسو سره يو ځای بيرته کورته راغله سهيل په کور کې نه وو او د خپلې دوه کلنې لور له پروت جسد سره مخامخ شول. هغې د خپلې لور مړی په داسې حال کې ويلید چې په غاړه ټپي شوې وه.
تر دې پيښې وروسته پوليسو د سهيل آ. د نيولو هڅې پيل کړې. سهیل د وروستي ځل له پاره د هامبورګ ښار د اورګاډو په مرکزي تمځاي کې ليدل شوی وو. د سهيل د نيولو په موخه د انترپول څخه هم مرسته غوښتل شوې وه. له برلين څخه د آلمان خبري آژانس د خپرو شويو رپوټو په حواله، پوليسو سهيل د يکشنبې په ورځ د هسپانيا په سان سبستيان سيمه کې نیولی دی.
دغه پاکستانی مهاجر د ۲۰۱۱ کال په دسمبر مياشت کې آلمان ته راغلی وو او خپله د پناه غوښتنه يې وړاندې کړې وه خو دغه غوښتنه يې د آلماني چارواکو له خوا رد شوې وه.
د ۲۰۱۲ کال په جولای مياشت کې د آلمان محکمې هم د سهيل عريضه رد کړه. تر هغې وروسته نوموړي ته د اخراج فيصله واورول شوه. خو د آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد» په حواله، د سهيل اخراج د نامعلومو دلايلو له وجې تر سره نه شو.
د اخراج حکم تر اورولو وروسته سهيل او لبنا سره اشنا شول او دهه کاله مخکې یې يوه لور نړۍ ته راغله. د روان کال په اپريل مياشت کې سهيل د خپل برخليک د معلومولو په موخه يو ځل بيا محکمې ته عريضه وړاندې کړه.
د دغې عريضې د څيړنې پر وخت پوليسو محکمې ته ويلي وو چې سهيل له خپلې ميرمن سره زور زياتی او تاوتريخوالی کوي.