۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۰, پنجشنبهد «ماشومان موږ ته اړتیا لري» په نوم یو مرستندویه سازمان، داسې یو شمیر افغان ماشومان آلمان ته راولي چې هلته یې د درملنې امکانات نه وي. هدف یې د دې ماشومانو درملنه ده. شهربانو وطنیار، د دې سازمان له مسوولینو څخه ده. هغې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې په سلونو افغان ماشومان آلمان ته د راتلو په انتظار دي. کوم ناروغه ماشومان آلمان ته راوستل کیږي؟