1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د پناه غوښتونکو او مهاجرو مجموعي شمیر کم سوی دی

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ شهریور ۲۸, جمعه

د آلمان د حکومت شمیرې ښيي چې په دغه هیواد کې له ۲۰۱۱ م کال راهیسې د لومړي ځل له پاره د پناه غوښتونکو او مهاجرو مجموعي شمیرې راکمې سوې دي.

آرشیف: د آلمان د لاگنهاگن په هوايي ډگر کې د افغان پناه غوښتونکو رارسیدل
په آلمان کې د پناه غوښتونکو او مهاجرو مجموعي شمیر کم سوی دیانځور: Michael Matthey/AFP

د آلمان په پارلمان یا بونډسټاگ کې د کیڼ اړخي گوند د یوې پوښتنې له جواب څخه ليک کې چې په "راینشه پوسټ" کې خپور سوی دی، څرگندیږي چې په آلمان کې د پناه غوښتونکو او بې ځایه سوو کسانو مجموعي شمیر د لومړي ځل له پاره له ۲۰۱۱ کال راهیسي یو څه راکم سوی دی. 

په دغو پناه غوښتونکو کې له اوکراینڅخه راغلو مهاجرو په گډون د اقامې د بیلابیل وضعیت لرونکي مهاجر شاملیږي. هغوی کیدای سي له څو میاشتو راهیسې او یا هم له ډیرو کلونو راهیسې په آلمان کې ژوند کوي.

د جرمني د حکومت په حواله د نوموړو کسانو مجموعي شمیر د روان کال په لومړۍ نیمايي کې شاوخوا ۵۰ زره کسانو ته راټیټ سوی دی: یعني د ۲۰۲۴م کال په پای کې له ۳ میلیونه  ۵۴۵  څخه، اوسني شمیر ۳ میلیونه ۴۹۵ ته رسیدلی دی.

د دغه ډول کمښت دلیل څه دی؟

د کیڼ اړخو د یوې ارزونې له مخې، که څه هم نور مهاجر او له جگړو څخه راتښتیدلي نوي کسان راروان دي، خو د اخراجونو او له دغه هیواده د وتلو ارقام دغه شمیرې جبرانوي. سربیره پردې له هغوی څخه ډیریو یې تابعیت هم اخیستی دی او اوس آلماني اتباع دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله په دې ډول په تیر کال کې یوازي ۸۳ زره ۱۵۰ سوریایانو آلمانی تابعیت اخیستی دی.

د نوموړو شمیرو له مخې، په اوس وخت کې شاوخوا ۴۹۲ زره پناه غوښتونکي د اقامې نامطمئن وضعیت لري. دا هغه کسان دي چي د پناه غوښتنه کوي او یا هم هغه پناه غوښتونکي دي چې عریضې یې رد سوي دي  او په آلمان کې یې اوسیدل زغمل کیږي او يا په اصطلاح ډولډونگ یا مؤقتي ویزه لري.

له اوکراین څخه راتښتیدلو کسانو شمیر د جولای په پای کې یو میلیون او ۲۷ زره وو.

د آلمان په پارلمان کې د کیڼ اړخو د داخلي او مهاجرت د سیاست ویاندې، کلارا بیونگر د دغو شمیرو په هکله څرگنده کړه چې دا « د خوشحالۍ کوم دلیل نه دی، ځکه په نړیواله کچه اوس هم ډیر علتونه موجود دي چې خلک مهاجرت ته مجبوروي.»

هغې انتقاد کړی دی چې محافظت ته اړ، ډیر کم کسان تل په دې بریالي کیږي چې د اروپايي ټولني له سخت ساتل سوو او محکمو بهرنیو سرحدونو څخه تیر سي.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل