1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په آلمان کې د کرونا خبرداری ورکونکی اپلیکیشن څرنګه کار کوي؟

۱۳۹۹ خرداد ۲۹, پنجشنبه

اوسمهال د نړۍ په ځينو هیوادونو کې د کرونا وبا د خپریدو د مخنیوي له پاره له خبرداري ورکوونکو اپلیکیشنونو څخه کار اخیستل کیږي. آلمان هم په دې برخه کې خپل یو اپلیکیشن معرفي کړی دی.

Pressekonferenz Corona-Warn-App
انځور: Getty Images/C. Bilan

د آلمان حکومت او په دې هیواد کې د رابرت کوخ په نامه یوه انستیتوت د کرونا ویروس خبرداری ورکوونکی یو اپلیشکیشن معرفي کړ. له دغه اپلیکیشن یا د ځیرک تلیفونونو له پروګرام څخه هدف دا دی څو په کرونا ویروس ککړ کسان وموندل شي او خلکو ته په دې هکله خبرداری ورکړي.

په آلمان کې د حکومت اپوزیسیون او د مصرف کوونکو د حقونو ملاتړي وايي چې، حکومت باید د دې اپلیکیشن په خپله خوښه کارول تضمین کړي.

د آلمان د صدراعظمې د دفتر مشر، هلګه براون د یوې خبري غونډې په ترڅ کې دې ته په اشارې چې دغه اپلیکيشن په نړۍ کې د خپل ډول لومړنی اپلیکیشن نه دی، وویل: «خو موږ ډاډه یو چې دا به [تر نورو اپلیکیشنونو] غوره وي.» د دغه اپلیکیشن د معرفي په مراسمو کې د آلمان د روغتیا وزیر ینس شپان، د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر او د دې هیواد د مصرف کوونکو د حقونو د ملاتړ او د عدلیې وزیرې کریتینه لامبرشت هم ګډون درلود.

دغه اپلیکیشن څرنګه کار کوي؟

د ځیرک تلیفونونو دغه پروګرام یا اپلیکیشن د بلوتوت له لارې معلوموي چې د تلیفون څښتن آیا د اوږدې مودې له پاره د یوه بل تلیفون څښتن سره له دوه مترو څخه په کمه فاصله کې پاتې شوی دی او که نه. که چیرته د یوه کس د کرونا تست مثبت وي او دغه معلومات یې دغه اپلیکیشن ته ور زیات کړي وي، نور کسان چې په خپلو تلیفونونو کې دغه اپلیکیشن ولري، یو خبرداری ترلاسه کوي چې د دوی په نیږدې فاصله کې په کرونا ککړ یو  کس موجود دی. په دې ترتیب، د کرونا په ویروس ککړ کسان یو بل ته په عاجله توګه معلومیږي.

په آلمان کې د روبرت کوخ انستیتوت مشر لوتار ویلر، وايي چې هغه وخت چې په یوه ځای کې د خلکو ډیره ګڼه ګوڼه وي دغه اپلیکیشن د کرونا ویروس د خپریدو په برخه کې مهم نقش لوبولی شي.

انځور: Imago/J. Schicke

سربیره پر دې، د آلمان د روغتیا وزیر له کرونا سره د دغه اپلیکیشن پر ارزښت ټینګار سربیره وویل: «دغه اپلیکیشن د معقول چلند ځای نه شي نیولي.» د هغه په خبره، له کرونا وبا سره د مبارزې په برخه کې د خلکو له لوري د طبي سپارښتونو عملي کول، د فاصلې رعایت او همدا راز د ماسک استفاده ډیر ارزښتمند اقدامات دي.

دغه اپلیکیشن چې د ډیزاین، جوړونې او وړاندې کولو مصارف یې شاوخوا ۲۰ میلیونه یورو کیږي، په آلمان کې د ټیلیکام او د اس آپ په نامه د اپلیکیشنونو یوه آلماني شرکت په ګډه جوړ کړی دی. د دغه اپلیکیشن د آزموینې پرمهال په اورګاډو کې سفر، میلمستیاوې او یا هم د ښوونځي یو ټولګی په نظر کې نیول شوي، داسې ځایونه چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې زیاته وي.

له اپلیکشن څخه کار اخیستل اجباري نه دي؟

د آلمان د صدراعظمې د دفتر مشر هلګه براون، د آلمان د حکومت پر هغې ژمنې ټینګار وکړ چې د دې اپلیکیشن کارول اجباري نه، بلکې اختیاري دي. په عین وخت کې په آلمان کې د مصرفوونکو د ملاتړ او عدلیې وزیرې کریستینه لامپرشت، د دغه اپلیکیشن د معرې کولو پرمهال وویل چې په دې برخه کې ښاریان په خپله پریکړه کوي چې کوم معلومات له نورو سره شریک کړي.

انځور: picture-alliance/Eibner-Pressefoto/S. Walther

د یادولو وړ ده چې دغه اپلیکیشن یوازې په هغه صورت کې مفید واقع کیدی شي چې د امکان تر حده ډیر کارونکي هغه په خپلو مبایلونو کې وکاروي. په عین وخت کې د آلمان په پارلمان کې د کیڼ اړخو د ګوند غړي یو استازي بیا په دې برخه کې پر حکومت انتقاد کړی او ویلي یې دي چې هغه کسان چې ځیرک تلیفونونه نه لري، له دې اپلیکیشنونو څخه محروم پاتې کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاند د نړۍ په ځينو نورو هیوادونو کې له کرونا وبا سره د ښې مبارزې په برخه کې دغه راز اپلیکیشنونه جوړ شوي دي او په هر هیواد کې یې د استفادې ډول متفاوت دی.

د «فرانکفورتر روندشاو» په نامه د یوې آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې دغه راز اپلیکیشنونه په ایسلنډ، ایټالیا، استرالیا او یو ځينو نورو هیوادونو کې هم کارول کیږي چې په میلیونونو کاروونکي لري.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب