په آلمان کې د روگن ټاپو په زړه پورې انځورونه
۱۳۹۶ فروردین ۱۲, شنبهپه آلمان کې د روگن ټاپو په زړه پورې انځورونه
د روګن ټاپو د آلمان په شمال ختیځ کې پروت دی. د توماج فریدوني په نوم د دویچه ویله یو تن مینه وال دغه ټاپو ته ورغلی او له خپلې کامرې سره یې څو په زړه پورې انځورونه اخیستې چې دا دی اوس يې له تاسې سره هم شریکوو.
د آلمان په شمال ختیځ کې د روګن ټاپو یا جزیرې په زړه پورې انځوریز البوم. په دغه ټاپو کې شاوخوا ۷۷ زره انسانان ژوند کوي.
د روگن (Rügen) ټاپو د آلمان په میکلن بورګ- فورپومرن ایالت کې واقع دی. د دغه ایالت د فرپومرن-روگن (Landkreis Vorpommern-Rügen) سیمه په آلمان کې یو له ډیرو ښایسته او کلیوالي سیمو څخه شمیرل کیږي.
توماج فریدوني دویچه ویله ته لیکلي دي چې د دغه ټاپو ډیرو سیمو ته ورتګ د ګرمې په موسم کې ښه وي، خو هغه د پسرلي په پيل کې دې ټاپو ته ورغلي او د لیدو وړ منظرو انځورونه یې اخیستي دي.
د دې ټاپو د ځانګړي جغرافیاوي موقعیت له کبله دلته د لمر خاته یا طلوع او لمر پریوته (غروب) حالت د لیدو وړ وي.
توماج فریدونی لیکلي دي: «هیڅ یو له دغو انځورونو څخه ایډیت یا فوټو شاپ شوي نه دي او د سحر له ۵ څخه تر ۹ بجو په زماني فاصله کې اخیستل شوي دي.»
د Rügen په ټاپو کې د لمر ختلو یوه ښکلې منظره
د دغه ټاپو ټول مساحت ۹۲۶ کیلومتر مربع دی.
د آلمان په شمال ختیځ کې له دغه ټاپو څخه د لمر ختلو یوه بله په زړه پورې ننداره او انځور.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (08.02.2016):
د ایران په کیش ټاپو وزمه کې تر ځمکې لاندې ښار
د کیش کاریز په دې ټاپو وزمه کې د سیلانیانو له پاره یو ډیر په زړه پورې ځای چې ویل کیږدي تر ۲۵۰۰ کلونو ډیر قدامت لري. پخوا به د خلکو د څښاک اوبه له همدې کاریزه برابرېدلې خو اوس تر ځمکي لاندې په یوه ښار بدل شوی دی.
د کیش کارېز په کیش ټاپو وزمه کې د سیلانیانو له پاره یوه ډیره په زړه پوري سیمه ده. ویل کیږي چې دغه سیمه تر ۲۵۰۰ کلونو ډیر قدامت لري.
پخوا به د کیش ټاپو وزمه اوسیدونکو د خپل څښاک اوبه له همدې ځایه ترلاسه کولې خو اوس دا ځای د سیلانیانو له پاره تر ځمکې لاندي په یوه زړه پوري سیمې بدل شوی دی.
دغه ښار د ۱۶ مترو په ژره کې تر ځمکي لاندې جوړ شوی دی او تر ۱۰ زره متر مربع ډیر پراخ دی.
د کاریز چت اته متره لوړ دی او له ښایسته ډبرو جوړ شوی دی.
د وخت په تیریدو سره د دې کاریز ښکلا هم ډیریږي.
د کیش کاریز له دې کبله ډیر اهمیت لري چې هغه په یوه کمې ارتفاع لرونکي ټاپو وزمه کې جوړ شوی دی.
دغه کاریز په ایران کې ډېر سیلانیان ځان ته جذبوي.
کاریزونه د لاندي اوبه دباندي راباسي.
د کیش کاریز خوږې اوبه په کیش ټاپو وزمه کې د فصلي اورښتوتنو پایله ده.
د باران اوبه د ځمکې له مرجانونو تیریږي او په طبیعي توګه فلتریږي. بیا وروسته په کاریز کې روانیږي.
له ځو کلونو راهیسې په کاریز کې د لاسې صنایعو پلورنځای او همداراز رستورانتونه هم جوړ شوي دي.
په کیش کاریز کې جاري اوبه
په کیش کاریز کې د اوبو حرکت ډیر وروو دی او له همدې کبله په لومړی نظر کې هغه انسان ته ولاړې ښکاري.
د کیش تر ځمکې لاندې ښار کې سیلانیان
د کیش کاریز