په آلمان کې د کار له لارې د کډوالو ادغام
الیکسا مییر/ ج.ح۱۳۹۵ مرداد ۶, چهارشنبهپه آلمان کې د کار له لارې د کډوالو ادغام
د زراعت په اړه نور مطالب:
انځوریز رپوټ: په اروپايي ټولنه کې کرهنه او مالداري
کرهنه او مالداري د اروپايي ټولنې د اقتصادي پلانگذاري بنسټ جوړوي. سربیره پر دې هم د اروپا اقتثصاد اوس د بدلون په حال کې دی.
په میلیاردو ډالره سبسایدي گانې
اروپايي ټولنه هر کار بزگرانو ته شاوخوا ۴۷ میلیارده یورو سبسایدي ورکوي. دغه سبسایدي گانې د زراعتي ځمکو خاوندانو ته د هغوی د ځمکې او محصولاتو د اندازې له مخې ورکول کیږي. د دغو سبسایدي گانو له کبله د اروپا په بیلابیلو برخو کې د کرهڼې او مالدارۍ شرایط توپیر لري.
شودې څرنگه ترلاسه کیږي
د شودو د تلویزیوني اعلانونو په لیدو سره سړی داسې فکر کوي چې دغه شودي له «خوشحاله غواگانو» څخه ترلاسه کیږي چې په لویو فارمونو کې ساتل کیږي. خو په اصل کې دغه شودي له داسې غوا ګانو څخه ترلاسه کیږي چې په وړوکو ځایونو کې تر ډیرو سختو شرایطو لاندې ساتل کیږي. دغو غواګانو ته داسې مواد ورکول کیږي چې ډیرې شودې وکړي.
د شودو لوشلو ماشینونه
مالداران باید د نوې تکنالوژي پر رانیولو باندې ډیرې پېسې ولګوي ترڅو هغوی وشي کولای له نورو تولیدکوونو سره رقابت وکړي. د شودو د لوشلو ماشینونه له مالدارانو سره مرسته کوي چې هغوی پرته له دې چې ډیر وخت ضایع کړي او ډیر شمیر کسان په کار وګوماري له غوا ګانو څخه شودې تر لاسه کړي.
د چرگانو چاقول
د دې له پاره چې په اروپا کې د غوښې تولید ډیر شي، زراعتي جرګو ته داسې خوراکي مواد ورکول کیږي چې هغوی ژر تر ژره چاقې شي. په فارمونو کې چرګانې د عادي چرګانو په پرتله درې وارې ژر چاقیږي. دغه ډول چرګې یوازې په ۳۰ ورځو کې خپل وروستي وزن ته رسیږي.
زاړه او نوي تخنیکونه
په رومانیا کې لوی شرکتونه فارمونه رانیسي او د نوو ماشینونو به کارولو سره زراعتي چارې پر مخ بیایي، خو د دغو لویو فارمونو تر څنګ سیمه ییز اوسیدونو د زړو تخنیکونو په کارولو سره خپله کرهڼه کوي.
د کارگرو کمښت
د آلمان د انګورو په فارمونو کې ډیر وخت کارګران به اسانۍ سره نه موندل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې اوس په اروپايي ټولنه کې د بیکارۍ کړکیچ روان دی.
د زیتونو غوړي
له څلورو څخه تر پنځو کیلو ګرامه زیتونو څخه یوازې یو لیتر غوړي جوړیږي. هسپانیه د زیتونو په کروندو او له هغوی څخه د غوړیو د جوړولو د بهیر له پاره د لا ډیرو کارکوونکو په لټه کې ده.
فصلي کارکوونکي
په اروپا کې فصلي کارکوونکي د کال په بیلابیلو فصلونو کې د کار په لټه سفرونه کوي.
سپسایدي لرونکی هوایي ډگر
په اروپا کې یوازې کروندگر سپسایدي گانې نه ترلاسه کوي، بکلې له هغوی سر تړلي ځایونه هم له سپسایدیو څخه گټه پورته کوي. د بلگې په توگه به امستردام کې دغه هوايي ډگر.