په آلمان کې د مالیې یو ایالتي وزیر مړ موندل شوی
۱۳۹۹ فروردین ۱۰, یکشنبهپولیسو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتې په ۲۸مه نیټه) تائید کړې چې د آلمان د هېسن ایالت د مالیې د وزیر توماس شیفر جسد یې د دې هیواد د هوخهایم په ښار کې موندلی دی چې د فرانکفورت او ماینز ښارونو په منځ کې موقعیت لري. د پولیسو په وینا د شیفر جسد د چټک تلونکو اورګاډو پر پټلۍ موندل شوی دی. توماس شیفر، د آلمان د خورا یوه بډایه ایالت یعنې هېسن چې فرانګفورت ښار یې هم اړوند دی، د مالیې وزیر وو.
په لومړي سر کې عینې شاهدانو د اورګاډي پر پټلۍ د پراته یوه جسد په هکله روغتیايي چارواکو ته خبر ورکړ. روغتیايي چارواکي سیمې ته تر رسیدو وروسته د جسد په پیژندلو کې له دې کبله پاتې راغلل، چې جسد د پیژندلو وړ نه وو.
د پیښې پلټونکو وویل چې په سیمه کې د پلټنو په پایله کې دا جوته شوه چې جسد د توماس شیفر دی او دا چې د هغه د مرګ لامل ښايي ځان وژنه وي. پولیسو په عاجله توګه د دې پیښې په هکله نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
د آلمان په هېسن ایالت کې د رسنیو د رپوټونو په حواله، ۵۴ کلن شیفر په دې وروستیو ورځو کې په دوامدراه توګه د خلکو په منځ کې را ظاهریدو او د بیلګې په توګه د کورنا ویروس د کړکیچ په برخه کې یې عامو خلکو ته د مالي مرستو په هکله معلومات ورکول.
توماس شیفر چې د مسیحي دموکرات ګوند غړی وو، د تیرو دوو لسیزو راهیسې د دې هیواد د هېسن ایالت په سیاست کې یوه فعاله څیره وه او د تیرو کابو لسو کلونو راهیسې د دې ایالت د مالیې وزیر وو. د آلمان مالي پایتخت یعنې فرانکفورت هم په هېسن ایالت کې موقعیت لري او د آلمان څلورم ستر ښار دی.
داسې اټکلونه هم موجود وو چې شیفر به د ۲۰۲۳م کال په انتخاباتو کې د دې ایالت د ایالتي لومړي وزیر ځای ناستی هم شي، البته یوازې په هغه صورت کې که چیرته ایالتي لومړي وزیر فولکر بویفیر، له بیا نوماندیدو څخه لاس په سر شي. د دې ایالت ایالتي لومړي وزیر بویفیر هم ویلي چې ایالتي مشرتابه په خواشينۍ او د بې باورۍ په څرګندولو سره د شیفر د مرګ خبر ترلاسه کړی.
ایالتي لومړي وزیر بویفیر وویل چې موږ ټولو ټکان خوړلی او باور نه شو کولی چې شیفر دومره ناڅاپه مړ شو. د مسیحي دموکرات اتحاد د ګوند تلونکې مشرې انیګریت کرامپ کرنباور هم ویلي چې د شیفر مرګ ټکان راکړ او زياته يې کړه چې «موږ ټولو ته یې زموږ په ګوند کې ټکان راکړ.» نوموړې د ټویټر په یوه پیغام کې وړاندې لیکلي چې د هغه مرګ موږ ټول حیران او خفه پریښودو. له شیفر څخه دوه ماشومان او میرمن یې پاتې ده.