1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د موټر غلا تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلې ده

۱۴۰۱ آبان ۳, سه‌شنبه

تېر کال په آلمان کې د موټرو غلا په بې ساري ډول کمه شوې ده. لامل یې د غلا ضد غوره سیسټمونه او د دغه هیواد د سرحدونو سخت کنټرول دی.

Autodiebstahl
انځور: Fotolia/Frank Eckgold

له هغه وخت راهیسې چې په آلمان کې د موټر د غلاو د شمیرو ثبتول پیل شوي، د نورو کلونو پر تله تر دې دمه هیڅ وخت آلمان کې د موټرو غلا دومره نه وه کمه شوې .

د آلمان د بیمې شرکتونو د اتحادیې (GDV) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د غلا شویو موټرو شمیر  ۹ زره  ۸۰۵ و چې د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۸ سلنه کموالی ښیي .

په جرمني کی غلا سوی لوکس موټر په اتریش کي پیدا سو

د ۱۹۹۰ لسیزو په لومړیو کې د بیمې شرکتونو په کال کې شاوخوا د ۱۰۰ زره موټرو غلاګانې ثبت کړې.

 له هغه وخت راهیسې، موټر د ایموبلایزر سيسټم [غلا ضد سیستم] سره خوندي شوي او پر دې سربیره د ختیځې اروپا له هیوادونو سره د آلمان پولې ډیرې سختې کنترولیږي.

بې اسنادو موټرو ته د اسنادو ورکول

د بیمې شرکتونو د اتحادیې د شمیرو له مخې برلین لاهم د موټر د غلو لپاره په آلمان کې ترټولو مشهور ښار دی. تیر کال د آلمان په پلازمینه کې د هر اړخیز بیمې شاوخوا ۲ زره او ۲۰۰ موټرونه غلا شوي .د دغو غلاوو له امله رامنځ ته شوی اقتصادي زیان له ۴۷ ملیونه او ۵۰۰ زره یورو څخه ډیر وو. په اوسط ډول، د بیمې شرکتونو د هرې غلا  لپاره ۲۱ زره او ۶۰۰ یورو ورکړي دي .

د دوو میلیونو يورو په ارزښت غلا شوی موټر و موندل شو

د ختیځې اروپا بانډونه

د آلمان د پولیسو په وینا، د موټر غلا د ختیځې اروپا څخه د ځانګړو ډلو لخوا ترسره کیږي. په برلين کې د هر اړخیزې بيمې لرونکو هرو ۱۰۰۰موټرو ۲،۲ فيصده یې غلا شوي دي. په هامبورګ کې بيا د غلا کچه ۱،۱ سلنه وه. په ملي کچه بيا دغه اوسط ۰،۲ سلنه وو. د آلمان په سویلي ایالتونو کې، د موټر غلا کچه خورا ټیټه ده.

د نورو تر څنګ د SUVs  موټرو غلا خورا ډیره ده.

غله موټر د ختیځې اروپا هیوادونو ته وړي، هلته یې یا په جعلي اسنادو پلوري، یا یې ټوټې ټوټې کوي او د پرزو په توګه یې پلوري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل