په آلمان کې د مسجدونو په اړه شپږ حقايق
۱۴۰۱ مهر ۱۱, دوشنبه![آرشيف انځور: د برلين يو مسجد](https://static.dw.com/image/63256005_800.webp)
آلمان په دقت او نظم کې شهرت لري. هر څه ثبت او ارزول کيږي. خو دا چې په آلمان کې څومره مسجدونه شته، دقيق شمير یې معلوم نه دی. د اټکلونو پر اساس یې شمير د۲۳۵۰ څخه نيولی بيا ۲۷۵۰ ته رسېږي.
د آلمان د اسلامي کنفرانس ټولنې د يوې څېړنې په حواله په ۲۰۱۹م کال کې په آلمان کې د ميشتو ۵،۵ میليونو مسلمانانو څخه یې ۲۴ سلنه لږ تر لږه په اونۍ کې يو ځل دغو جوماتونو ته ورغلي ول.
په آلمان کې د مسجد په ورځ چې له ۱۹۹۷م کال راهيسې د اکتوبر پر درېمه لمانځل کيږي، په ټول هيواد کې کابو زر مسجدونه خپلې دروازې پرانيزي څو مسلمانان او غيرمسلمانان سره نزدې کړي.
سږ کال مسجدونو د «ناکافي سرچينو – او سترو مسئوليتونو» له شعار سره خپلې دروازې پرانيستي دي. په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا مشر ايمان مایزيک وويل چې «د اقليمي بحران اغیزې دلته [په آلمان کې] او د نړۍ په ډېرو برخو کې ليدل کيږي، لکه په دې وروستيو کې مو چې په پاکستان کې د سېلاب د ناورين په شکل مشاهده کړې.»
د مسجد د ورځې په مناسبت مو په آلمان کې د مسجدونو په اړه شپږ واقعيتونه راټول کړي دي.
۱: د آلمان په لومړي مسجد کې جهادستان روزل کیدل
د آلمان د براندنبورګ د ونسدورفر مسجد په ۱۹۱۵م کال کې د استانبول د مفتي په هيله جوړ شوی وو او د آلمان او حتی د اروپا تر ټولو تاريخي اسلامي ودانۍ بلل کيږي. دا مسجد د مسلمانو جنګي بنديانو په يوه مرکز کې جوړ شوی وو. دلته به نه يوازې په سوله ایزه توګه عبادت کيدی، بلکې له دې مسجد څخه د خپلو استعماري ځواکونو په وړاندې د لمسولو په توګه هم کار اخيستل کيدی. لکه د بريتانيا او فرانسې پر ضد. په دې جومات کې به جهادستانو لوړه کوله او بيا به «جهاد» ته استول کيدل.
له دې مسلمانو زندانيانو څخه به همدا راز د څيړنې په موخه ناوړه ګټه هم اخيستل کیده: غږونه یې ثبتيدل او د بشري علومو سروې یې پر مټ ترسره کیدلې.
۲: د آلمان تر ټولو زوړ مسجد تاج محل ته ورته دی
په برلين – ویلمزدورف کې دا مسجد اوس د آلمان تر ټول زوړ فعال جومات دی او مشهورې ودانۍ يې تاج محل ته ورته دی: دوه مينارونه چې هر يو یې تر ۳۰ مترو لوړی دی، د ودانۍ دوو لوريو ته ولاړ دي.
دا مسجد آلماني مهندس کارل اګوست هيرمن د ننني پاکستان د لاهور د احمديانو له پاره ډيزاين کړی وو چې په ۱۹۲۰م کال کې آلمان ته راغلي ول.
۳: د برلين په يوه مسجد کې ښځې هم امامت کوي
په ۲۰۱۷م کال کې د آلمان په پلازمينه برلين کې د مسلمانانو يو ډېر ځانګړی عبادت ځای رامنځته شو: په ابن - رشد – ګويټه – مسجد کې ښځې او نارينه په ګډه لمونځ کوي او ښځو ته د وعظ اجازه هم ورکول کيږي. همدا راز ال جي بي ټي کيو يا په جنستي اقليتونو پورې تړلي کسان هم دلته له عبادت څخه نه منع کيږي.
په آلمان کې د مسلمانانو ټولنې د مسجدونو د لا ښې ساتنې غوښتنه کوي
د دې مسجد په انترنت پاڼه کې ليکل شوي: «موږ دلته داسې اسلام عملي کوو چې ښځې او نارينه پکې مساوي حقونه لري او سره برابر دي. پر دې سربیره دلته د اسلام د ټولو مذهبونو پيروانو ته هرکلی ويل کيږي: سني، شعيه، صوفي، علوي ټول زموږ سره ځان تړلی ګڼي.»
۴: د مسجدونو پر ټولنو نيوکي
په آلمان د جوماتونو ټولنې د مسجدونو چارې پر مخ وړي. تر ټولو مشهوره او ستره د مسجدونو ټولنه د «ترکيې اسلامي ټولنه» ده چې لنډيز یې «DITIB» دی. پر دغي ټولني انتقاد کيږي چې د ترکیې د ديني چارو ادارې «ديانت» ته تابع ده.
د دې ټولنې زياتره امامان په ترکيه کې روزل کيږي او معاش هم د ترکیې د دولت له خوا ترلاسه کوي او بيا د څو کلونو له پاره په آلماني مسجدونو کې وعظ کوي. انتقاد کوونکي له کلونو راهيسي خبرداری ورکوي چې د ترکیې دولت له دې لارې پر عبادت کوونکو خپل تاثير اچوي.
دا چې د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان په آلمان کې ډېر پلويان لري، په ۲۰۱۸م کال کې د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو په ترڅ کې څرګنده شوه.
۵: په آلمان کې ډېر مسجدونه پټ دي
په داسې حال کې چې په آلمان کې د عيسويانو مقدسې ودانۍ د ښار انځور مشخصوي او زياتره کلي يوه کليسا لري، مسجدونه بيا داسې نه دي جوړ شوي چې د خلکو پام ځانته واړوي. زياتره مسجدونه حتی د مسجدونو په توګه پيژندل شوي هم نه دي.
زياتره وخت يوازې يوه لوحه اشاره کوي چې د استوګنې په يوه سيمه کې يا د ښار څخه دباندې په يوه صعنتي ساحه کې په يوه ودانۍ کې دننه يو مسجد دی.
يوه استثنا په کولن ښار کې د «ترکیې اسلامي ټولنې» مرکزي جومات دی چې د آلمان مشهور مهندس پاول بوهم ډيزاين کړې وه او د ۲۰۱۷م کال په دوبي کې پرانيستل شو. دغه يوه ستره او عصري ودانۍ ده او په يوه وخت پکې تر ۱۲۰۰ ډېر کسان لمونځ ادا کولی شي.
۶: د آذان له پاره لاوډسپیکر نه کارول کيږي
په آلمان کې که څه هم چې په مسجد کې د ملا پر آذان کولو کوم بندیز نشته خو په زیاتره جوماتونو کې آذان په لاوډسپيکر کې نه کيږي. په زياترو مسجدونو کې د منارونو پر نه شتون سربیره پکې ټولنیز نه زغم هم رول لري.
اردوغان په کولن ښار کې د ستر جومات پرانیستنه وکړه
د لوړ غږ آذان مخالفين دې ته د اضافي شور په سترګه ګوري او د ديني عقايدو د څرګندوونکي په توګه پرې نيوکه کوي. دوی وايي چې آذان د کليساو د ګنګړو د غږ برعکس الهياتي مفهوم هم لري له دې کبله د ګنګړو له غږ سره نه شي پرتله کیدلای. په اصل کې په آلمان کې يوازې له ديرشو جوماتونه په منظمه توګه آذان اوريدل کيږي.
ب. ص/ ن. ز (Bettina Baumann, Kristina Reymann-Schneider)
زموږ له آرشيف څخه: